• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کېم جونګ اون: هوايي ځواک باید د دوښمنانو هر ډول جاسوسي او پوځي پارونې په کلکه مهار کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د شمالي کوریا مشر د هوايي ځواک د اتیايمې کلیزې په نمانځنه کې وویل، چې د هېواد هوايي ځواک به د اټومي جګړې د مخنیوي ځواک په ترسره کولو کې مهم رول ولري. په دې مراسمو کې چې د هغه لور هم ګډون کړی و، بې پېلوټه الوتکې، توغندیز سیستمونه او پرمختللې الوتکې نندارې ته وړاندې شوې.

د رودونګ سینمون دولتي ورځپاڼې له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي، چې کېم جونګ اون د بې پېلوټه الوتکو او د توغندیو د ګرځنده توغولو سیستمونو څارنه کوي.

یوه اوکرایني استخباراتي چارواکي مخکې رویټرز ته ویلي و، چې شمالي کوریا د وړو، لنډ واټن لرونکو ډرونونو د ډله‌ییز تولید او همدارنګه د منځني واټن ډرونونو تولید پیل کړی دی.

د دولتي رسنیو د انځورونو له مخې، کېم جونګ اون او د هغه لور دواړو د څرمن اوږده کوټونه اغوستي وو او د هوایي الوتکو له نندارتون یې لیدنه وکړه، چې پکې د هوا څخه د خبردارۍ الوتکه هم شامله وه، کومه چې شمالي کوریا سږکال معرفي کړې وه.

کېم ویلي: «هوايي ځواک باید د دوښمنانو هر ډول جاسوسي او احتمالي پوځي پارونې په کلکه دفع او مهار کړي.»

هغه زیاته کړه، چې هوايي ځواک ته به نوي ستراتیژیک وسایل ورکړل شي، خو نور جزییات یې ونه ویل.

د شمالي کوریا مشر ټینګار وکړ، چې د هېواد د هوايي ځواک راتلونکی د اټومي جګړې د مخنیوي د ظرفیت په لوړولو کې مهم رول لوبوي او دغه برخه کې سترې پانګونې روانې دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د اندونیزیا او تایلنډ د سېلابونو د مرګ‌ژوبلې شمېر له ۴۶۰ کسانو اوښتی دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۰
د اندونیزیا او تایلنډ د سېلابونو د مرګ‌ژوبلې شمېر له ۴۶۰ کسانو اوښتی دی
100%

د اندونیزیا د ناورین مدیریت ملي ادارې مشر سوهاریانتو ویلي، چې د سختو بارانونو له امله د سوماترا په ټاپو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمېر ۳۰۳ کسانو ته رسېدلی دی. په تایلنډ کې هم د سېلابونو د مړو شمېر ۱۶۲ کسانو ته لوړ شوی دی.

سوهاریانتو د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) وویل، لا هم لږ تر لږه ۲۷۹کسان په اندونیزیا کې لادرکه دي او شاوخوا ۸۰زره کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې سلګونه کسان لا هم د اندونیزیا په لوېدیځ کې د سوماترا ټاپو په درېیو ولایتونو کې بند پاتې دي.

تر دې مخکې په اندونیزیا کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۱۷۴تنه اعلان شوی و.

هم مهاله په تایلنډ کې د حکومت ویاند سیریپونګ انګکاساکولکیت وویل، چې د دغه هېواد په سوېل کې د سېلابونو د مړو شمېر ۱۶۲کسانو ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې دا شمېر تر دې وړاندې ۱۴۵تنه راپور شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره یوه اوونۍ کې د اندونیزیا، مالیزیا او تایلنډ پراخو سیمو کې سخت بارانونه او سېلابونه شوي.

د اسراییل د بریدونو له امله په غزه کې د مړو شمېر له ۷۰زرو تنو اوښتی دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۰
د اسراییل د بریدونو له امله په غزه کې د مړو شمېر له ۷۰زرو تنو اوښتی دی
100%

د غزې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې د فلسطینانو د مړو شمېر ۷۰زره او ۱۰۰ ته رسېدلی. په ورته وخت کې ناصر روغتون د غزې په سوېل کې د اسراییل په بریدونو کې د دوو ماشومانو د مړینې راپور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اکټوبر په ۱۰مه د وروستي اوربند له پلي کېدو وروسته د اسراییل په بریدونو کې د فلسطینیانو د وژنې راپورونه لا هم خپرېږي. اسراییل ادعا کوي، چې دا بریدونه د «اوربند سرغړونو» په غبرګون کې ترسره کېږي.

جګړه د ۲۰۲۳کال د اکټوبر په ۷مه د اسراییل په سوېلي برخه کې د حماس له برید سره پیل شوه، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او د حماس جنګیالیو ۲۵۰ یرغمل ونیول. نږدې ټول یرغمل شوي کسان یا د دوی جسدونه اوس بېرته اسراییل ته سپارل شوي دي.

