• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو د پاکستان ۲۷ اساسي تعدیل د قضا د خپلواکۍ او بشري حقونو لپاره ګواښ بللی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړي کمیشنر وولکر تورک خبرداری ورکړی چې د پاکستان د ۲۷م اساسي تعدیل له امله د قضا خپلواکي جدي زیانمنه شوې او د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو ساتنې په برخه کې جدي اندېښنې راپورته شوې دي. هغه ټینګار کړی، چې دا په قضا کې سیاسي مداخلې ته لاره اواروي.

تورک د شنبې په ورځ وویل، چې د نومبر په ۱۳مه تصویب شوي تعدیلات د فدرالي اساسي محکمې (FCC) لپاره ځانګړي واکونه ټاکي، چې مخکې د سترې محکمې په واک کې وو. د قاضیانو د ټاکنې، ترفیع او لیږد سیستم بدل شوی او لومړی رییس او قضات د ولسمشر په مشورې د لومړي وزیر له خوا ټاکل شوي دي.

هغه دا اقدامات د قضا د خپلواکۍ د ټیټیدو او د سیاسي نفوذ د پراخېدو له اړخه خطر بللي دي.

هغه همدارنګه وویل: «د قضا خپلواکي یوه اساسي برخه دا ده چې محکمه د حکومت له سیاسي مداخلې څخه خوندي وي. که قاضیان خپلواک نه وي، تجربه ښيي چې دوی د قانون د مساوي پلي کولو او د بشري حقونو د خوندي کولو په برخه کې د سیاسي فشار پر وړاندې مبارزه کې ستونزې لري».

دغه تعدیل د پوځ د قوماندې جوړښت هم بدل کړی او د اردو مشر به هم د دفاعي ځواکونو مشروي او د ګډو ځواکونو د مشرموقف لغوه شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې ویلي، چې د هېواد دریځ او ځمکني واقعیتونه د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې نه دي څرګند شوي او ټینګار یې کړی چې «د پارلمان له لوري تصویب شوي تعدیلات د پاکستان له اساسي قانون سره سم ترسره شوي».

پر دغو تعدیلاتو د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو هم خپل اعتراض کړی او دا یې د قضا د محدودولو او د پوځ مشر ته د ډېرو صلاحیتونو د لېږد لامل ګڼلي دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

سی‌بي‌اېس نیوز: د امریکا په شمالي کلفرونیا کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۰
سی‌بي‌اېس نیوز: د امریکا په شمالي کلفرونیا کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي
100%

سی‌بي‌اېس نیوز خبر ورکړی چې د امریکا د کلفرونیا ایالت شمال کې د سټاکټن ښار په یوې کورنۍ مېله کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د بریدګر هویت لا نه دی څرګند شوی او د راپورونو له مخې هغه له سیمې تښتېدلی دی.

د سن‌خواکین ولسوالۍ د پولیسو ویاندې هېدر برنټ خبریالانو ته ویلي چې ډزې د شنبې په ورځ د ماښام شاوخوا شپږو بجو پر مهال د یو مېلمستون په تالار کې شوې دي. د هغې په وینا، د پېښې قربانیان له ځوانانو نیولې تر لویانو پورې دي.

هغې زیاته کړې چې تر اوسه په دې تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي او نه هم د شکمن کس په اړه کوم څرګند معلومات یا یې د برید په تړاو احتمالي انګېزه شته. د سټاکټن د ښاروالۍ مرستیال جېسن لي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې ډزې «د یو ماشوم د زېږون د جشن» پر مهال شوې دي.

د کلفرونیا پولیسو مخکې هم تایید کړې وه چې د جمعې په ورځ د سن‌خوزه ښار په یوه پلورنځي کې ډزې شوې وې. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي وو. د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس په راپور کې راغلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

درې ورځې وړاندې هم په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو ډزې شوې وې چې په پایله کې یو تن د سختو ټپونو له امله ژوند بایللی دی.

د اوکراین په کېیف اوبلاست کې د روسیې ډرون بریدونو یو تن وژلی او ۱۱ کسان یې ټپیان کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۳ GMT+۰
د اوکراین په کېیف اوبلاست کې د روسیې ډرون بریدونو یو تن وژلی او ۱۱ کسان یې ټپیان کړي
100%

د اوکراین سیمه‌ییز چارواکي وايي، روسیې د نومبر پر ۳۰مه د شپې له خوا پر کېیف اوبلاست ډرون برید کړی چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی اود یو ماشوم په ګډون ۱۱ نور ټپیان دي.

