د طالبانو دفاع وزارت وايي چې څه باندې ۱۲ سوه موټر او ۵۲ ډوله وسلې یې ترمیم کړي دي

د طالبانو دفاع وزارت وايي چې ددوی د ۲۰۹ الفتح قول‌اردو انجنیرانو په تېرو شپږو میاشتو کې یو زر او ۲۴۴ نقلیه وسایط او ۵۲ ډوله بېلابېلې وسلې ترمیم کړي دي. د یاد وزارت په وینا، په ترمیم شويو وسایطو او تجهیزاتو کې ټانکونه، رینجر، امبولانسونه او سپکې او درندې وسلې شاملې دي.