• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اېډز نړۍواله ورځ: د بودیجې کمښت د نړۍ روغتیا ته ګواښ پېښوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۳ GMT+۰

د اېډز نړۍوال سازمان د اېډز ناروغۍ د نړۍوالې ورځې په درشل کې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د نړۍوالو بسپنه‌ورکوونکو د مرستو کمښت د اېډز پر ضد د مبارزې لپاره نړۍوالې هڅې له لوی ناورین سره مخ کړي.

دغه راپور چې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۹مه) خپور شوی ښيي، چې د بودیجې کموالی، د مخنیوي خدمتونه او د ټولنې پر بنسټ پروګرامونه په ځانګړي ډول په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې خلک سخت اغېزمن کړي او میلیونونه کسان یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
یاد سازمان وايي، چې د اېډز د مخنیوي خدمات په جدي ډول ګډوډ شوي او د همجنسبازانو او هغو کسانو لپاره چې نشه یي توکي کاروي او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، یاد بحران لا پسې زیات کړی دی.
له دې ننګونو سره سره راپور ټینګار کوي، چې سیاسي رهبري، نړۍوالې همکارۍ، دوامداره پانګونه او د قانوني او ټولنیزو خنډونو لرې کولو له لارې لا هم ممکنه ده، چې د ۲۰۳۰کال تر پایه د اېډز پای ته رسېدل ممکن شي.
د اېډز نړۍوال سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د مالي تشې ډکولو لپاره جدي ګامونه واخلي او د شاتګ پر ځای د بدلون لاره غوره کړي. د دغه سازمان په وینا، یوازې د بېړني عمل، یووالي او ګډ تعهد په وسیله اېډز د عامې روغتیا پر وړاندې د یو ګواښ په توګه له منځه تللی شي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۳

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د ملګرو ملتونو چارواکی وايي طالبان دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او تاجکستان پر پوله یو ځل بیا پر چینايي وګړو برید شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۰
100%

د بدخشان ځايي سرچینو افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) د بدخشان ولایت د مایمي ولسوالۍ د رضوي کلي د تاجکستان شادک مرزي سیمه کې پر دوو چینايي وګړو برید شوی دی.

سرچینې وايي، یادو دوو چینايي وګړو د دې سیمې د سړک جوړولو په پروژو کې کار کاوه او پرې د سپکو وسلو ډزې شوې دي.

د چین، تاجکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ هم د تاجکستان د ختلان ولایت په یوه سیمه کې درې چینايي وګړي د افغانستان له خاورې د ډرون په برید کې وژل شوي وو.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د افغانستان له خاورې څخه د ختلان ولایت د سرحدي سیمې په شاوخوا کې د «شاهین اېس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت پر کاري ځای برید شوی، چې په پایله کې یې درې چینايي کارکوونکي وژل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د تاجکستان پر پوله د چینايي وګړو وژل کېدل غندلي. یاد وزارت ویلي، چې د ابتدایي ارزونو او د طالبانو د اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې دا پېښه د هغو ډلو کار دی، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډوډۍ، بې ثباتۍ او بې باورۍ د رامنځته کېدو هڅې کوي.

نتنیاهو د درغلیو په دوسیه کې د اسراییل له ولسمشر نه د بښنې غوښتنه کړې

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۰
100%

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له ولسمشر نه د فساد محکمې په تړاو د بښنې غوښتنه کړې، ځکه نوموړي ویلي، چې دغه قضیه یې د حکومتولۍ وړتیا کمزورې کوي او بښنه د اسراییل په ګټه ده.

نتنیاهو، چې د اسراییل د تاریخ تر ټولو ډېر پر واک کې پاتې شوی صدراعظم دی، له ډېر وخته د بډو، درغلیو او د عامه باور د ماتولو له تورونو سره مخ دی.

د هغه وکیلانو د ولسمشر دفتر ته په استول شوي لیک کې ویلي چې صدراعظم لا هم باور لري چې قضایي بهیر به دده په بشپړ سپیناوي پای ته ورسېږي.

نتنیاهو په یوه لنډه ویډیو کې ویلي، «نن مې وکیلانو د هېواد ولسمشر ته د بښنې غوښتنه لېږلې. زه تمه لرم هر څوک چې د هېواد خیر غواړي، ددغه ګام ملاتړ به وکړي».

د ولسمشر اسحاق هېرتزوګ دفتر د یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې اعلان وکړ چې غوښتنه ترلاسه شوې او د وکیلانو لیک یې خپور کړ.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د همدې میاشتې په پیل کې هېرتزوګ ته لیک استولی و او ترې غوښتي یې و چې صدراعظم ته د بښنې کولو په اړه غور وکړي.

د هېرتزوګ دفتر وویل چې غوښتنه به د عدلیې وزارت د بښنو څانګې ته وسپارل شي.

په لیک کې د نتنیاهو وکیلانو استدلال کړی چې د هغه پر ضد جنایي قضیې د ټولنې وېش ژور کړی او د ملي پخلاینې لپاره د محکمې پای ته رسول ضروري دي. دوی لیکلي چې ورځ په ورځ ډېرېدونکې محکمې د صدراعظم د حکومتولۍ په وخت کې درنې او ستونزمنې دي.

نتنیاهو په خپل پیغام کې وویل، « زه مجبور یم په اونۍ کې درې ځله محکمه کې حاضر شم، دا یو ناممکن شرط دی».

هغه ټینګار وکړ چې د خلکو باور یې د پرله‌پسې انتخاباتي بریاوو له لارې ترلاسه کړی دی.

