• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوست د والي ویاند وايي، د «قصاص» شوي کس دوه زامن به هم قصاص شي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۸ GMT+۰

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د «قصاص» شوي کس د دوو زامنو د اعدام حکم هم صادر شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د مقتول د کورنۍ د وارثانو د نشتون له امله د اعدام تطبیق ځنډول شوی دی.

د خوست د والي ویاند همداراز زیاته کړې، چې په دغه ولایت کې نن قصاص شوی کس منګل نومېده، چې شاواخوا لس میاشتې وړاندې د یاد ولایت د علیشرو او ترېزیو ولسوالۍ اړوند په بوخانه سیمه کې یې د خپلو دوو زامنو په ملتیا د یوې کورنۍ دیارلس غړي وژلي.
ګربز ویلي، چې د منګل د دوو زامنو لپاره هم د قصاص حکم صادر شوی خو د مقتولینو د وارثانو د نشتون له امله د منګل د دوو زامنو د قصاص تطبیق ځندول شوی دی.
مستغفر ګربز ویلي: «که د مقتولینو وارثان نن موجود وای، د منګل په څېر به یې پر زامنو هم د قصاص حکم پلی شوی وای.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن سې شنبه د خوست په یوه ورزشي لوبغالي کې د منګل په نوم یو کس په عام محضر کې قصاص کړ.
د خوست د والي ویاند ویلي، چې د قصاص د نندارې لپاره شاوخوا ۸۰ زره کسان راټول شوي وو.
په ورته مهال بیا د طالبانو له خوا په عام مضر کې د ننني اعدام موضوع ته د بشري حقونو د ملاتړ ګڼو بسټونو سخت غبرګون ښودلی دی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

امریکایي سناتور: د افغان کډوالو د سوابقو څېړل د امریکا د امنیت لپاره اړین دي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰
100%

جمهوري غوښتونکی امریکایي سناتور سټیو ډینز چې د ټرمپ له متحدینو دی، وايي د افغان کډوالو د سوابقو یا مخکېنیو معلوماتو بیاکتنه د امریکا د امنیت لپاره ډېره مهمه ده. ډینز د ټرمپ له خوا د افغان پناه غوښتونکو د منلو په اړه ویلي، چې ځینې افغان کډوال د امریکا لپاره ښه نیت نه لري.

ډینز دغه څرګندونې د افغانستان انټرنشنل خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د پناه‌ غوښتونکو دوسیې باید په شفاف ډول وڅېړل شي.

وروسته له هغه چې په واشنګټن ډي‌سي کې یو افغان پناه‌ غوښتونکي د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو باندې برید وکړ، ډونالډ ټرمپ امر وکړ چې د ټولو هغو افغان پناه‌ غوښتونکو دوسیې دې وڅېړل شي چې د بایډن حکومت په وخت کې امریکا ته راغلي دي. هغه همداراز خبر داری ورکړ، چې له افغانستان او د درېیمې نړۍ له هېوادونو څخه یې کډوالي په بشپړ ډول درولې.

ښاغلي ډینز د سې‌شنبه په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني ته وویل: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د ارزونې او بیاکتنې لړۍ بشپړې شفافې دي.»

هغه زیاته کړه: «ډېری هغه کسان چې هڅه کوي امریکا ته دننه شي، دغه هېواد خوښوي او د سولې پلویان دي، خو له بده مرغه ځینې نور تور نیتونه لري؛ لکه څنګه چې موږ په امریکا کې په ګڼو پېښو کې لیدلي دي.»

نوموړي وویل، ولسمشر او د کورني امنیت وزیره مسوول دي چې د هېواد امنیت خوندي وساتي.

د کابل-کندهار د لویې لارې مساپر: طالبان د زابل په دروازو کې خلک پرله‌پسې ځوروي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۰
100%

د زابل په دروازو کې د طالبانو د امنیتي پوستو له‌خوا د خلکو ځورونې او د بې‌ځایه درولو شکایتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. مساپر، موټرچلوونکي او سیمه‌ییز اوسېدونکي وایي چې طالبان خلک د ساعتونو لپاره دروي، د هغوی ټلیفونونه ګوري او کله ناکله د دوی له سپکو خبرو او ناوړه چلند سره مخ کېږي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کابل-کندهار پر لویه لار تلوونکي مساپر په پرله‌پسې ډول د زابل په دخولي دروازو کې د طالبانو د امنیتي کسانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.

دغه مساپر وایي: «هر ځل چې دغه دروازې ته رارسېږو زړه مو درزېږي.»

د عبدالباري په نوم یو موټرچلوونکی چې هره ورځ د کندهار-زابل په لویه لاره تګ‌راتګ کوي، وايي چې د طالبانو دغه پوسته د خلکو لپاره په جدي سرخوږی بدل شوی دی.

هغه وویل: «والله، د هر تګ‌راتګ پر وخت مو زړه په لاس کې وي. ځینې وختونه مو ساعتونه ساعتونه بې‌ځایه دروي، نه پوهېږو چې پوښتنه څه ده او شک یې پر چا دی. که تذکره له ځان سره و نه لرو، نو بیا خو بیخي مصیبت پېښېږي.»

دی زیاتوي، چې طالبان د خلکو شخصي ټلیفونونه هم ګوري او د هغو دننه پیغامونه، انځورونه او شخصي خبرو ته ننوزي.

د کندهار- کابل پر لاره یو بل موټر چلوونکی بیا وايي، چې طالبان ډېری وخت هغه کسان هم دروي، چې ښځې او ماشومان ورسره وي او د هېڅ ډول مناسب چلند خیال نه ساتي.

ده زیاته کړه: «یاره ښځې ورسره وي، ماشومان ورسره وي، خو بیا هم ورته وایي راکښته شئ موبایل راکړه، تذکره راوښیه، خلک شرمېږي خو هغوی ته مهمه نه ده.»

هغه وايي، چې د طالبانو د پوښتنو ډېره برخه بې‌ دلیله او بې‌ اساسه ده.

ده وویل: «یو وخت مې یوه کورنۍ وړله، درې ساعته يې دلته درولي وو، ښځې او ماشومان په ډېر مشکل کې وو، خو طالبانو همداسې بې‌ ځایه پوښتنې کولې چې دا ماشوم څوک دی؟ دا ښځه څوک ده؟ له کومه ځایه راغلي یاست او چېرې ځئ.»

د سیلانۍ پېښه: پوښتنې، فشار او د واټس اپ د شمېرې غوښتنه

د دې سیمې یوې بلې پېښې بیا د خلکو غبرګونونه نور هم توند کړي دي. څه موده مخکې طالبانو د تالاشۍ په همدې مرکز یوه بهرنۍ سیلانۍ درولې وه او د پوښتنو ترڅنګ یې ترې د «واټس‌اپ د شمېرې» غوښتنه هم کړې وه.

دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه راوپارول او ډېرو خلکو دا چلند «د افغانانو د کلتور خلاف» وباله.

ډېری مساپر هم وايي، چې طالبان د ظاهري بڼې پر اساس خلک ځوروي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې ږیره یې لنډه وي یا ډېر مذهبي لباس ونه لري، ټلیفون یې ګوري او ډېرې پوښتنې ترې کوي.

احمدضیاء چې کابل ته روان وو وايي: «یوازې یې په دې خاطر درولی وم چې ږیره مې لنډه ده، وایي، دا ولې داسې ده؟ ته د کوم ځای یې؟ دا څه ډول لباس دی؟ داسې پوښتنې یې کولې لکه چې څه جنایي دوسیه لرم.»

هغه په سخته له طالبانو شکایت کوي او وايي: «دا خو واضیح ځورونه ده، شریعت دې وي، قانون دې وي، د امنیت خبره دې وي، خو ځورونه باید نه وي.»

خلک وایي، سره له دې چې طالبان په رسنیو کې د «ښه چلند» ادعا کوي، خو د زابل په دې سیمه کې د هغوی چلند بل ډول دی.

د مساپرو په خبره، طالبان ډېری وخت پرته له شواهدو پر خلکو تورونه لګوي او د هغوی د سفر ازادي محدودوي.

د زابل، کندهار او نورو سیمو خلک ټینګار کوي، چې دوی د امنیت ارزښت ښه پېژني، خو وایي امنیت هغه وخت معنا لري چې ولس بد چلند و نه ویني.

د هغوی په باور، د طالبانو د پولیسو دغه کړنې نه یوازې خلک ځوروي، بلکې د خلکو او طالبانو ترمنځ واټن لا پراخوي.

د زابل په دخولي دروازه کې د طالبانو پولیسو چلند د مساپرو، اوسېدونکو او موټر چلوونکو لپاره یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

ازادۍ جبهه: د افرادو جرمونه یوې ډلې، قوم یا پخوانۍ دندې ته منسوبول ناسم کار دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۰
100%

د افغانستان ازادۍ جبهه وايي، د متحده ایالاتو د ملي ګارد پر غړو برید یو نه توجیه کیدونکی جرم دی خو د افرادو کړنې یوې ډلې، قوم یا پخوانۍ دندې ته منسوبول ناسم کار دی. دغه جبهه وايي، د طالبانو د تر واک لاندې افغانستان د افغانانو لپاره زندان او ترهګرو لپاره خوندي ځای ګرځیدلی.

د افغانستان ازادۍ جبهې په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې شرایطو کې،د ازادۍ لپاره مبارزه او د خلکو د ځمکې او برخلیک مالکیت بیرته راګرځول تر ټولو بېړنی لومړیتوب او ډله ییز مسوولیت دی.

