په فرانسه کې پر اسرایيلي اهدافو د بریدونو د پلان جوړولو په تور دوه شکمن کسان نیول شوي

د فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ اعلان وکړ، چې پولیسو د هغې ډلې په اړه څېړنې پیل کړي چې ګومان کېږي د ترهګریزو بریدونو لپاره یې پلان جوړاوه. د دغو څېړنو په ترڅ کې دوه ځوانان نیول شوي دي. یوې فرانسوۍ رسنۍ راپور ورکړی، چې هغوی غوښتل پر اسرایيلي اهدافو بریدونه وکړي.




