• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ افغانستان په څلورم ګروپ کې له سختو سیالانو سره مخ دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام لپاره د سیالیو جوړښت اعلان کړ، چې افغانستان به په څلورم ګروپ کې د سویلي افریقا، نیوزېلنډ، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره لوبې وکړي. دغه سیالۍ به د هند او سرېلانکا په ګډ کوربه‌توب د ۲۰ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د نړۍوال جام دغه سالۍ د ۱۴۰۴کال (د سلواغې پر ۱۸مه) پیلېږي او د کب تر ۱۷مې به دوام وکړي. دغه لوبې به د هند په احمداباد، ډیلي، کلکتې، چنای او ممبۍ، او د سریلانکا په کولمبو او کندي ښارونو کې ترسره شي.

د پایلوبې لوبه به د احمداباد په لوبغالي کې ترسره شي؛ خو د پاکستان ټولې لوبې به په سریلانکا کې وي او که پاکستان پایلوبې ته ورسېږي؛ نو پایلوبه به په سریلانکا کې وي.

یاده دې وي، چې هند د تېر نړۍوال جام اتل دی. د ۲۰۲۴کال نړۍوال جام اووه غوره لوبډلې، افغانستان، اسټرالیا، بنګله‌دېش، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا او وېسټ انډیز لوبډلې وې.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام نورو ګډونوالو لوبډلو په دغه سیالیو کې د نړۍوالو انتخابي سیالیو له لارې خپل ځای پیدا کړی دی. کاناډا د امریکا له زون څخه، اېټالیا چې لومړی ځل په نړۍوال جام کې ګډون کوي او هالنډ د اروپا له زون، نامیبیا او زیمبابوې د افریقا له زون او نیپال، عمان او متحده عربي امارات د اسیا–EAP له انتخابي سیالیو بریالي شوي او د نړۍوال جام برخه جوړ شوي دي.

د کرېکټ نړۍواله شورا تمه لري، چې دغه جام به د لوبغاړو ترمنځ د مهارتونو، ستراتېژۍ او حوصلې یوه ستره ازموینه وي او د نړۍوال کرېکټ د سیالیو په تاریخ کې به مهمه سیالي وي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۰
کابل کې د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، چې نن په کابل کې د فوټبال د اتلانو غوره لګ پنځم پړاو سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ پنځم پړاو سیالیو د پرانیستنې په مراسمو کې ویلي، چې په یاد لیګ کې به لس لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېږي.

د نوموړي په خبره د لوبډلو په ترکیب کې د نایجیریا، ازبکستان، پاکستان او ایران په ګدون د ځینو اروپايي او امریکايي هېوادونو لوبغاړي هم شتون لري.

د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ پنځم پړاو سیالیو کې استقلال، ابو مسلم، جوانان پیروزي، اتفاق خانزاده کلب، ارمان FC، سرسبز یاشلر، سرخ پوشان خوافي، صرافان هرات، عینو مېنه او خراسان فاریاب لوبډلې یو د بل په وړاندې لوبېږي.

د مسولینو په خبره یاد لیګ به د لېندۍ میاشتې تر ۲۶مې نیټې دوام ولري.

د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلې درې استازي مډالونو ته تر رسېدو وړاندې له سیالیو بهر شول

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۱ GMT+۰
د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلې درې استازي مډالونو ته تر رسېدو وړاندې له سیالیو بهر شول
100%

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د پیوستون سیالیو پر دوام؛ د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلې استازي د سیالۍ په لومړۍ ورځ مډالونو ته تر رسېدو وړاندې له سیالیو بهر شول.

د هېواد د ۶۹ کیلوګرامه وزن په ګټګورۍ کې سید سرور حسیني د مراکش سعید الهادي ته په لومړي پړاو کې د ۵۰-۰ نمرو په توپیر ماتې ورکړه. حسیني بیا په نیمه پای لوبه کې د قزاقستان د استازي پر وړاندې ماتې وخوړه او د برونزو مډال ګټلو لپاره د متحده عربي اماراتو له استازي سره مخامخ شو، چې ۲-۰ نمرو په توپیر یې ماتې وخوړه.

دارنګه، د افغانستان د ۹۴ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې بیا عبدالباسط رحیمي د اذربایجان فردوسي زمانوف ته په لومړي پړاو کې ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته لاړ. رحیمي په دې پړاو کې د قزاقستان له رمضان کوساینوف سره سیالي وکړه او ماتې وخوړه.

له هغې وروسته د افغانستان دغه استازی د برونزو مډال لپاره د خپل الجزایري سیال پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شو؛ خو د ۵-۰ نمرو په توپیر یې ماتې وخوړه. محمد رضا عطايي هم د ۸۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې په نیمه پایلوبه کې ماتې وخوړه او له سیالۍ بهر شو.

په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم‌الله ځاځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۰
په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم‌الله ځاځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې
100%

د والیبال فدراسیون له لوري د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ له شل ورځني دوام وروسته پای ته ورسېدې.

د سیالیو په پایلوبه کې د بسم‌الله ځاځي لوبډله وتوانېده، چې خپلې سیالې شفیق سکندرخېلو لوبډلې ته د ۲–۰ په توپیر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د دې لړۍ هدف د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او مثبتې ټولنیزې فضا پیاوړي کول وو.

د پای مراسمو کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې او اتلې لوبډلې ته د ظاهرشاه ځاځي له لوري ۲۰۰ډالره په تشویقي انعام کې ورکړل شول.

افغان ټکواندو کار محسن رضايي د سرو زرو مډال پر سر له ایراني سیال سره مخ کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۷ GMT+۰
افغان ټکواندو کار محسن رضايي د سرو زرو مډال پر سر له ایراني سیال سره مخ کېږي
100%

افغان ټکواندو کار محسن رضایي د اسلامي هېوادونو د پیوستون په شپږم پړاو سیالیو کې تر اوسه په پرله‌پسې توګه خپل ازبکستاني، عربي او اذربایجاني سیالانو ته ماتې ورکړې او د سپینو زرو مډال یې ګټلی دی. څو ساعته وروسته به د سپینو زرو مډال پر سر له ایراني سیال سره مخ شي.

د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ اداره وايي، د اسلامي هېوادونو د پيوستون په شپږم پړاو سياليو کې افغان ټکواندو کار محسن رضایي په منفي ۶۰ کيلوګرامه وزن کې په وروستۍ لوبه کې اذربايجاني سيال ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو د سپینو زر مډال په خپل نوم کړ.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، محسن رضايي به تر راتلونکو څو ساعتونو د سرو زرو مډال پر سر د خپل ایراني سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

100%

د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سيالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب په پلازمېنه رياض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګډون په ۲۳سپورټی څانګو کې د نومبر پر ۷مه پيل او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.

د دغو سياليو په ټکواندو برخه کې د افغانستان په استازولۍ پنځه لوبغاړي ګډون لري.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د موی‌ټای په برخه کې محمد یوسف جهانګیر له یادو سیالیو د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالۍ؛ د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۰
د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالۍ؛ د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالۍ پر بریا پیل کړه او په خپله لومړنۍ لوبه کې یې د سریلانکا الف لوبډلې ته د درېیو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سریلانکا الف لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د سریلانکا الف لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره په ۱۹،۵ اورونو کې د سریلانکا له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې د درېیو ویکټو په توپیر وګټله.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغانستان الف کرېکټ لوبډله به خپله دویمه لوبه د دوشنبې په ورځ د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړي.