• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ له ۴زرو زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران نه ستانه شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۵ GMT+۰

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې یوازې د جمعې په ورځ له بېلابېلو لارو ۴،۱۸۶ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې دوی ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نږدې ۸،۱۶۶،۰۰۰ افغانیو نغدي مرستې هم وېشل شوې دي.

د دغه کمېسیون راپور له مخې، په هرات کې د اسلام‌کلا له لارې ۲۹ کورنۍ چې شمېر یې ۱۰۸ تنه و، ثبت شوې دي. په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۴۷ کورنۍ (۲۰۲ تنه) او همدارنګه ۱،۷۰۷ تنه مساپر هېواد ته داخل شوي دي.

په کندهار کې له سپین بولدک لارې څخه بیا ۲۵۳ کورنۍ (۱،۵۱۸ تنه) کیږي ستانه شوي او نورو ولایتونو ته خوندي لېږدول شوې دي. بل پلو په ننګرهار کې د تورخم له لارې ۱۴۳ کورنۍ (۷۵۸ تنه) ثبت شوې او ۱۶۳ کورنۍ (۸۸۷ تنه) نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.

همدارنګه په هلمند کې ۴۲ کورنۍ (۲۶۴ تنه) ثبت شوې او ۷۳ کورنۍ (۵۰۲ تنه) لښکرګاه او ګرمسېر ته انتقال شوي دي.

د کمېسیون د راپور له مخې، ټولو راستنو شویو کسانو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدو، د اسلامي نظام د قوانینو، د مهاجرت د اصولو، ښوونې او روزنې او د صبر او زغم په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی، څو د هغوی د بیا استقرار پروسه په اسانۍ او امن سره پرمخ ولاړه شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د زېلنسکي د دفتر رییس او د اوکراين د سولې د خبرو مخکښ استازي له دندې استعفا وکړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۰
د زېلنسکي د دفتر رییس او د اوکراين د سولې د خبرو مخکښ استازي له دندې استعفا وکړه
100%

د اوکراين د ولسمشر دفتر مشر اندرې یرماک چې د امريکا په ملاتړ د سولې د خبرو د اوکراينی پلاوي مشري یې کوله، له دندې استعفا کړې ده. دا استعفا هغه مهال وشوه چې د اوکراين د فساد ضد ادارې پلټونکو د هغه کور وپلټه.

د رسنيو د راپورونو له مخې، یرماک د لیندۍ په ۷مه نېټه تاييد کړه چې د هغه اپارتمان پلټل شوی دی او ويې ويل چې له دولتي چارواکو سره پوره همکاري کوي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ به د یرماک د ځای ناستي په اړه پرېکړه وکړي.

د یرماک استعفا په داسې وخت کې کېږي چې د اوکراين د لوړپوړو چارواکو د پراخ فساد په اړه پلټنې روانې دي.

تر دې وړاندې، د لړم په ۲۴مه نېټه فایننشال ټایمز راپور ورکړی و چې د اوکراين قانون پلي کوونکو ځواکونو په کېیف کې لسګونه پلټنې ترسره کړې دي. د دې پلټنو پر مهال هغوی هغه اپارتمان ته هم ورغلي چې د سرو زرو تشناب لري. همدارنګه د نغدو پيسو ډکې بوجۍ او د چارواکو غږیزې ثبتونه چې د پيسو مینځلو په اړه خبرې په‌کې کېږي، خپرې شوې دي.

په وروستيو اونیو کې دغو پېښو د خلکو سخت غبرګون راوپاروه او د زېلنسکي حکومت یې له هغه وروسته له تر ټولو ستر فساد جنجال سره مخ کړ چې دی ولسمشر شوی دی. زېلنسکي د جمعې په ورځ په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: «روسیه ډېرې هلې ځلې کوي چې اوکراين کومه تېروتنه وکړي. زموږ له لوري هېڅ تېروتنه نه کېږي. زموږ کار روان دی».

