• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران خان خور: عمران خان روغ دی خو په زندان کې له سختې انزوا او رواني فشار سره مخ دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د عمران خور مېرمن عظمی وايي، د پاکستان بندي پخوانی لومړی وزیر په ښه فزیکي حالت کې دی، خو له انزوا او رواني فشار سره مخ دی. نوموړې له خان سره له لیدنې وروسته وویل، چې ورور یې تل په کوټه کې ساتل کېږي او یوازې د لنډ وخت لپاره بهر پرېښودل کېږي.

عظمی، چې د عمران خان له درې خویندو یوه ده، د نوموړي د کورنۍ یوازینۍ غړې وه چې په اډیاله زندان کې له پخواني لومړي وزیر سره د لیدنې اجازه ورکړل شوه.

هغې خبریالانو ته وویل چې عمران خان روغ ښکاره کېده، خو د اوږدې مودې لپاره په کوټو کې ساتل شوی او له کورنۍ یا همکارانو سره یې هېڅ اړیکه نه ده شوې.

هغې وویل: « هغه له فزیکي لحاظه ښه دی، خو تل دننه ساتل کېږي او یوازې د لنډ وخت لپاره بهر پرېښودل کېږي».

هغې زیاته کړه چې لیدنه تر سختې څارنې لاندې او له موبایل پرته شوې ده.

خان، چې ۷۳ کلن دی او له۲۰۱۸نه تر ۲۰۲۲ یې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده کړې، د۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی. هغه د څو قضیو سزاوې تېروي، چې دی یې سیاسي بولي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

روسیه په کابل کې یو لوی «کلتوري او روزنیز فورم» جوړوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معیين قدرت الله جمال د روسیې د علم او فرهنګ کور له رییس سرګي سټوپاچف په مشرۍ پلاوي سره وکتل. سرګي سټوباچف ویلی، چې په راتلونکي کال کی به په کابل کې یو لوی «کلتوري او روزنیز فورم» جوړ شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۱مه وویل، چې دغه فورم به د کلتور، ژبې، میراث او نوښت تر عنوان لاندې وي.

په دي فورم کي به د افغانستان د ګرځندوی لپاره مستند او تبلیغاتي پروګرامونه جوړ او په روسیه کې نندارې ته وړاندې شي، فورم کې به د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې د جذبولو زمینه هم برابره شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې روسي لوري موافقه وکړه، چې په نندارتون کې به له افغانستان سره همکاري وکړي او په دواړو هیوادونو کې به ګډ کلتوري او سیاحتي نندارتونونه تنظیمیږي.

طالبانو د سټوپاچف له قوله ویلي، چې دوی غواړي د روسي سیلانیانو جریان افغانستان ته ډېر شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معیین قدرت الله جمال روسي پلاوي ته ویلي، چې په هیواد کې د سیلانیانو لپاره امنیت، یو ښه فرصت دی او دوی نه یوازې روسي سیلانیانو ته دعوت ورکوي، بلکې په دې برخه کې د پانګونې لپاره هم ډیر ښه فرصتونه دي.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له پلاوي سره لیدلي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب د ترکیې د دیني چارو ادارې د بهرنیو اړیکو د مسوول انصاري ینتورک په مشرۍ له راغلي پلاوي سره کتلي دي. نور محمد ثاقب په اسلامي نړۍ کې د ترکیې هېواد د دریځ او د دغه هېواد د مسوولینو د هڅو ستاینه کړې ده.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۱مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې د یاد وزارت وزیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ژورو دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکو یادونه وکړه.

نور محمد قافب وویل، چې دواړه ملتونه د حنفي مذهب پیروان دي او د ګډو ارزښتونو پر اساس یې اړیکې لا پیاوړې شوې دي.

هغه همدارنګه د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د ترکیې هېواد هڅې ستایلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکو همکاریو د لا پراخېدو او ژورېدو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلی، چې د ترکیې د دیني چارو ادارې د بهرنیو اړیکو مسوول انصاري ینتورک د طالبانو د حج، اوقافو، دارالایتامونو او نورو بېلابېلو برخو کې دګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په یادو برخو کې یې د ترکیې د ګټورو تجربو د شریکولو ژمنه کړې ده.

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د روسي ځواکونو پر میشتولو او ګزمو غور کوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰

دریو تاجکستاني امنیتي سرچینو د سې شنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې تاجکستان له روسیې او د مسکو په مشرۍ د ډله ییز امنیت تړون سره خبرې کوي، چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د روسي ځواکونو میشتول او ګزمې و ارزوي.

د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې له افغانستان څخه د ترسره شوو بریدونو په پایله کې پنځه چینایي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښې ګډې پولې ته نږدې سیمو کې شوې دي.

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د دوشنبې په ورځ له خپلو امنیتي ادارو سره د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

چین خپلو اتباعو ته چې پر کان‌کېندنه او سوداګریزو چارو بوخت دي، خبرداری ورکړی چې له پولې سره نږدې سیمې په بیړني ډول پرېږدي.

یوې سرچینې، چې د تاجکستان د امنیت شورا غړې ده، رویټرز ته وویل، چارواکو له روسیې سره د تاجکستان میشتې روسۍ اډې په تړاو خبرې کړې دي چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د روسي ځواکونو میشتول او ګډې ګزمې و ارزوي.

دغه پوځي اډه د روسیې تر ټولو لویه بهرنۍ اډه ده چې د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې ته نږدې پرته ده.

سرچینې وویل: « موږ دا مهال په خبرو بوخت یو. فکر کوم پرېکړه به همدا اونۍ وشي».

د نورو دوو سرچینو له خوا، چې د تاجکستان د ملي امنیت په دولتي کمیټې پورې تړاو لري، دا خبرې تایید شوې دي.

