• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا کې مېشتو افغانانو له واشنګټن نه غوښتي، چې د یوه کس کړنه دې په ټولو نه تپي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۷ GMT+۰

د سیاټل ټایمز په نوم یوې امریکایي رسنۍ په دغه هېواد کې د یوه افغان له لوري پر دوو امریکایي عسکرو د برید له امله د کډوالو اندېښنو ته اشاره کړې ده. یادې رسنۍ ته یو شمېر افغانانو ویلي، چې تر دې برید وروسته اوس په امریکا کې د خپل برخلیک په تړاو اندېښمن دي.

د محمد داود اکبري په نوم یو افغان چې په ۲۰۱۷کال کې امریکا ته کډه شوی، دغه پېښې خورا غمجن کړی دی. هغه سیاټل ټایمز ته ویلي: «کله مې چې واورېدل بریدګر افغان دی؛ نو سترګې مې له اوښکو ډکې شوې». هغه له یوې خوا د پېښې د قربانیانو له‌پاره خورا غمجن دی او له بلې خوا وېره او اندېښنه لري.

نوموړی وايي، په داسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره پلمې لټوي؛ دی له هغو پایلو وېرېږي چې شاید د ده پر کورنۍ او دوستانو منفي اغېز وکړي. د فدرالي چارواکو په وینا؛ نیول شوی بریدګر «رحمان‌الله لکڼوال» نومېږي، ۲۹ کلن دی او په ۲۰۲۱کال کې امریکا ته تللی.

د اېف‌‌بي‌ای مشر کاش پټېل ویلي، چې دوی په څو ایالتونو کې د لکڼوال د استوګنځي په ګډون د تالاشي حکمونه عملي کوي. تر دې پېښې وروسته، ډونالډ ټرمپ او د هغه ادارې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات پیل کړي دي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې د افغانانو د کډوالۍ ټولې پروسې «په نامحدوده توګه» درول شوې دي. د واشنګټن ایالت د افغان ټولنې مشران او غړي دغه برید په کلکه غندي او وايي، چې ټول افغانان باید د یو کس د عمل له امله د سزا وړ ونه ګرځي.

د افغان ـ امریکایي کلتوري ټولنې د بورډ غړی غلام مومند وایي: «هیڅ دلیل نه‌شته، دا یو کرغېړن جنایت دی. موږ د ملي ګارډ د ټپي شوي عسکر د رغېدو لپاره دعا کوو او د هغوی کورنۍ زموږ په دعاوو او فکرونو کې دي».

مومند چې څه د پاسه لس کاله کېږي له افغانستان نه له امریکایي ځواکونو سره د همکارۍ له امله امریکا ته تللی، وايي داسې احساس کوي چې «ګواکې خپله ټولنه یې په نښه شوې ده». هغه وايي: «دا ځای زموږ کور دی او د دې پېښې درد د هر امریکايي په څېر احساسوو».

د یادې ټولنې یو بل غړي اسماعیل خان د غوسې په څرګندولو سره وویل، چې د افغان ټولنې پر ضد د فدرالي حکومت د سزا اقدامات «ناانصافي» ده. هغه ټینګار وکړ: «افغان ټولنه باید د یو کس د کړنې له امله په نښه نه‌شي».

د امریکایي رسنیو د تازه معلوماتو له مخې؛ د ملي ګارډ د دوو ټپي شویو عسکرو له ډلې یوه ښځینه هغې یې په روغتون کې ساه ورکړه. یادې پېښې په نړۍواله کچه او په امریکا کې د افغانانو سخته غوسه راپارولې ده. افغانان اندېښنه لري، چې د ټرمپ حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره پلمې لټوي او دغه ډول بریدونه په امریکا کې د دوی پر ژوند سختې منفي اغېزې لرلای شي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

امریکایی سناتور: ټول« اسلام‌پال» باید له امریکا و اېستل شي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۰ GMT+۰
امریکایی سناتور: ټول« اسلام‌پال» باید له امریکا و اېستل شي
100%

د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور، ټامي ټابرویل د چهارشنبې ورځې د هغه برید په غبرګون کې چې د ملي ګارد یوه غړې ووژل شوه او بل یې ټپي شو، د ټولو مسلمان کډوالو پر و‌رتګ بندیز او د هر « اسلام‌پال» کس د بېرته ستنولو غوښتنه وکړه.