نه صدراعظم او نه یې وکیلانو د جرم منلو په تړاو څه څرګندونه کړې ده.

ملګرو ملتونو د پاکستان ۲۷ اساسي تعدیل د قضا د خپلواکۍ او بشري حقونو لپاره ګواښ بللی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړي کمیشنر وولکر تورک خبرداری ورکړی چې د پاکستان د ۲۷م اساسي تعدیل له امله د قضا خپلواکي جدي زیانمنه شوې او د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو ساتنې په برخه کې جدي اندېښنې راپورته شوې دي. هغه ټینګار کړی، چې دا په قضا کې سیاسي مداخلې ته لاره اواروي.

تورک د شنبې په ورځ وویل، چې د نومبر په ۱۳مه تصویب شوي تعدیلات د فدرالي اساسي محکمې (FCC) لپاره ځانګړي واکونه ټاکي، چې مخکې د سترې محکمې په واک کې وو. د قاضیانو د ټاکنې، ترفیع او لیږد سیستم بدل شوی او لومړی رییس او قضات د ولسمشر په مشورې د لومړي وزیر له خوا ټاکل شوي دي.

هغه دا اقدامات د قضا د خپلواکۍ د ټیټیدو او د سیاسي نفوذ د پراخېدو له اړخه خطر بللي دي.

هغه همدارنګه وویل: «د قضا خپلواکي یوه اساسي برخه دا ده چې محکمه د حکومت له سیاسي مداخلې څخه خوندي وي. که قاضیان خپلواک نه وي، تجربه ښيي چې دوی د قانون د مساوي پلي کولو او د بشري حقونو د خوندي کولو په برخه کې د سیاسي فشار پر وړاندې مبارزه کې ستونزې لري».

دغه تعدیل د پوځ د قوماندې جوړښت هم بدل کړی او د اردو مشر به هم د دفاعي ځواکونو مشروي او د ګډو ځواکونو د مشرموقف لغوه شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون کې ویلي، چې د هېواد دریځ او ځمکني واقعیتونه د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې نه دي څرګند شوي او ټینګار یې کړی چې «د پارلمان له لوري تصویب شوي تعدیلات د پاکستان له اساسي قانون سره سم ترسره شوي».

پر دغو تعدیلاتو د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو هم خپل اعتراض کړی او دا یې د قضا د محدودولو او د پوځ مشر ته د ډېرو صلاحیتونو د لېږد لامل ګڼلي دي.

سی‌بي‌اېس نیوز: د امریکا په شمالي کلفرونیا کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۰
100%

سی‌بي‌اېس نیوز خبر ورکړی چې د امریکا د کلفرونیا ایالت شمال کې د سټاکټن ښار په یوې کورنۍ مېله کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د بریدګر هویت لا نه دی څرګند شوی او د راپورونو له مخې هغه له سیمې تښتېدلی دی.

د سن‌خواکین ولسوالۍ د پولیسو ویاندې هېدر برنټ خبریالانو ته ویلي چې ډزې د شنبې په ورځ د ماښام شاوخوا شپږو بجو پر مهال د یو مېلمستون په تالار کې شوې دي. د هغې په وینا، د پېښې قربانیان له ځوانانو نیولې تر لویانو پورې دي.

هغې زیاته کړې چې تر اوسه په دې تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي او نه هم د شکمن کس په اړه کوم څرګند معلومات یا یې د برید په تړاو احتمالي انګېزه شته. د سټاکټن د ښاروالۍ مرستیال جېسن لي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې ډزې «د یو ماشوم د زېږون د جشن» پر مهال شوې دي.

د کلفرونیا پولیسو مخکې هم تایید کړې وه چې د جمعې په ورځ د سن‌خوزه ښار په یوه پلورنځي کې ډزې شوې وې. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي وو. د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس په راپور کې راغلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

درې ورځې وړاندې هم په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو ډزې شوې وې چې په پایله کې یو تن د سختو ټپونو له امله ژوند بایللی دی.

د اوکراین په کېیف اوبلاست کې د روسیې ډرون بریدونو یو تن وژلی او ۱۱ کسان یې ټپیان کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۳ GMT+۰
100%

د اوکراین سیمه‌ییز چارواکي وايي، روسیې د نومبر پر ۳۰مه د شپې له خوا پر کېیف اوبلاست ډرون برید کړی چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی اود یو ماشوم په ګډون ۱۱ نور ټپیان دي.

د کېیف د پوځي ادارې مشر میکولا کلاشنېک د روسیې له خوا ددغه تازه برید په اړه ویلي چې په ویشهوروډ ولسوالۍ کې یوې لوړ پوړیزې استوګنیزې ودانۍ اور اخیستی او یو شخصي کور په بشپړ ډول له‌منځه تللی دی.

د نوموړي په وینا، د پېښې له ځایه شپږ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او د ژغورنې ډلې، ډاکټران او رواني متخصصین اوس هم د قربانیانو او سیمه‌والو د مرستې لپاره په سیمه کې دي.

د اوکراین چارواکي زیاتوي چې روسیې په وروستیو اونیو کې د کېیف پر ښار او اوبلاست بریدونه زیات کړي دي. یوازې د پرون ورځې د ډرونونو او توغندیو ګډ برید دوه کسان وژلي، ۳۸یې ټپیان کړي او د پلازمېنې شاوخوا نیمايي برخه یې له برېښنا محرومه کړې وه.