یرماک؛ د زېلنسکي د کلونو پخوانی نږدې ملګری

۵۴ کلن یرماک د هغه وخت راهيسې د اوکراین د ولسمشر نږدې ملګری و چې زېلنسکي د ټلوېزيون چلوونکي او ممثل په توګه کار کاوه. هغه د زېلنسکي د ۲۰۱۹ کال په ټاکنيز کمپاين کې مهم رول لوبولی و. یرماک تر اوسه په رسمي ډول په کوم جرم نه دی تورن شوی، خو د جګړې له پېلېدو راهيسې د اوکراين د تر ټولو ستر سياسي کړکېچ په منځ کې، د پارلمان مخالفو غړو او د زېلنسکي د خپلې ډلې ځينو کسانو د هغه د لېرې کولو غوښتنه کړې وه.

د اوکراين د ملي فساد ضد ادارې او د فساد ضد ځانګړې څارنوالۍ ويلي چې دغه پلټنې «قانوني» دي او د قضايي څېړنو په چوکاټ کې ترسره کېږي. د همدې مياشتې په سر کې، دې دوو ادارو د ۱۰۰ مېليونه ډالرو د بډو يو لوی پلټنیز راپور خپور کړ چې د دولتي اټومي انرژۍ په شرکت کې د فساد د تورونو په اړه و. په دې قضيه کې د پخوانيو لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د زېلنسکي یو پخوانی سوداګریز شریک هم تورن بلل شوی.

د حکومت د مخالفې ډلې د «اروپايي یووالي ګوند» د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې د یرماک د لېرې کولو، د سولې له مذاکراتي ډلې د هغه د ایستلو، د نوې ایتلافي حکومت د جوړېدو او له زېلنسکي سره د خبرو غوښتنه کړې وه.

په اعلاميه کې راغلي و: «د سولې مساله او د اوکراينيانو برخليک د هغو سیاستوالو له شخصي کمزوریو او داغمن اعتبار سره چې نه‌شي تړل کېدای چېپه فساد کې ښکېل دي».

د جګړې پر ډګر د روسيې پرمختګ او د سولې د فشار زیاتوالی

د امريکا له لوري د سولې د هڅونې فشار په داسې وخت کې زيات شوی چې روسي پوځيان د جګړې په څو برخو کې پر مخ ځي. مسکو اعلان کړی چې ځواکونه یې د ختيځ اوکراين د پکروفسک ښار د نيولو هڅه کوي. که دا ښار ونیول شي نو دا به د تېرو دوو کلونو تر ټولو ستره بريا وي.

د پنج‌شنبې په ورځ، د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين وويل چې د امريکا ۲۸ ماده‌یيزه د سولې طرحه چې تېرې اونۍ خپره شوه، د راتلونکو موافقو «بنسټ» کېدای شي. هغه له اوکراين نه وغوښتل چې خپل ځواکونه له هغو ختيځو سيمو وباسي چې د کېیف تر واک لاندې دي، څو مسکو جګړه ودروي.

خو یرماک د دې اوونۍ په اوږدو کې م«اېټلانټیک مجلې» ته ويلي و: «هیڅ څوک دې دا هیله نه کوي چې موږ به له خپل وطن لاس‌ په سر شو».

له فساد سره مبارزه؛ د اروپايي ټولنې غړيتوب ته اړينه هڅه

د فساد پر ضد د پام وړ پرمختګ ښودل د اوکراين د اروپايي ټولنې د غړيتوب د غوښتنې يوه مهمه برخه ده. اوکرايني چارواکي دا غړيتوب د روسيې له اغېزې د وتلو لپاره حياتي بولي. د اروپايي کميسيون وياند د یرماک د استعفا له اعلان مخکې وويل چې بروکسل به «له نږدې د وضعيت څارنه» کوي.

په اوکراين کې دا دواړه فساد ضد ادارې د روسي يرغل له پيل راهیسې خپلې هڅې زياتې کړې دي، خو وايي چې پر هغوی فشار هم ډېر شوی دی.

زېلنسکي تېر کال د لنډې مودې لپاره د دغو ادارو خپلواکي محدود کړه، خو د ولسي اعتراضونو او د نړۍوالو شریکانو د نيوکو وروسته یې دا پرېکړه بېرته لغوه کړه.

