• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بدخشان کې ناپېژاندو کسانو د یوه ښوونځي ودانۍ ته اور اچولی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۹ GMT+۰

د بدخشان اوسېدونکي وایي چې په کشم ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو د میر فضل‌الله په نوم د یوې لیسې ودانۍ سوځولې ده. د سیمې خلکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

تر اوسه ځایي طالب چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي او لا روښانه نه ده چې د لیسې د سوځولو مسوولین څوک دي.

یاده لیسه د کشم ښار په مرکز کې، د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ته نږدې موقعیت لري.

هغه ویډیوګانې چې رسنیو ته رسېدلې ښيي چې اور لومړی مړ شوی، خو د ودانۍ زیاتې برخې، ټولګي او نور ساختماني مواد زیانمن شوي دي. د سیمې اوسېدونکو ویلي چې هغوی هڅه کړې څو د مکتب زیات شمېر توکي له سوځېدو وژغوري، خو اور نږدې دوه ساعته بل پاتې و.

په تېرو دوه اوونیو کې په بدخشان ولایت کې څو ورته پېښې ثبت شوې دي، چې پکې د یفتل ولسوالۍ، د ښار بزرگ سیمې او د خواهان بازار اورلګېدنې شاملې دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې افغان سوداګرو له ترکمنستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه کړې

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۰
په هرات کې افغان سوداګرو له ترکمنستان سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتنه کړې
100%

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر وایي چې طالب والي اسلام‌جار په دغه ولایت کې له یو شمیر افغان سوداګرو سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره کړې ده. دوی وایي چې په دې لیدنه کې افغان سوداګرو له ترکمنستان هېواد سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د هرات ولایت د والي رسنیز دفتر نن شنبه، د لیندي ۸مه په اېکس خواله رسنۍ لیکلی، چې په ناسته کې یو شمیر افغان سوداګرو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ پراخوالي او د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

د طالبانو د هرات والي په خپلو خبرو کې ددې ډلې له لوري د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو بشپړ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لپاره لا ډېر کوښښ وکړي.

طالبانو له پاکستان سره تر سیاسي کړکېچ وروسته اوس خپله تکیه پر منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران ډېره کړې ده. په دې وروستیو کې دغه هېوادونو ته د افغان سوداګرو سفرونه هم دېر شوي او راپورونو په ډاګه کړې، چې له دغه هېوادونو سره د افغانستان سوداګري هم د پام وړ ډېره شوې ده.

طالبانو د ۱۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورستان ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلي دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۰
طالبانو د ۱۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نورستان ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلي دي
100%

په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سیدالرحیم عمیر وايي، چې د یاد ولایت د دواب ولسوالۍ له ماوې کانونو څخه ترلاسه شوي ۸ زره ۷۸۵ کیلوګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د ازادې بولۍ له لارې د ۱۱۱ میلونه ۵۵۷ افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.

په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سیدالرحیم عمیر ویلي، چې د یادو ډبرو په پلورلو سره ۱۱ میلیونه او ۱۵۵ زره افغانۍ د دولت خزانې ته ټولې شوې دې.

د یادولو وړ ده چې طالبانو په افغانستان کې بیا ځلې واک ترلاسه کولو راهیسې په بې‌سارې توګه د هېواد د طبيعي زېرمو پر استخراج او پلور تمرکز کړی دی.

منتقدان وايي، طالبان د افغانستان کانونه په غیرمسلکي او غیرقانوني ډول «چور» کوي او د هغې عایدات د ملي پانګونې پر ځای د خپلې ډلې د واک د پیاوړتیا لپاره کاروي.

د طالبان د سوداګرۍ وزارت: افغانستان د بهرنۍ پانګوونې د راجلبولو لپاره بې ساری ظرفیت لري

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۰
د طالبان د سوداګرۍ وزارت: افغانستان د بهرنۍ پانګوونې د راجلبولو لپاره بې ساری ظرفیت لري
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر مشر محمد الله بختیار په استانبول کې د ترکي او افغان سوداګرو او پانګوالو ترمنځ په مخامخ غونډو کې ګډون کړی. بختیار ویلي:« افغانستان د کانونو، کرنې، صنعت، انرژۍ، خدماتو او ټیکنالوژۍ سکتورونو کې، د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو ظرفیتونه لري.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن شنبه، د لیندۍ ۸مه په اېکس خواله رسنۍ لیکلی، چې په استانبول کې د ترکیې او افغانستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ سوداګریزه غونډه ترسره شوه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر مشر محمد الله بختیار په افغانستان کې د پانګونې پراخ فرصتونه تشریح کړل، په ځانګړې توګه د کانونو، کرنې، صنعت، انرژۍ، خدماتو او ټیکنالوژۍ سکتورونو کې، او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره د هیواد ځانګړي ظرفیتونو یادونه وکړه.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې طالبان د خصوصي سکتور د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره ځانګړي هڅونکي پروګرامونه، قانوني اسانتیاوې او د اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب فرصتونه چمتو کړي دي او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو د شتون هرکلی کوي.