د ملي ګارددوه غړي د «فورګټ ویسټ» مټرو تم‌ځای ته نږدې د دندې پرمهال په څو پرله پسې ډزو کې لومړی ټپيان او څو ساعته وروسته یوه یې چې «ساره بېکستروم» نومېده، مړه شوه.

سي‌اېن‌اېن: د ملي ګارد ټپې شوې غړې «ساره بېکستروم» مړه شوه | افغانستان انټرنشنل پښتو

ټابرویل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ملي ګارد بریدګر «د جو بایډن له‌خوا په پرانېستې غیږه دغه هیواد ته دننه شو، موږ باید سمدلاسه د ټولو مسلمان کډوالو راتګ منع کړو او هر هغه اسلام‌پاله چې زموږ په منځ کې ژوند کوي او پر موږ برید ته په تمه دي، باید وشړو.»

چارواکو بریدګر یو ۲۹ کلن افغان معرفي کړی چې «د متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته دننه شوی و.

له یادې پېښې وروسته، د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسټ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پلازمینې کې د ۵۰۰ اضافي ملي ګارد سرتیرو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه کړې ده.

هیګسټ خبریالانو ته وویل: «دا پیښه یوازې زموږ هوډ پیاوړی کوي چې واشنګټن خوندي او ښکلی وساتو، ډونالډ ټرمپ به هیڅکله په شا نه‌شي.»

بریتانیا:د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۵ GMT+۰
بریتانیا:د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي
100%

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي وایي، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له ښځو سره یې په انلاین بڼه د هغوی د ستونزو، ننګونو او اوسنیو محدودیتونو په تړاو خبرې کړې دي.نوموړي زیاته کړې:«د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زده‌کړو، کار او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي.»

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د پنجشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان ښځو زړورتیا الهام بښوونکې ده او یو ځل بیا یې د افغان ښځو پر وړاندې د ستونزو او محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له پراخو بندیزونو سره مخ دي. د افغان ښځو پر وړاندې د زده کړو، کار او ټولنیزو ازادیو بندیزونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او افغان سیاستوالو په وار وار له طالبانو د دغو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالبان بیا پرته له دې چې د نړۍ اندېښنو ته ځواب ووايي یوازي دومره وایي، د «شریعت» په پلي کولو کې د هیچا پروا نه‌کوي.

هه‌نګاو: ایران د یوه افغان په ګډون ۱۱ کسان اعدام کړي دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۸ GMT+۰
هه‌نګاو: ایران د یوه افغان په ګډون ۱۱ کسان اعدام کړي دي
100%

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان په یو تازه راپور کې ویلي، چې ایران په تېرو څو ورځو کې د یوه افغان په ګډون ۱۱ کسان اعدام کړي دي. دغه سازمان د پنجشبنې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دا کسان د قصدي وژنو او د نشه‌یي توکو جرمونو په تور اعدام شوي دي.

په اعدام شويو کې لس نور کسان د لُر، کورد، تُرک او فارس تبعه دي.

د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، ایران د چهارشنبې په ورځ قزلحصار کرج زندان کې یو افغان اعدام کړ. اعدام شوی افغان فرهاد حیدر نومیده او ۴۰ کلن و.

هه‌نګاو دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه په ایران کې د ۷۸ افغانانو په ګډون ۱۵۰۳ کسان اعدام شوي دي. د دغه سازمان په وینا، ډېری دغه کسان د قصدي وژنو او د نشه يي توکو اړوندو جرایمو په تړاو اعدام شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې وه، چې په دغو اعدام شویو کسانو کې ۷۸ افغانان، ۲۳۱ کُردان، ۱۹۶ لُر، ۱۳۸ تُرک، ۱۲۸ یې بلوچان او ۴۵ ښځې هم شامل دي.

علي‌خېل: د قدرتونو او سیمه ییزو رقابتونو له امله افغانستان د تاوتریخوالي څنډې ته رسېدلی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۰
علي‌خېل: د قدرتونو او سیمه ییزو رقابتونو له امله افغانستان د تاوتریخوالي څنډې ته رسېدلی
100%

په پاکستان کې پخوانی افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وايي، افغانستان له بده مرغه له اقتصادي پلوه د نړۍ د لږ وده کوونکو او بشري خدماتو له نظره د اسیا تر ټولو وروسته پاتې هېواد ګڼل کیږي. هغه زیاته کړې، افغانستان په داسې یوه لانجمن چاپيریال کې له بېلابېلو ستونزو او ناورینونو سره مخ دی.