طالبانو اسلام‌کلا کې نږدې ۱۰۰ټنه ناقانونه او بې‌کیفیته تېل له‌منځه وړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۰
طالبانو اسلام‌کلا کې نږدې ۱۰۰ټنه ناقانونه او بې‌کیفیته تېل له‌منځه وړي
100%

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، د هرات د اسلام‌کلا په سرحدي ګمرک کې یې شاوخوا ۱۰۰ټنه قاچاقي او بې‌کیفیته پټرول او ډیزل د دوی محکمې له پرېکړې وروسته د اړوندو ادارو په حضور کې له‌منځه یوړل شول.

د طالبانو د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه تېل د قاچاق کوونکو له لوري په بېلابېلو وختونو کې د سوداګریزو موټرو په وسیله په پټه افغانستان ته راوړل شوي وو، چې د ګمرک چارواکو له‌خوا یې د نیولو ترڅنګ لابراتواري معاینه ترسره شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ازموینو پایلو ثابته کړه چې دغه تېل بې‌کیفیته دي او د کارولو وړتیا نه لري، چې له همدې امله یې د له منځه وړلو پرېکړه وشوه. همدا راز ویل شوي چې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې سوداګریز توکي په دقیق ډول معاينه کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي: «هیڅ شخص یا ډلې ته اجازه نه ورکول کېږي چې بې‌کیفیته یا ممنوعه توکي هېواد ته وارد یا له هېواده صادر کړي».

د طالبانو مالیې وزارت ټینګار کړی چې د قاچاق او بې‌کیفیته موادو پر وړاندې د مبارزې لړۍ به دوام ولري.

د ایران او افغانستان سوداګریزې خونې مشر: تهران باید د کابل اقتصادي فرصتونو نه ګټه واخلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۰
د ایران او افغانستان سوداګریزې خونې مشر: تهران باید د کابل اقتصادي فرصتونو نه ګټه واخلي
100%

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې مشر محمود سیادت ویلي چې که تهران نن د کابل د اقتصادي فرصتونو د جذب لپاره اقدام ونه کړي، سبا به دغه بازار د نړۍوالو سیالانو لاس ته ولویږي. هغه وایي، اوس د افغانستان اقتصادي پسرلی دی چې د فني، انجینرۍ او کاني برخو لپاره غوره فرصتونه لري.

محمود سیادت په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان د بنسټیزو جوړښتونو د کمزورتیا او نړۍوالې انزوا له امله نړۍوال شرکتونه په دې هېواد کې کم فعالیت لري، چې دا وضعیت د ایران د شرکتونو، په ځانګړې توګه د فني او انجینري خدماتو د عرضه کوونکو لپاره فرصتونه رامنځته کړي دي.

سیادت زیاته کړې:«افغانستان کې امنیت تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او په ځانګړې توګه د معدني ظرفیتونو پراخ فرصتونه شته چې د ګډو پانګونو له لارې یې ګټه اخیستلای شو».

نوموړي د فرصت د ضایع کېدو په اړه خبرداری ورکوي او زیاتوي:«د افغانستان اقتصادي بهار اوس دی، که نن اقدام ونه کړو، لکه نورو بازارونو به وروسته افسوس وکړو، فرصتونه همدا اوس شته او سبا به نه وي».

سیادت په دې هم ټینګار کړی چې نړۍوال سیالان د افغانستان په بازار کې فعالیت زیاتوي. د هغه په وینا، د قطر، ترکیې او چین شرکتونه په دې هېواد کې پراخه حضور لري، حتی داسې هېوادونه لکه ازبکستان چې مخکې نه وو، اوس د شمالي ولایتونو په بازار کې فعال شوي دي.

د سوداګرۍ پر وړاندې اصلي خنډ د مالیاتو او دولتي ملاتړ نه شتون دی.

سیادت وویل:«د ایران فني او انجینري خدمات په افغانستان کې د مالیې او جریمې له کبله د ثبت او رسمي فعالیت لپاره ستونزې لري، ډېری کسان ترجیح ورکوي فعالیتونه ثبت نه کړي، چې په پایله کې بانک معلومات نلري او د اړتیا وړ خدمات معلوم نه دي».

