افغان ورزشکارانو د رستمي غیږنیونې نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان المپیک، بدني روزنې او سپورت ادارې مشر احمدالله وثیق وايي، د رستمي غیږنیونې افغان ورزشکارانو میرویس ابراهیمي او کریم الله علیزي د رستمي غېږنیونې ۲۳م پړاو نړیوالو سیالیو په ازاد سبک کې د برنزو مډالونه خپل کړي او د دې سیالیو درېیم مقام ګټونکي شول.