له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د بندېدو له امله اوس طالبانو منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کړې ده. دغه ډلې افغان سوداګرو ته ویلي، چې له پاکستان سره دې هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې ختمې کړي او پر بدیلو لارو دې غور وکړي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت یو ټیکټاکر «ملک کاکا» نیولی دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۰
د طالبانو امربالمعروف وزارت یو  ټیکټاکر «ملک کاکا» نیولی دی
100%

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف خیبر وایي چې د ملک اکبر په نامه چې په ټیکټاک کې په ملک کاکا مشهور دی نیولی دی. خیبر زیاتوي، ملک اکبر یې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو خلاف کړنو له امله نیولی او محکمې ته یې سپارلی دی ترڅو خپله سزا وویني.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف خیبر نن شنبه، د لیندۍ ۸مه په اېکس خواله رسنۍ لیکلی:« نوموړی سپینږیري د ټولو اسلامي او اخلاقي ارزښتونو خلاف داسې کړنې ترسره کولې چې اصلا لوی جرم بلل کیږي.»

نوموړي خبردارۍ ورکړی، چې هر څوک ورته اقدام وکړي سزا به وویني.

طالبانو د ملک کاکا جبري اخیستل شوې ویډیو هم خپره کړې ده، چې ورته یې لیکلی، ملک اکبر، پر ټولنیزو رسنیو کې غیر اخلاقي او نامناسبې ویډیوګانې خپرولې خو اوس په یوه تازه ویډيو کې ملک کاکا د خپلو کړنو په تړاو پښېماني ښيي.

ملک اکبر د طالبانو له خوا د نیول کېدو وروسته په ویډیو کې وايي، چې نوموړی د لوګر محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او دی په یوټیوپ او ټیکټاک کې فعالیت درلود خو هغه له خلکو غوښتنه کړې، چې په ټیکټاک کې ناسمې خبرې ناروا دي او هغه له خپلو کړنو بښنه غوښتې ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر د دې ډلې ټولو غړو ته ویلي، چې د هر ډول تور پر مهال باید له تورن څخه ویډيو یا عکس وانه خیستل شي او هېڅکله هم په خواله رسنیو کې خپاره نه شي؛ خو بیا هم داسې ښکاري چې د طالبانو مشر ته د تر ټولو منلي وزارت یعنې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کارکوونکي یادې سپارښتنې ته چندان پام نه کوي او له تورونو او نورو رسنیزو فعالینو ویډیوګانې اخلي او بیا یې خپروي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبانو تردې وړاندې هم په کابل او ځینو ولایتونو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه ټېکټاک فعالان نیولي او له هغوی څخه یې په ټېکټاک کې د فعالیت نه کولو اعترافونه اخېستي دي.

تېره ورځ له ۴زرو زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران نه ستانه شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۵ GMT+۰
تېره ورځ له ۴زرو زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران نه ستانه شوي
100%

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې یوازې د جمعې په ورځ له بېلابېلو لارو ۴،۱۸۶ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې دوی ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نږدې ۸،۱۶۶،۰۰۰ افغانیو نغدي مرستې هم وېشل شوې دي.

د دغه کمېسیون راپور له مخې، په هرات کې د اسلام‌کلا له لارې ۲۹ کورنۍ چې شمېر یې ۱۰۸ تنه و، ثبت شوې دي. په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۴۷ کورنۍ (۲۰۲ تنه) او همدارنګه ۱،۷۰۷ تنه مساپر هېواد ته داخل شوي دي.

په کندهار کې له سپین بولدک لارې څخه بیا ۲۵۳ کورنۍ (۱،۵۱۸ تنه) کیږي ستانه شوي او نورو ولایتونو ته خوندي لېږدول شوې دي. بل پلو په ننګرهار کې د تورخم له لارې ۱۴۳ کورنۍ (۷۵۸ تنه) ثبت شوې او ۱۶۳ کورنۍ (۸۸۷ تنه) نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.

همدارنګه په هلمند کې ۴۲ کورنۍ (۲۶۴ تنه) ثبت شوې او ۷۳ کورنۍ (۵۰۲ تنه) لښکرګاه او ګرمسېر ته انتقال شوي دي.

د کمېسیون د راپور له مخې، ټولو راستنو شویو کسانو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدو، د اسلامي نظام د قوانینو، د مهاجرت د اصولو، ښوونې او روزنې او د صبر او زغم په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی، څو د هغوی د بیا استقرار پروسه په اسانۍ او امن سره پرمخ ولاړه شي.