سیادت د دې ستونزو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د ایرانی پانګوالو د مشورې لپاره په کې د کابل د سوداګرۍ دفتر جوړول ، له افغانستان سره د دولت په کچه خبرې، د صادراتو د پراختیا صندوق ملاتړ، د دوغارون او سیستان ځانګړو سیمو کې پانګونه، او د فعالیتونو لپاره د ارز بیرته راستنولو معافیت شامل دي.

سیادت ټینګار کړی:«د دې طلایي فرصت د ګټې اخیستلو لپاره هم دولت باید ملاتړ زیات کړي او هم خصوصي سکتور باید د خطر منلو ظرفیت لوړ کړي، افغانستان ته اوس د ماشینونو، مشورې او فني او انجینري خدماتو اړتیا ده او موږ توان لرو چې دغه بازار په ښه توګه ونیسو».

له بلې خوا، د ایران او طالبانو د سوداګرۍ ګډې ناستې په ترڅ کې د ایران د خراسان رضوي ولايت والي د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي زراعتي همکارۍ ماډل جوړولو اهمیت یاد کړ، چې د ایران له فني او تجهیزاتي ملاتړ سره به نه یوازې په افغانستان کې د کار فرصتونه زیات شي، بلکې د ایران د سرحدي ولایتونو اړتیاوې به هم پوره شي.

متقي د ترکیې شارژدافیر سره په کابل کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه کتلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۰
متقي د ترکیې شارژدافیر سره په کابل کې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه کتلي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ترکیې له شارژدافیر او د سفارت سلاکار جنک اونال سره د هغه د ماموریت په پای کې په کابل کې لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا پر مهمو مسایلو یې خبرې کړي دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیاسي او اقتصادي همکارۍ د پراختیا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د کوربتوب په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي د ترکیې د حکومت د هڅو مننه وکړه او ویې ویل:«موږ د ټولو هڅو لپاره د ترکیې هېواد منندوی یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب یې وکړ.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د ترکیې شارژدافیر جنک اونال چې ماموریت یې په افغانستان کې پای ته رسېدلی، د طالب چارواکو له ملاتړ او همکاریو څخه خوشحالي وښوده. د هغه له قوله لیکل شوي:«زه خوشاله یم چې خپل ماموریت مې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره په ښه توګه بشپړ کړ».

د خبرپاڼې له مخې، مولوي متقي د اونال د خدمتونو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه یې هغه ته د راتلونکو ماموریتونو لپاره بریاوې وغوښتې.

طالبانو له اندونیزیا نه د علمي او کلتوري همکارۍ غوښتنه کړې

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۹ GMT+۰
طالبانو له اندونیزیا نه د علمي او کلتوري همکارۍ غوښتنه کړې
100%

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریی رفیع الله صمیم په کابل کې د اندونیزیا سفارت شارژدافیر ډاکټر نندا ایوالیست، سره په کتنه کې د افغانستان او د یاد هېواد ترمنځ د دوامدارو علمي او کلتوري همکاریو غوښتنه کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان عامه کتابتونونو د فعالیتونو د ملاتړ او د کلتوري پروګرامونو د پراختیا پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د عامه کتابتونونو رییس رفیع الله صمیم په خبرو کې د اندونیزیا د ملاتړ مننه وکړه او وویل:«موږ د لا زیاتو او دوامدارو همکاریو د پراختیا غوښتونکي یو، څو زموږ کتابتونونه د علمي او فرهنګي پروګرامونو په برخه کې پیاوړي شي».

د خبرپاڼې له مخې، د اندونیزیا سفارت شارژدافیر، ډاکټر نندا ایوالیست هم په دې لیدنه کې ډاډ ورکړ چې هېواد یې به د څېړنیزو او کلتوري پروګرامونو د ترسره کولو او د عامه کتابتونونو د تجهیز په برخه کې پوره همکاري وکړي.

نوموړي ویلي: «موږ ژمنه کوو چې له افغانستان سره د علمي او کلتوري همکارۍ په برخه کې ملاتړ وکړو او د دغه ریاست د پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړو».

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د دواړو هېوادونو استازو د علمي او کلتوري تجربو پر شریکولو او د کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د اندونیزیا له لوري د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست ته یو پايه اسکنر ډالۍ شو.