• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په فاریاب کې یې پر امر بالمعروف ریاست د یوه برید مخه نیولې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر ویلي، چې د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې د یادې ډلې پر امر بالمعروف ریاست د یوه برید هڅه شنډه شوې ده. هغه ویلي، بریدکوونکي تېر ماښام غوښتل د دوی امر بالمعروف ریاست کارکوونکي په نښه کړي؛ خو موخې ته تر رسېدو دمخه نیول شوی دی.

هغه پر اېکس پاڼه د بریدګر په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي او نه یې هم څرګنده کړې، چې د دغه برید مخه څنګه نیول شوې ده. تر دې وړاندې د ازادۍ جبهې په نوم وسله‌والې ډلې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف پر کارکوونکو د خپلو بریدونو خبر ورکړی و.

تېره شپه یو شمېر رسنیو او د خواله شبکو کاروونکو راپور ورکړ، چې په میمنې ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست دروازې مخې ته یوه چاودنه شوې ده. طالبان اکثره وخت د خپلو وسله‌والو مخالفانو بریدونه ردوي او یا پرې چوپ پاتې کېږي. د یادې ډلې مشران تل ادعا کوي، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۳

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د ملګرو ملتونو چارواکی وايي طالبان دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

•
•
•

نور کیسې

په اسلام‌اباد کې پولیسو د افغان کډوالو د کورونو دروازې ماتې کړې او لسګونه کسان یې نیولي دي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۰
100%

په پاکستان کې مېشتو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پرون د یکشنبې په ورځ پولیسو د افغان کډوالو د کورونو دروازې ماتې کړې او لسګونه افغانان یې نیولي دي چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه نیول شوي کډوال سملاسي د کډوالو د ساتنې مرکز ته انتقال شوي او هلته یې د بایومتریک چارې هم بشپړې شوي، چې ښایي نن په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شي.

د راپورونو له مخې؛ د اسلام‌اباد په بي-۱۷ښارګوټي کې پولیسو د افغان کډوالو د لټون پرمهال هغه دروازې هم ماتې کړې چې په‌کې څوک نه اوسېدل. د یادې سیمې یو افغان اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د نور کله پرتله پولیسو ډېر سخت چلند وکړ، د ډېرو کورونو دروازې یې ماتې کړې. په‌ دې کې داسې کورونه هم وو، چې څوک په‌کې نه اوسېدل.»

نن دوشنبه هم په بي-۱۷ښارګوټي کې د پولیسو کور په کور عملیات روان دي. په اسلام‌اباد کې ډېری نیول شوي افغانان هغه کسان دي، چې له ۲۰۲۱کال وروسته پاکستان ته ورغلي او د نورو هېوادونو لپاره یې د ویزې یا پناه غوښتنې قضیې روانې دي.

دغه افغانان وایي، ډېریو افغانانو ته د ځینو سفارتونو له‌خوا اسناد هم ورکړل شوي؛ خو یوازې د جرمني سفارت اسناد لرونکي تر ډېره خوندي پاتې کېږي او پاتې نور د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي سره هم‌مهاله په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو په کورنو د پولیسو چاپې زیاتې شوې، کور په کور د پولیسو لټون روان دی، هره ورځ له ګواښ سره مخ افغانان نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ته ستنول کېږي.

تېره ورځ تر ۴زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه ستانه کړای شوي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۳ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۰مه) خبر ورکړی، د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۱۰۵۳ کورنۍ چې ټولټال ۴۸۳۴ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۵۴۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۳۷۴ کورنۍ د تورخم، ۴۵ کورنۍ د بهرامچې، ۲۲ کورنۍ د اسلام‌کلا او ۶۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.

د راپور د معلوماتو له مخې؛ دغه راستنو شویو کډوالو ته د یاد کمېسیون له‌خوا شاوخوا ۱۰ مېلیونه افغانۍ مالي مرسته هم شوې ده.

یاده دې وي، چې په وروستیو کې پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه کړې، تېرو څو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو عملیات چټک شوي. تېره ورځ د اسلام‌اباد په بېلابېلو سیمو کې پولیسو د هغه کورنو دروازې هم ماتې کړې، چې ګومان کېده افغان کډوال په‌کې اوسېږي.