د ناصر روغتون کارکوونکي چې د وژل شویو ماشومانو جسدونه یې ترلاسه کړي وايي، دا جسدونه د اتو او ۱۱ کلونو دوو وروڼو دي، چې د بې‌ ځایه شویو یو پناه‌ ځای ته نږدې د یوه اسراییلي ډرون په برید کې وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي، دوه داسې کسان یې وژلي چې د دوی تر واک لاندې سیمې ته ورننوتي وو او «شکمنې کړنې» یې کولې.

د پوځ په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې ایا دا کسان ماشومان وو که لویان. اسراییل د غزې په سوېل کې په یوه جلا پېښه کې د یو بل کس د مړینې راپور هم ورکړ.

د اکټوبر په ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې لږترلږه ۳۵۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي او حماس د شنبې په ورځ له منځګړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې په اسراییل فشار راوړي څو بریدونه ودروي.

ونزویلا د ټرمپ څرګندونې «استعماري ګواښ» وبللې

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۰
ونزویلا د ټرمپ څرګندونې «استعماري ګواښ» وبللې
100%

ونزویلا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د دې هېواد د هوايي حریم د بشپړ تړلو غوښتنه یې کړې وه، په سختو ټکو غندلې دي او هغه یې «استعماري او تېری کوونکی ګواښ» بللی دی.

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې کې ویلي، چې د ټرمپ څرګندونې د ونزویلا د ملي حاکمیت د نقض هڅه ده او دا اقدام یې «تحریک کوونکی، غېرقانوني، تېری کوونکی او د نه منلو وړ» بللی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو شبکو کې ویلي دي، چې د ونزویلا هوایي حریم او شاوخوا سیمې باید د نشه‌یي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره تړل شوي وګڼل شي.

خبرپاڼه زیاتوي: «ونزویلا دغه استعماري ګواښ په کلکه غندي. د هېواد هوايي حریم ته باید درناوی وشي او موږ هېڅ ډول بهرنی ګواښ یا لاسوهنه نه منو.»

دغه څرګندونې تر هغه وروسته رامنځته شوې، چې د امریکا متحده ایالاتو په کارائیبي سیمه کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړی، د نړۍ د تر ټولو لویې الوتکو وړونکی جنګي بېړۍ یې دې سیمې ته لېږلې او د نشه یي توکو پر کارټلونو یې د مبارزې په نوم د ونزویلا پر خاوره د ځمکنیو بریدونو ګواښ کړی دی.

د ونزویلا حکومت دغه دریځ د امریکا پر لاتینې امریکا د «استعماري تمایلاتو» څرګندونه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې هېڅ ډول «بهرنی امر یا فشار» نه مني.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د ونزویلا خلکو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې، زموږ هوايي حریم او خاوره باید محترمه وګڼل شي. موږ به د هر ډول بهرني ګواښ پر وړاندې ولاړ اوسو.»

د ونزویلا حکومت دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په ونزویلا کې د احتمالي خطرناک وضعیت له امله شپږو نړۍوالو هوايي شرکتونو خپلې الوتنې د ونزویلا پر لور ځنډولي دي. د امریکا فدرالي هوايي چلند ادارې تېره ورځ هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی و، چې د ونزویلا په هوایي حریم کې احتمالي ګواښ شته.

تر دې وړاندې، د ونزویلا د هوايي شرکتونو ټولنې اعلان کړی و چې یادو شپږو شرکتونو چې د کولمبیا، پرتګال او هسپانیا شرکتونه هم پکې شامل دي، د امریکا د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي د خبرداري وروسته خپلې الوتنې ځنډولې.

دې سره هم مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا د ولسمشر له‌خوا د ونزویلا د هوايي حریم د تړل کېدو اعلان د نړۍوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، چې دا پرېکړه د نړۍوالې هوانوردۍ د امنیت او خونديتوب لپاره بې‌ساری ګواښ دی.

ایران د ونزویلا د هوايي حریم د تړلو پرېکړه غندلې او دا یې د امریکا خپل‌سري اقدام بللی دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۰
ایران د ونزویلا د هوايي حریم د تړلو پرېکړه غندلې او دا یې د امریکا خپل‌سري اقدام بللی دی
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر له‌خوا د ونزویلا د هوايي حریم د تړل کېدو اعلان د نړۍوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، چې دا پرېکړه د نړۍوالې هوانوردۍ د امنیت او خونديتوب لپاره بې‌ساری ګواښ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا دا کړنه د دې هېواد له‌خوا د ونزویلا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د تحریک کوونکو او غېرقانوني کړنو په دوام کې اخیستل شوی او «خپل‌سری او غېرمسوولانه اقدام» دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې د امریکا دا اقدام به د قانون د حاکمیت، نړۍوالې سولې او امنیت لپاره خطرناکې پایلې ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په ونزویلا کې د احتمالي خطرناک وضعیت له امله شپږو نړۍوالو هوايي شرکتونو خپلې الوتنې د ونزویلا پر لور ځنډولي دي. د امریکا فدرالي هوايي چلند ادارې تېره ورځ هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی و، چې د ونزویلا په هوایي حریم کې احتمالي ګواښ شته.

