• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د شمال- سویل ټرانسپورټي دهلیز نښلول به اوراسیا کې ستر اقتصادي بدلون رامنځته کړي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفیر د شمال- سویل ټرانسپورټي دهلیز په درېیم نړیوال فورم کې ویلي، چې دغه دهلیز د لاجورد لارې او د شپږو هېوادونو له ځمکني دهلیز سره د نښلولو په صورت کې به اوراسیا کې ستر اقتصادي بدلونونه رامنځته شي او افغانستان به د سیمې د اقتصادي راتلونکي مهم محور وي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندلۍ ۶مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په مسکو کې د طالبانو د حکومت سفیر مولوي گل حسن حسن د شمال- سویل ټرانسپورټي دهلیز په درېیم نړیوال فورم کې ګډون کړی.

نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې، د استراخان له سرپرست والي سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، ټرانزیتي اسانتیاوو او په سیمه کې د افغانستان د ستراتېژیک اهمیت په اړه هم تفصیلي خبرې کړې دي.

همداراز ګل حسن حسن د روسیې د استراخان ښار له سوداګریز بندر څخه لیدنه کړې او د افغانستان لپاره د بندري اسانتیاوو د کارولو پر امکاناتو هم خبرې کړې دي.

د شمال- سویل ټرانسپورټي دهلیز درېیم نړیوال فورم د روسیې استراخان ښار کې د روان کال د نومبر په ۲۶ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې فورم کې د روسیې، ایران، افغانستان، پاکستان، هند، ختیځې او سویلي افریقا او منځني ختیځ د هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

په دې فورم کې د شمال- سویل دهلیز د لوجستیکي، بندري، رېلي او سړک ټرانسپورټ د اړیکو او د لاجورد لارې او شپږو هېوادونو له ځمکني دهلیز سره د نښلولو پر اهمیت بحث کېږي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

اخلاقي: څو چې د امریکا په مالي ملاتړ طالبان واکمن وي د نړۍوال امنیت خبرې یو خیال دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۰
اخلاقي: څو چې د امریکا په مالي ملاتړ طالبان واکمن وي د نړۍوال امنیت خبرې یو خیال دی
100%

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د امریکا له‌خوا د افغانانو د کډوالۍ قضیو ډله‌ییز تعلیق یو ناسم غبرګون بللی او ویلي یې دي، چې متحده ایالتونه باید د یوه «ترهګر» شرمناکه کړنه په بله غلطه پرېکړه ځواب نه‌کړي.

نور رحمان اخلاقي د امریکا په واشنګټن کې د یوه افغان له لوري د ملي ګارد د دوو غړو د ټپي کېدو په تړاو د پنجشنبې په ماښام (د لیندۍ ۶مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، د دغه ډول پېښو ریښه د دوحې په تړون کې ده، چې عملاً یې د ترهګرۍ ایکوسیستم پیاوړی کړی او افغانستان یې د یوې ترهګرې ډلې لاس ته سپارلی، نه هغو پناه‌ غوښتونکو ته چې د طالب له وېرې تښتېدلي دي.

هغه ویلي< چې دا پر ځای ده چې د تورن اړیکه، چې ګومان کېږي له طالبانو یا د هغوی تر ملاتړ لاندې نورو ترهګرو ډلو سره وي، باید په روښانه او مستند ډول اعلان شي.

اخلاقي ټینګار کړی، چې په امریکا کې مېشت افغان کډوالو ته ډله‌ییزه سزا ورکړه د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده او په باور یې د امریکا له امنیت سره به هېڅ ډول مرسته ونه‌کړي.

اخلاقي دا هم ویلي، تر هغې چې افغانستان له میلیونونو وګړو سره د طالبانو په نوم د یوې «ترهګرې» ډلې تر واک لاندې پرېښودل شوی وي، او امریکا یې په هر دلیل چې وي مالي ملاتړ وکړي، د نړۍوال امنیت خبرې یو خیال دی. هغه ویلي چې باید د ګواښ پر سرچینو تمرکز وشي، نه پر قربانیانو.

له دغې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ امر وکړ چې د هغو ټولو افغانانو د کډوالۍ دوسیې بیا وڅېړل شي چې د جو بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته تللي دي.

په ورته وخت کې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې هم اعلان کړی، چې د افغانانو د کډوالۍ ټول غوښتنلیکونه تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوي دي.

د طالبانو د هلمند والي د اوبو زېرمو په جوړولو کې له یونېسف څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۳ GMT+۰
د طالبانو د هلمند والي د اوبو زېرمو په جوړولو کې له یونېسف څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه
100%

د طالبانو د هلمند والي له یونېسف نړۍوال سازمان څخه د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د پوهنې، روغتیا او اوبو زېرمو د جوړولو په برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه. طالبان د هلمند د شمالي ولسوالیو لپاره د یوه روغتون او د څښاک اوبو د سرچینو پیدا کولو په برخو کې هم د همکاریو غوښتونکي شول.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی والي امان الدین منصور د یونېسف نړۍوال سازمان د سویل لوېدیځ زون له مسوول محمد ابراهیم شیخ سره په لیدنه کې یادې غوښتنې کړې دي.