نجیب‌الله علي‌خېل د پنجشنبې په ماښام (د لیندۍ ۶مه) د سیمې او افغانستان په اړه په یوه تحلیل کې ویلي، د سړې جګړې په کلونو کې افغانستان او سیمه کې افراطیت ته وده ورکړل شوې، امنیتي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزه همکاري له پامه غورځول شوې ده.

نوموړي‌ د خپل تحلیل په یوې برخه کې زیاته کړې: «په ۲۰۲۱ کې د امریکایي پوځونو له وتلو وروسته د پاکستان هغه اهمیت چې امریکا ورته له تروریزم سره د مبارزې په نامه قاېله وه، را کم شو. په دې توګه کومې اقتصادي او مالي مرستې یې چې په‌خوا تر لاسه کولې، هغه قطع یا کمې شوې چې له امله یې پاکستان مجبور شو د خپل مات او ګوډ اقتصاد لپاره له نړۍوال بانک څخه د قرضې غوښتنه او هم د خلیج هېوادونو ته مراجعه وکړي.»

د هغه په خبره، د سترو قوتونو ترمنځ په سیمه ییزو سیالیو کې یو نوی تحرک رامنځته شوی، په سویلي او مرکزي اسیا کې ګټې او رقابتونه د ودې په حال کې دي.

علي خېل ویلي: «له امنیتي او اقتصادي پلوه، مرکزي اسیا د امریکا، چین او روسیې تر منځ دسیالیو پر ساحه بدله شوې. جنوبي اسیا کې کشمکش په زیاتېدو دی چې د ډسمبر میاشت کې هند ته د ولایمیر پوتین سفر به په اړیکو کې نوې پړاو پرانیزي.»

هغه د افغانستان روان حالت اندېښمن یاد کړ: «افغانستان چې په‌خپله له هر ډول ستونزو او ناورینونو سره مخ دی، د سیمې امنیتي مخ په خرابېدو حالات به د هېواد پر امنیتي، اقتصادي او بشري وضعیت مستقیم اثر او اغېز ولري.»

نوموړي د افغانستان روان وضعیت ته په کتو د ولس ژغورل د ټولو افغانانو تاریخي مسوولیت وګاڼه.

پاکستان د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د درېیو چینایي کارکوونکو وژل غندلي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۰
پاکستان د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د درېیو چینایي کارکوونکو وژل غندلي
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله کې د درېیو چینایي کارکوونکو د وژلو په اړه خواخوږي ښودلې او برید یې غندلی دی. دغه وزارت ادعا کړې، چې د وسله‌والو له‌خوا د ډرون الوتکې کارول دا څرګندوي چې له افغانستان څخه راولاړېدونکی ګواښ څومره جدي دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د لیندۍ ۶مه) وویل، چې د افغانستان له خاورې په یوه برید کې د «شاهین اس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې جنایتکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دا برید تېره شپه د افغانستان له پولې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په پوله کې د یاد شرکت د کارکوونکو پر استوګنځي شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په خپلې اعلامیه کې ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې څو ځله تنظیم شوي ترهګریز بریدونه ترسره شوي دي. پاکستان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پوځ یې څو ځله د افغانستان پر څو سیمو هوایي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: «پاکستان تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ لپاره د خپلو ګاونډیانو یا د بل هر هېواد پر ضد ونه‌کارول شي. د ترهګرو عناصرو له‌خوا د افغانستان خاورې تکراري کارونه او د طالبانو د رژیم تر سرپرستۍ لاندې یې دوامداره حضور د ټولې سیمې او نړۍوالې ټولنې لپاره د جدي اندېښنې وړ موضوع ده.»

اعلامیه کاږي، چې پاکستان به له چین، تاجکستان او نورو سیمه ییزو شریکانو سره د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره ژورو او نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

طالبانو سره له دې چې لا تر اوسه د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې په شاوخوا کې د چینايي کارکوونکو د وژل کېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې تل په ډاګه ویلي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.