ونزویلا د ټرمپ څرګندونې «استعماري ګواښ» وبللې

ونزویلا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د دې هېواد د هوايي حریم د بشپړ تړلو غوښتنه یې کړې وه، په سختو ټکو غندلې دي او هغه یې «استعماري او تېری کوونکی ګواښ» بللی دی.

ونزویلا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د دې هېواد د هوايي حریم د بشپړ تړلو غوښتنه یې کړې وه، په سختو ټکو غندلې دي او هغه یې «استعماري او تېری کوونکی ګواښ» بللی دی.
د ونزویلا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې کې ویلي، چې د ټرمپ څرګندونې د ونزویلا د ملي حاکمیت د نقض هڅه ده او دا اقدام یې «تحریک کوونکی، غېرقانوني، تېری کوونکی او د نه منلو وړ» بللی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو شبکو کې ویلي دي، چې د ونزویلا هوایي حریم او شاوخوا سیمې باید د نشهیي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره تړل شوي وګڼل شي.
خبرپاڼه زیاتوي: «ونزویلا دغه استعماري ګواښ په کلکه غندي. د هېواد هوايي حریم ته باید درناوی وشي او موږ هېڅ ډول بهرنی ګواښ یا لاسوهنه نه منو.»
دغه څرګندونې تر هغه وروسته رامنځته شوې، چې د امریکا متحده ایالاتو په کارائیبي سیمه کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړی، د نړۍ د تر ټولو لویې الوتکو وړونکی جنګي بېړۍ یې دې سیمې ته لېږلې او د نشه یي توکو پر کارټلونو یې د مبارزې په نوم د ونزویلا پر خاوره د ځمکنیو بریدونو ګواښ کړی دی.
د ونزویلا حکومت دغه دریځ د امریکا پر لاتینې امریکا د «استعماري تمایلاتو» څرګندونه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې هېڅ ډول «بهرنی امر یا فشار» نه مني.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د ونزویلا خلکو د خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې، زموږ هوايي حریم او خاوره باید محترمه وګڼل شي. موږ به د هر ډول بهرني ګواښ پر وړاندې ولاړ اوسو.»
د ونزویلا حکومت دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په ونزویلا کې د احتمالي خطرناک وضعیت له امله شپږو نړۍوالو هوايي شرکتونو خپلې الوتنې د ونزویلا پر لور ځنډولي دي. د امریکا فدرالي هوايي چلند ادارې تېره ورځ هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی و، چې د ونزویلا په هوایي حریم کې احتمالي ګواښ شته.
تر دې وړاندې، د ونزویلا د هوايي شرکتونو ټولنې اعلان کړی و چې یادو شپږو شرکتونو چې د کولمبیا، پرتګال او هسپانیا شرکتونه هم پکې شامل دي، د امریکا د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي د خبرداري وروسته خپلې الوتنې ځنډولې.
دې سره هم مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا د ولسمشر لهخوا د ونزویلا د هوايي حریم د تړل کېدو اعلان د نړۍوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، چې دا پرېکړه د نړۍوالې هوانوردۍ د امنیت او خونديتوب لپاره بېساری ګواښ دی.