طالبانو د کرنې او مالدارۍ په اړه پر ګډې پانګونې او همکارۍ له ایراني چارواکو سره خبرې کړې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د ایران د کرنې وزارت له مرستیالې مریم جلیلي‌مقدم سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې. خبرپاڼه وایي،‌ دواړو د پنبې، کنجاړې، مېوو، حبوباتو،‌ د غوښې تولید او مالدارۍ د فارمونو اړوند پر ګډې پانګونې ټینګار کړی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو د محصولاتو د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاو پر برابرولو او همدارنګه د دواړه خواوو د متخصصینو ترمنځ د تجربو پر تبادلې ټینګار شوی.

وړاندې لیکل شوي: «دواړه لورو د پنبې، کنجاړې، مېوو، حبوباتو، د غوښې تولید او د مالدارۍ د فارمونو د جوړولو په برخو کې پر ګډو پانګونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ تخنیکي او عملي همکارۍ به لا زیاتې شي».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړې چې له کبله یې د افغانستان تر څنګ د پاکستاني بزګرانو کرنیزو حاصلاتو ته درانه زیانونه اوښتي دي. هم‌مهاله پر کابل واکمنو له ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې ډېرې کړې دي. طالبان غواړي په دې کار سره پر اسلام‌اباد خپله هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه کمه کړي.

پر ډیورنډ بندې دروازې؛ پاکستان کې الوګان خورا ارزانه شوي او کاروباریان یې تاواني کړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۷ GMT+۰
100%

د پاکستان ډان ورځپاڼې دوشنبه د (لېندۍ ۱۰مه) لیکلي، چې په دغه هېواد کې د الوګانو تولید ډېر شوی؛ خو پر ډیورنډ کرښه د تړلو دروازو له امله یې بازار سوړ دی او بیې یې هم خورا ټیټې شوې دي. کاروباریان وایي، حتی د الوګانو د ټرانسپورټ او ساتلو لګښتونه هم په دې بیو نه‌شي پوره کولی.

د راپور له مخې، پاکستان کې د تېر کال حاصل شوي الوګان په یخچالونو کې ساتل شوي وو؛ خو اوس ان هغه لګښتونه هم نه پوره کوي. هم‌مهاله د خېبر پښتونخوا د الوګانو تازه حاصلات هم بازارونو ته رسېدلي‌، چې د تېر کال پرتله یې بیې نیمایي ته راټیټې شوې دي.

راپور کې راغلي: «افغانستان ته د کچالو صادراتو د درېدو او منځنۍ اسیا او روسیې ته د ټرانزیټ د بندېدو له کبله د پاکستان کرنیز صنعت ته درنه ضربه رسېدلې». افغانستان د پاکستاني الوګانو تر ټولو لوی پېرودونکی دی او په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان د الوګانو له ټولو صادراتو څه باندې ۴۰سلنه افغانستان ته لېږل شوي دي. دغه درنه تکیه څرګندوي، چې د پاکستان د صادراتو بازار ډېر محدود او ژر زیانمنېدونکی دی.

اقتصادي کارپوهان وايي، چې پاکستان په تېرو درېیو لسیزو کې پر وارداتو ډېره تکیه کړې او د صادراتو وده یې درېدلې ده. اوس د دغه هېواد د اقتصاد په جوړښت کې د صادراتو برخه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې. په کرنه کې صادرات یوازې څو لومړنیو محصولاتو پورې محدود دي او د تنوع نشتوالي بزګران له درنو ګواښونو سره مخامخ کړي دي.

راپور زیاتوي، که څه هم د الوګانو حاصلات ډېر دي؛ خو اوس پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له کبله دغه حاصلات تاواني دي.

ورځپاڼه لیکي: «د ستونزې د حل لپاره یو شمېر وړاندیزونه شوي، لکه د ایران له لارې صادرات، د نوو بازارونو موندل او د کښت په تګلاره کې بنسټیز بدلون. خو له ایران نه صادرات د بندیزونو او د لوړو ټرانسپورټي لګښتونو له امله ستونزمن دي او د نوي بازار موندنه کلونه وخت غواړي».