دوی همدراز زیاتوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې غیر ضروري بحثونه یوازې د طالبانو تبلیغات او تفرقه اچوونکې اجنډا پیاوړې کوي.

د یادې جبهې په اعلامیه کې لیکل شوی، چې د جمهوریت د ۲۰ کلونو په موده کې د نړیوالې ټولنې حضور د افغانستان لپاره د پام وړ فرصتونه راوړل او بې شمیره اتلانو د ملت د ارزښتونو او وقار د ساتنې لپاره خپل ژوند قرباني کړ.

دوی همدراز زیاتوي د متحده ایالاتو د ملي ګارد پر غړو برید یو نه توجیه کیدونکی جرم دی خو د افرادو کړنې یوې ډلې، قوم یا پخوانۍ دندې ته د جرم منسوبول ناسم کار دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر ټولو سازمانونو، سیاسي ډلو، مدني غورځنګونو، شخصیتونو او د ټولنیزو رسنیو پر فعالانو غږ کړی، چې د طالبانو پرضد په ګډه ودریږي .

ایکانومیک ټایمز: پاکستان د طالبانو د محاصرې او ملامته کولو لپاره څو اړخیزې هڅې پیل کړې دي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۰
100%

پاکستان د طالبانو د محاصرې او ملامته کولو لپاره څو اړخیزې هڅې پیل کړې دي. دا هڅې په امریکا کې د افغانانو پر ویزو د ټرمپ له بندیز او په تاجکستان کې د چینایانو تر وژلو وروسته چټکې شوې دي. ایکانومیک ټایمز وايي، د اسلام اباد لوړپوړي وزیران طالبانو ته ډاګیز ګواښونه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ اعلان وکړ، چې د افغانستان په ګډون د څو هیوادونو د وګړو د پناه غوښتنې پروسه به "د اوږدې مودې لپاره" وځنډول شي؛ دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې یو افغان وګړی په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر سرتیرو ډزې وکړې.

سرچینو د سې شنبې په ورځ ایکانومیک ټایمز ته وویل چې اسلام اباد کابل د ترهګریزو بریدونو په تور ملامت کړی دی.

سربیره پردې، د تاجکستان په پوله کې د افغانستان له خاورې له دوو مرګونو بریدونو وروسته، پاکستان سملاسي پر طالبانو تور ولګاوه او هڅه یې وکړه چې د کابل او دوشنبې ترمنځ درز رامینځته کړي.

تیره اونۍ، د پاکستان پوځ ادعا وکړه، چې افغان طالبانو د ترهګرو تګ او راتګ او په پاکستان کې د بریدونو ترسره کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د اسلام اباد له پرله پسې تورونو وروسته چې افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، ترینګلې شوې دي.

سربیره پردې ایکانومیک ټایمز لیکلي، چې د افغان کډوالو ډله ییز اخراج پر طالبانو د فشار راوستلو یو بل څو اړخیز چلند دی.

د احصایو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۱،۵ میلیون افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل دوام لري، او هره ورځ د زرګونو خلکو د جبري ایستلو راپورونه ورکول کیږي.

د عمران خان خور: عمران خان روغ دی خو په زندان کې له سختې انزوا او رواني فشار سره مخ دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۳ GMT+۰
100%

د عمران خور مېرمن عظمی وايي، د پاکستان بندي پخوانی لومړی وزیر په ښه فزیکي حالت کې دی، خو له انزوا او رواني فشار سره مخ دی. نوموړې له خان سره له لیدنې وروسته وویل، چې ورور یې تل په کوټه کې ساتل کېږي او یوازې د لنډ وخت لپاره بهر پرېښودل کېږي.

عظمی، چې د عمران خان له درې خویندو یوه ده، د نوموړي د کورنۍ یوازینۍ غړې وه چې په اډیاله زندان کې له پخواني لومړي وزیر سره د لیدنې اجازه ورکړل شوه.

هغې خبریالانو ته وویل چې عمران خان روغ ښکاره کېده، خو د اوږدې مودې لپاره په کوټو کې ساتل شوی او له کورنۍ یا همکارانو سره یې هېڅ اړیکه نه ده شوې.

هغې وویل: « هغه له فزیکي لحاظه ښه دی، خو تل دننه ساتل کېږي او یوازې د لنډ وخت لپاره بهر پرېښودل کېږي».

هغې زیاته کړه چې لیدنه تر سختې څارنې لاندې او له موبایل پرته شوې ده.

خان، چې ۷۳ کلن دی او له۲۰۱۸نه تر ۲۰۲۲ یې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده کړې، د۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی. هغه د څو قضیو سزاوې تېروي، چې دی یې سیاسي بولي.