تر دې وړاندې، د ونزویلا د هوايي شرکتونو ټولنې اعلان کړی و چې یادو شپږو شرکتونو چې د کولمبیا، پرتګال او هسپانیا شرکتونه هم پکې شامل دي د امریکا د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي د خبرداري وروسته خپلې الوتنې ځنډولې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ټولنیزو شبکو کې ویلي، چې د ونزویلا هوایي حریم او شاوخوا سیمې باید د نشه‌یي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره تړل شوي وګڼل شي.

نیویارک پوسټ: په امریکا کې شاوخوا ۷زره افغان کډوال د «احتمالي ګواښ» په توګه پېژندل شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۰
نیویارک پوسټ: په امریکا کې شاوخوا ۷زره افغان کډوال د «احتمالي ګواښ» په توګه پېژندل شوي
100%

نیویارک پوسټ د امریکا د کورني امنیت وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۶۸۶۸ افغان کډوال امریکا ته له ننوتلو وروسته د احتمالي «امنیتي ګواښ» د نښو لرونکو په توګه پېژندل شوي. له دې شمېر څخه تر ۵زره زیات کسان د «ملي‌ امنیت» له پلوه شکمن پېژندل شوي دي.

نیویارک پوسټ د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) د امریکا د کورني امنیت وزارت معلوماتو ته د لارسي له مخې لیکلي، چې د یاد شمېر کسانو څخه ۹۵۶ یې «د عامه امنیت» مسایلو اړوند په نښه شوي او شاوخوا ۹۰۰ نور د احتمالي «درغلۍ» له امله تر پلټنو لاندې دي.

که څه هم د امریکا ځینې ادارې توانېدلي، چې د دې افغان کډوالو ډېری قضیې حل او فصل کړي؛ خو د روان کال د سپټمبر تر میاشتې پورې ۸۸۵ افغان کډوال لا هم د «احتمالي ګواښ» په توګه پاتې دي.

دا معلومات یوازې څو ورځې وروسته له هغه په ډاګه کېږي، چې یو افغان کډوال په واشنګټن کې د ملي‌ ګارډ پر دوو سرتېرو د برید له امله تورن شوی.

د جمهوري‌ غوښتونکي ګوند سناتور چک ګرسلي چې د کورني امنیت وزارت معلومات یې ترلاسه کړي، نیویارک‌ پوسټ ته ویلي: «ما دوه کاله کېږي چې د متحدینو ښه راغلاست پروګرام د امنیتي شالید د کمزورو معیارونو په اړه خبرداری ورکاوه؛ خو زه د بایډن حکومت او په ګانګرس کې د ګڼو استازو له سخت غبرګون سره مخ شوی یم.»

هغه زیاته کړې: «له بده مرغه په واشنګټن کې د تېرې اوونۍ غمجنې پېښې زما اندېښنې نورې هم تاییدوي. زه د ټرمپ ادارې د هغو هڅو ستاینه کوم چې د نظم بېرته راوستلو او له افغانستان څخه د ویجاړونکي وتلو پرمهال د بایډن ادارې شويو تېروتنو ته رسېدنه کوي.»

د کورني امنیت وزارت د مفتش یو بل راپور څرګندوي، چې دغه وزارت د احتمالي امنیتي ګواښونو د ارزوونې او رسېدنې لپاره «بې پروا او بې‌ انسجامه چلند» کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو او د افغانستان له سقوط راهیسې امریکا تر اوسه پورې د سیمه ییزو همکارانو په ګډون له ۱۸۳ زره څخه ډېر افغان کډوال انتقال کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت عمومي مفتش په جون میاشت کې راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۳ کال د مې تر میاشتې پورې د ترهګرۍ د څارنې په نوملړ کې ۵۵ کسان امریکا ته د ننوتلو بندر ته رسېدلي دي؛ ځینې یې د اېستلو د بهیر پر مهال دې نوملړ ته ورزیات شوي‌ وو.

د عدلیې وزارت مفتش ویلي: «د افغانانو د بېړنۍ اېستلو اړتیا د افرادو د شالید ثبت عادي پروسه کمزورې کړې او دې کار د بد نیت لرونکو کسانو لپاره د انتقال له بهیر څخه د ناوړه ګټې اخیستنې خطر زیات کړی.»