د کېیف د پوځي ادارې مشر میکولا کلاشنېک د روسیې له خوا ددغه تازه برید په اړه ویلي چې په ویشهوروډ ولسوالۍ کې یوې لوړ پوړیزې استوګنیزې ودانۍ اور اخیستی او یو شخصي کور په بشپړ ډول له‌منځه تللی دی.

د نوموړي په وینا، د پېښې له ځایه شپږ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او د ژغورنې ډلې، ډاکټران او رواني متخصصین اوس هم د قربانیانو او سیمه‌والو د مرستې لپاره په سیمه کې دي.

د اوکراین چارواکي زیاتوي چې روسیې په وروستیو اونیو کې د کېیف پر ښار او اوبلاست بریدونه زیات کړي دي. یوازې د پرون ورځې د ډرونونو او توغندیو ګډ برید دوه کسان وژلي، ۳۸یې ټپیان کړي او د پلازمېنې شاوخوا نیمايي برخه یې له برېښنا محرومه کړې وه.

امریکا په تاوتریخجنو پېښو کې د ۷ نورو «مجرم» افغانانو نوملړ اعلان کړ

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰
امریکا په تاوتریخجنو پېښو کې د ۷ نورو «مجرم» افغانانو نوملړ اعلان کړ
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت په دغه هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو د دوو افغانانو له نیول کېدو وروسته په تاوتریخجنو پېښو کې د ښکېلو ۷ نورو افغانانو نوملړ هم اعلان کړ. دغه وزارت ویلي، امریکا باید د هغو خلکو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ نه‌شي چې هلته باید نه‌وای.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن کې سپنې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ پر ځواکونو وسله‌وال برید وکړ او له امله یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل ټپي شو او په‌خپله یې هم ځای پر ځای ونیول شو.

له دغې پېښې یوه ورځ مخکې، د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د امریکا د کورني امنیت وزارت له‌خوا د «ترهګریز ګواښ» په تړاو نیول شوی و.

له دغو پېښو وروسته د امریکا د کورني امنیت وزارت د یکشنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۹مه) په خپله اېکس پاڼه په تاوتریخجنو پېښو کې د ۷ نورو ښکېلو افغانانو نوملړ اعلان کړ.

په دې نوملړ کې یو یې جمال ولي دی. دی د جوبایډن د حکومت پر مهال د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته لېږدول شوی او د ویرجینیا په فیرفکس کې د ټرافیک له لوري تر درول کېدو او لفظي شخړې وروسته پر ځایي پولیسو ډزې وکړې او دوه یې ټپيان کړل او په‌خپله یې هم په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

جمال ولي
100%
جمال ولي

په دې نوملړ کې دوه نور کسان عبدالله حاجي‌‌زاده او ناصر احمد توحیدي نومونه راغلي او پر دوی تور دی، چې غوښتل یې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ په اوکلاهوما ښار کې «ترهګریز» برید وکړي، خو تر هغې مخکې ونیول شول او بیا محاکمه شول. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، دغو کسانو له داعش سره د وفادارۍ لوړه هم کړې وه.

عبدالله حاجي‌‌زاده او ناصر احمد توحیدي
100%
عبدالله حاجي‌‌زاده او ناصر احمد توحیدي

د محمد خاروین په نوم یو بل افغان هم په دې نوملړ کې راغلی او د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، نوموړی د «ترهګرۍ په څار لېست» کې و او په ۲۰۲۴ کال کې ونیول شو او د بایډن ادارې تر نیول کېدو وروسته ازاد کړ، خو بیا ځلي د ټرمپ د ادارې پر مهال ونیول شو.

محمد خاروین
100%
محمد خاروین

په دې نوملړ کې د جاوېد احمدي په نوم د یوه بل افغان نوم هم راغلی او د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، دی یو ناقانونه کډوال و او پر دویمې درجې برید محکوم شو، په ۲۰۲۵ کال کې د ټرمپ د حکومت پر مهال ونیول شو.

جاوېد احمدي
100%
جاوېد احمدي

د بهرالله نوري او ذبیح‌الله محمد په نومونو دوه نور افغانان بیا په دې نوملړ کې دي او د جنسي تیريو په جرم بندیان دي.

بهرالله نوري
100%
بهرالله نوري
ذبیح‌الله محمد
100%
ذبیح‌الله محمد

د امریکا د کورني امنیت وزارت زیاته کړې: «دا یوازې یو څو مجرمین دي چې ویل کېږي د بایډن ادارې له‌خوا په بشپړ ډول ارزول شوي دي. امریکاییان اړتیا نه‌لري چې د هغو کسانو له تاوتریخوالي سره مخ شي چې باید دلته هېڅکله هم نه وای.»

دغه وزارت خبرداری ورکړی: «موږ به یې بېرته واستوو.»

د امریکا په پلازمېنه کې د یوه افغان پناه غوښتونکي رحمان‌الله لکڼوال له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو له برید وروسته په امریکا کې پر مېشتو افغان کډوالو محدودیتونه ډېر شوي او ان د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر هم وځنډاوه.

په امریکا کې شاوخوا ۱۰ ماشومان د کرونا ویروس واکسین له ترلاسه کولو وروسته مړه شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰
په امریکا کې شاوخوا ۱۰ ماشومان د کرونا ویروس واکسین له ترلاسه کولو وروسته مړه شوي
100%

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د طبي چارو مشر ویلي، چې لږترلږه ۱۰ ماشومان ښایي د کووېډ-۱۹ واکسین له ترلاسه کولو او د زړه د التهاب له رامنځته کېدو وروسته مړه شوي وي. رویټرز د نوموړي له قوله ویلي، دا اداره به یې تایید کړي چې واکسینونه د یاد شمېر ماشومانو د مړینې لامل شوي دي.

وینای پرساد د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷ مه) څرګنده کړې: «دغه مړینې له واکسیناسیون سره تړاو لري.»

په دې یادښت کې د واکسین جوړونکو شرکتونو نومونه او د ماشومانو د مړینې دقیق وخت نه دی بیان شوی.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۰ له جنوري څخه د ۲۰۲۳ تر جون پورې لږ تر لږه ۱۰۷۱ ماشومان چې عمرونه یې د ۵ او ۱۸ کلونو تر منځ وو، د کووېد–۱۹ له امله مړه شوي دي.

که څه هم ډېری متخصصان د کوویډ-۱۹ واکسینونه اغېزمن ګڼي، پرساد په خپل نوي یادښت کې لیکلي، چې د دې پوهېدو لپاره هېڅ لاره نشته چې ایا د واکسین ګټې د زیانونو څخه ډېرې دي او که نه.

هغه ویلي، چې د واکسینونو د څار بهیر به لا سخت کړي.

د امریکا د روغتیا وزیر رابرټ اېف کینېډي جونیور د حکومت تګلاره د کووېډ واکسینونو په اړه په څرګند ډول بدله کړې او د واکسین لاسرسی یې یوازې هغو کسانو ته محدود کړی، چې عمر یې له ۶۵ پورته او یا د خطرناکو ناروغیو سابقه لري.

کېم جونګ اون: هوايي ځواک باید د دوښمنانو هر ډول جاسوسي او پوځي پارونې په کلکه مهار کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۰
کېم جونګ اون: هوايي ځواک باید د دوښمنانو هر ډول جاسوسي او پوځي پارونې په کلکه مهار کړي
100%

د شمالي کوریا مشر د هوايي ځواک د اتیايمې کلیزې په نمانځنه کې وویل، چې د هېواد هوايي ځواک به د اټومي جګړې د مخنیوي ځواک په ترسره کولو کې مهم رول ولري. په دې مراسمو کې چې د هغه لور هم ګډون کړی و، بې پېلوټه الوتکې، توغندیز سیستمونه او پرمختللې الوتکې نندارې ته وړاندې شوې.

د رودونګ سینمون دولتي ورځپاڼې له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي، چې کېم جونګ اون د بې پېلوټه الوتکو او د توغندیو د ګرځنده توغولو سیستمونو څارنه کوي.

یوه اوکرایني استخباراتي چارواکي مخکې رویټرز ته ویلي و، چې شمالي کوریا د وړو، لنډ واټن لرونکو ډرونونو د ډله‌ییز تولید او همدارنګه د منځني واټن ډرونونو تولید پیل کړی دی.

د دولتي رسنیو د انځورونو له مخې، کېم جونګ اون او د هغه لور دواړو د څرمن اوږده کوټونه اغوستي وو او د هوایي الوتکو له نندارتون یې لیدنه وکړه، چې پکې د هوا څخه د خبردارۍ الوتکه هم شامله وه، کومه چې شمالي کوریا سږکال معرفي کړې وه.

کېم ویلي: «هوايي ځواک باید د دوښمنانو هر ډول جاسوسي او احتمالي پوځي پارونې په کلکه دفع او مهار کړي.»

هغه زیاته کړه، چې هوايي ځواک ته به نوي ستراتیژیک وسایل ورکړل شي، خو نور جزییات یې ونه ویل.

د شمالي کوریا مشر ټینګار وکړ، چې د هېواد د هوايي ځواک راتلونکی د اټومي جګړې د مخنیوي د ظرفیت په لوړولو کې مهم رول لوبوي او دغه برخه کې سترې پانګونې روانې دي.