که دا طرحه عملي شي، روسیه به ددغې ۱۳۴۴ کیلومتره اوږدې پولې د څارنې لپاره هلیکوپتر هم وکاروي.

د تاجکستان او روسیې دفاع وزارتونو د دې خبرو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

همدارنګه د مسکو په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان سرچینو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو چارواکو ویلي چې دوی به له تاجکستان سره د پولې د امنیت په اړه همکاري کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نن د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي او د روان وضعیت په اړه یې نظرونه سره تبادله کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له تاجکستان سره د یادې ډلې اړیکو وروستي مثبت بدلون ته په اشارې ویلي، چې «دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د اعتماد فضا رامنځته کړې ده، خو ځینې کړۍ هڅه کوي دغه مثبت بهیر زیانمن کړي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې متقي د تاجکستان په خاوره کې د وروستیو امنیتي پېښو او د چینایي وګړو د وژنې پېښه غندلې او په سیمه کې یې د ګډ ثبات لپاره د دواړه هېوادونو پر ګډو اقداماتو ټینګار کړی دی.

د پاکستان او اروپايي ټولنې استازو د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې وکړې

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د اروپایي اتحادیې له لوړپوړي استازي سره د سیمه ییزو امنیتي مسایلو په اړه بحث کړی او خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي. هغه ویلي، چې د هغو ترهګروډلو په اړه یې خبرې کړې دي، چې د ده په وینا، د افغانستان په خاوره کې دي.

محمد صادق خان د سې شنبې په ورځ، د لیندۍ پر ۱۱مه پر اېکس ولیکل، چې د اروپايي اتحادیې د ملکي ساتنې او بشري مرستو عملیاتو کې د منځني ختیځ او مرکزي اسیا له عمومي رییس اندریاس پاپاکونستانټینو سره یې د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، چې دواړو خواوو له اړو افغانانو سره د مرستې او د هغوی د ستونزو پر کمولو هم ټینګار وکړ.

د محمد صادق خان په وینا، دواړو خواوو په سیمه کې د امنیت، ثبات او بشري ملاتړ د پیاوړتیا لپاره په ګډ هوډ خبرې کړې دي. هغه ویلي، چې د هغو ترهګروډلو په اړه یې خبرې کړې دي، چې د ده په وینا، د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.

په افغانستان کې میشتو ترهګرو ډلو سره د مقابلې اړتیا باندې د صادق خان ټینګار د اسلام اباد د چارواکو د تکراري بیانونو یوه برخه دي.

پاکستان په هیواد کې د ناامنۍ د زیاتوالي لامل د تحریک طالبان پاکستان ډله بولي او ادعا کوي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پرضد کارکوي ، خو طالبان دا ادعا ردوي او وايي، چې دغه ډله د پاکستان په ګڼو سیمو کې فعال حضور لري.

د طالبانو سرچینې: د سعودي ناسته کې طالبانو د لارو د خلاصون هیڅ راز وړاندیز نه دی کړی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو سرچینې وايي، په سعودي عربستان کې د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ ناسته کې ددوی استازو له پاکستان سره د لارو د پرانېستلو هیڅ راز وړاندیز نه دی کړی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ددوی پالیسي روښانه کړې ده.

په سعودي عربستان کې د پاکستان او طالبانو د ادارې د پلاویو ترمنځ له ناستې وروسته ځینو پاکستاني سرچینو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې اسلام اباد له افغانستان سره د تړلو لارو د پرانېستلو په تړاو د سعودي عربستان وړاندیز رد کړی دی، خو په کابل کې د طالبانو چارواکي وايي، چې په دغو خبرو اترو کې کابل د لارو د پرانېستلو په تړاو هیڅ ډول وړاندیز نه دی کړی.

د طالبانو دغو سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د لارو د تړلو په تړاو د طالبانو د ادارې پالیسي روښانه کړې او دوی همغه پالیسي پرمخ وړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر د لړم پر ۲۱ مه افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته وویل، چې له پاکستان سره د حسابونو تصفیې لپاره درې میاشتې وخت لري.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله باید صادرات او واردات له بدیلو لارو ترسره شي.

برادر دغه راز شرط کېښود، چې که پاکستان د لارو پرانېستل غواړي باید قوي تضمینونه ورکړي، چې نور به دغه لارې نه پرانیزي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د ډيپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي، چې سعودي چارواکو د ریاض په خبرو اترو کې دواړې غاړې وهڅولې چې د خبرو کانالونه پرانيستي وساتي او پاکستان دې هڅه وکړي چې دوه اړخیزه سوداګري له خبرو اترو سره هممهاله بیا پیل شي، خو اسلام‌اباد دا وړاندیز رد کړی دی.

د سعودي عربستان په منځګړتوب د خبرو اترو د درېدلي بهیر د بیا پیل کېدو په تړاو ناسته کې د طالبانو یوه درې کسیز پلاوي ګډون کړی و، چې رحمت الله نجیب، قهار بلخي او انس حقاني پکې ګډون درلود.

په پاکستاني پلاوي کې هم ددغه هېواد د تېر مرکچي پلاوي غړو او د بهرنیو چارو وزارت یوه ډيپلوماټ ګډون کړی و.

دغه خبرې اترې، چې د نومبر میاشتې پر ۳۰مه پیل شوې وې، دوې ورځې روانې وې، خو په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او دواړه پلاوي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د سې شنبې په ورځ د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر هم پر خپلې ادارې غږ وکړ، چې لارې تړلې وساتي.

عبداللطیف منصور وویل، چې پاکستان د ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او نورو شخصیتونو له لارې غواړي، چې ددوی د مېوو په فصل کې له افغانستان سره لارې پرانېستل شي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ له نښو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولې لارې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې بندې دي.