د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسووله: روسیه د جګړې د پای ته رسولو اراده نه لري

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، مسکو د جګړې د پای ته رسولو اراده نه لري. هغې خبرداری ورکړ، چې د سولې د روانو خبرو په بهیر کې ټول فشار پر اوکراین واردېږي، په داسې حال کې چې له روسیې هېڅ امتیاز غوښتل شوی نه دی.