له بلې خوا، د پاکستان ډېری بزګران د هغو سختو معیارونو پوره کولو توان نه‌لري، چې ګڼ هېوادونه یې د وارداتو لپاره شرط بولي.

په داسې حال کې چې سږکال د الوګانو د کرکیلې ساحه او تولید دواړه زیات شوي او د راتلونکي کال لپاره لا پراخ اټکل کېږي. همدا راز ویل شوي ډېر امکان لري، چې د راتلونکي کال حاصلات هم د بیو د سقوط ښکار شي. راپور کې راغلي، چې دغه وضعیت به پاکستاني بزګرانو ته درانه زیانونه واړوي او په داسې هېواد کې چې د بې‌وزلۍ کچه په‌کې تر ۴۴ سلنې اوښتې، اندېښنې به لا نورې هم زیاتې کړي.

کارپوهان ټینګار کوي، د افغانستان سره د دروازو پرانیستل د روان کال لپاره یوازینی بېړنی حل دی چې کولای شي بزګران وژغوري؛ خو د اوږدمهالي ثبات لپاره پاکستان ته په کار ده، چې حکومت یې نوې پالیسۍ عملي کړي. دغه تګلاره باید د کښت د بڼې بدلول، د قراردادي کښت سیستم رامنځته کول او د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د بدلون‌فابریکو پیاوړتیا په‌کې شامله وي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي، سره له دې چې ننګونې ډېرې دي، متخصصان باور لري چې که سمه تګلاره غوره شي؛ نو پاکستان کولای شي له اوسني کړکېچه ووځي او خپلو کرنیزو محصولاتو ته نوي نړۍوال بازارونه پیدا کړي.

پخوانی برتانوي افسر: په افغانستان کې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو جنګي جرمونه کړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۰
100%

یوه پخواني جګپوړي برتانوي افسر ویلي، چې په افغانستان کې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو د شکمنو کسانو په اعدامولو او د ماشومانو په وژلو سره «جنګي جرمونه» ترسره کړي دي. هغه وایي، د دوو ماشومانو د وژلو شاهد و چې له مور او پلار سره یې یوځای ووژل شول.

رویټرز خبري اژانس د نوموړي په حواله لیکلي، د دغه کړنې د مخنیوي لپاره یې هڅې د لوړ پوړو افسرانو له بې‌غورۍ سره مخ شوې. هغه دا هم وویل، چې د ځانګړو ځواکونو ګڼ غړي له دغه وضعیت څخه خبر وو.

د N5461 په مستعار نوم د ځانګړو ځواکونو یو بل افسر هم ویلي، چې په افغانستان کې ناقانونه وژنې شوې دي. د برتانوي ځواکونو له‌خوا په افغانستان کې د ۵۴ شکمنو کسانو د وژنې په اړه د بي‌بي‌سي له‌خوا د یوه مستند تر خپرېدو وروسته د برېتانیا دفاع وزارت په دې تړاو پلټنې پیل کړې. دغه پلټنې د ۲۰۱۰کال څخه تر ۲۰۱۳کاله پورې د برتانوي ځواکونو شپني عملیات څېړي.

د N1466 په نوم یو بل افسر بیا ویلي، چې هغه دغه موضوع د ځانګړو ځواکونو له مشر سره شریکه کړې وه؛ خو یوازې د عملیاتو د تاکتیک بیاکتنه وشوه او کوم جنایي اقدام نه‌و شوی.

دغه پخواني افسر په خپلو خبرو کې ویلي، هغه ژوره اندېښنه لاره ځکه چې د بې‌ګناه خلکو، په ګډون د ماشومانو ناقانونه وژنې هم ترسره کېدې. هغه یادونه کړې، چې دغه ناقانونه وژنې یوازې د UKSF1 د یوې کوچنۍ ډلې پورې محدودې نه وې؛ بلکې په پراخه کچه د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له‌خوا ترسره شوې وې.

نوموړي ټینګار کړی، چې هغه د دغه ناقانونه کړنو په ملاتړ یا پټولو کې برخه نه‌ده اخیستې او د ځانګړو ځواکونو د افسرانو د اصلي اصولو خلاف چلند یې نه‌دی منلی.