طالبانو د ابراهیم شېخ له قوله لیکلي، چې دوی تېر کال د پوهنې په برخه کې ۲۰ ښوونځي جوړ کړي او پر ۷۰ زره زده‌کوونکو یې قرطاسیه توزیع کړې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له‌مخي، یونېسف له اړوندو ادارو سره په همغږۍ په روغتیايي مرکزونو کې له ۱۲۰۰ کسانو سره لومړني طبي مرستې کړي او پر یو میلیون خوارځواکي ماشومانو مواد هم وېشلي دي.

یونېسف زیاته کړې، چې د پولیو واکسین د تطبیق پر مهال یې ۳ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په دې لیدنه کې د طالبانو والي منصور ویلي: «خیریه سازمانونه دې د روغتیا، تعلیم او نورو زېربنایي پروژو برخه کې خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړي او په عملي ډول خپل رسالت په لا ښه ډول ادا کړي.»

نوموړي د هلمند لرې پرتو سیمو کې د تعلیمي او روغتیایي مرکزونوزیاتولو او د اوبو زېرمو جوړولو کېله یونېسف څخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د خبرپاڼې له‌مخې، د یونېسف ادارې مسوولینو په یادو برخو کې د همکاریو ټټر وهلی دی.

پخوانی جهادي قوماندان زرداد فریادي وايي د طالبانو له خوا توهینوونکی چلند د زغملو وړ نه دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۷ GMT+۰
پخوانی جهادي قوماندان زرداد فریادي وايي د طالبانو له خوا توهینوونکی چلند د زغملو وړ نه دی
100%

پخوانی جهادي قوماندان زرداد فریادي وايي، طالبان دې په خپلو لیکو کې اصلاحات راولي او پخوانيو جهادي قوماندانانو او نورو کسانو ته دې له پیغور ور کولو او توهینوونکي چلند لاس واخلي.

یاد پخواني جهادي قوماندان په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې له طالبانو څخه ملاتړ کوي او د بهرنيو هېوادونو په وړاندې له افغانستان څخه دفاع ته چمتو دی.

خو نوموړي د طالبانو په لیکو کې د ځینو طالب چارواکو د چلند په اړه شکایت کړی او وايي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا سپک او توهینوونکی چلند دوام لري.

زرداد فریادي ویلي:« زه په برېتانیا کې د طالبانو د بهرنیو چارو پخواني وزیر متوکل په غوښتنه په انګریزانو باندې ونیول شوم، ډول، ډول شکنجې یې راکړې او شل کاله مې بند کې تېر کړل. ما له متوکل سره نه پیژندل او نه یې هم زه په جرم باندې نیولی وم. زه هیله لرم چې نور باید له پیغورونو تېر شو.»

زرداد فریادي ویلي، چې افغانستان د ټولو شریک کور دی او نور باید له توهینوونکي چلند څخه لاس واخېستل شي.

شاه محمود میاخېل: پنځو لسیزو جګړو ځورولی افغان ملت د جرم ملاتړ نه کوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۰
شاه محمود میاخېل: پنځو لسیزو جګړو ځورولی افغان ملت د جرم ملاتړ نه کوي
100%

د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه‌محمود میاخېل د واشنګټن ډي‌سي وروستۍ پېښه غندلې او ویلي یې دي چې افغان ولس خپله له پنځو لسیزو جګړو، تاوتریخوالي او ترهګرۍ سخت ځورېدلی، او هېڅکله د داسې جرایمو ملاتړ نه کوي.

هغه په پېښه کې د امریکا د ملي ګارډ له دوو ټپي شویو سرتېرو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تاوتریخوالی په هېڅ حالت کې د منلو او توجیه وړ نه دی.

میاخېل زیاته کړې چې د امریکا د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، تورن شوی کس یو افغان یاد شوی، خو دا ډول انفرادي کړنې د افغانستان د سولې غوښتونکې ټولنې استازولي نه شي کولای. د نوموړي په وینا، افغانان د هر ډول تاوتریخوالي پر وړاندې ولاړ دي او دا پېښه په کلکو ټکو غندي.

دغه پخواني افغان چارواکي ټینګار کړی چې د یو فرد ناوړه عمل باید د ټول ملت د بدنامۍ لامل نه شي. د هغه په وینا، افغان ولس خپله له پنځو لسیزو راهیسې له جګړو او ترهګرۍ کړېږي او هېڅکله د داسې جرایمو ملاتړ نه کوي.

طالبان وايي چې افغان او هندي شرکتونو د درملو ۱۰۰ میلیون ډالري تړون لاسلیک کړی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۰
طالبان وايي چې افغان او هندي شرکتونو د درملو ۱۰۰ میلیون ډالري تړون لاسلیک کړی
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روفي نړیوال ګروپ په نوم یو افغان شرکت د هند له زایدوس لایف ساینسز کمپنۍ سره افغانستان ته د درملو د واردولو یو سل میلیون ډالري تړون لاسلیک کړی.

د طالبانو سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرلو سره ویلي، چې یاد تړون نن د پنجشنبې په ورځ د افغان او هندي شرکتونو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې لاسلیک شوی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې د شوې تړون له مخې به یاد هندی شرکت لومړی خپل تولیدي درمل افغانستان ته صادروي او وروسته به د یاد هندي شرکت څانګه افغانستان ته انتقالیږي او په افغانستان کې به د درملو تولید ته دوام ورکوي.

د افغان او هندي شرکتونو ترمنځ دا تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر څو ورځې وړاندې هند ته د خپل سفر پرمهال له هندي سوداګرو او چارواکو سره له لېدونو وروسته ویلي، چې هند چمتو دی په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.