• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: سومالیایي وګړي باید له امریکا ووځي، هغوی زموږ هېواد خراب کړی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کابینې د یوې ناستې پر مهال پر سومالیايي کډوالو او د امریکا د کانګرس پر سومالیایي‌الاصله غړې ایلهان عمر توندې نیوکې وکړې.

ټرمپ وویل: «سومالیایان باید له دې ځایه ووځي. هغوی زموږ هېواد خراب کړی او یوازې شکایت کوي. تاسو ایلهان عمر وینئ، تل وایي چې اساسي قانون مونږ ته حق راکوي، خو خپل هېواد ته ستنه شه او خپل اساسي قانون هلته حل کړه.»
ټرمپ زیاته کړه، هغه نه ویاړي چې امریکا کې د سومالیایي کډوالو لوی شمېر شته. هغه د سومالیا د وضعیت په اړه وویل: «هغوی هېواد نه لري؛ یوازې داسې خلک دي چې یو بل وژني.»
ایلهان عمر د ټرمپ له سپکاوي ډکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ټرمپ دا چلند د هغې او د سومالیا ټولنې پر وړاندې «ناروغ او غېرطبیعي وسواس» دی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

په روسیه کې بندي امریکایي سرتېری د زندان پر کارکوونکو د برید له امله پر بیا بند محکوم شو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۰
100%

د روسیې په بند کې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی رابرټ ګیلمن په روسیه کې د زندان پر کارکوونکو د برید په تور یو ځل بیا تورن شو او دوه کاله نور بند پرې ولګول شو. له دې سره د هغه د بند موده ۱۰ کلونو ته وغځېده.

ګیلمن په ۱۴۰۱ کال کې پر روسي پولیس د برید په تور ونیول شو او په ۱۴۰۳ کال کې د زندان پر کارکونکو د برید په تور د هغه بند وغځېده.

ګیلمن ویلي، وروسته له هغه یې په دغه عمل لاس پورې کړی چې هغه ته ګواښ وشو چې له ونژو بندخونې څخه به تر ټولو لوړ امنیتي زندان ته ولېږدول شي. د هغه وکیل ویلي، چې نوموړی به بیا اعتراض (اپیل) ونه کړي.

هغه له نهو برمته شویو امریکایي سرتېرو له ډلې څخه یو دی چې د بندیانو له تبادلې وروسته لا هم په روسیه کې بندي دی.

طالبانو په بلخ کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور یو کس په دُرو وهلی دی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۰
100%

طالبانو په بلخ ولایت کې د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور یو کس په عام محضر کې په دُرو وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کس د بلخ د ښاري محکمې د پرېکړې پر بنسټ په عام محضر کې ۳۹ دُوري وهلی دی.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د خوست ولایت په مرکز کې د زرګونو نندارچیانو د سترګو په وړاندې یو کس «قصاص» کړ.

د طالبانو له خوا مجرمانو ته په عام محضر کې دغه ډول میداني سزاګانې ورکول تل د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له خوا له سخت غبرګون سره مخ کېږي.

طالبانو او ایران دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو پرانېستل کېدو په اړه خبرې کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د مرکزي بانک رییس نوراحمد آغا او د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین په کابل کې لیدلي او د مالي او بانکي همکاریو په اړه يې خبرې کړې دي. د دې لیدنې پر مهال په ایران کې د دُوغارون آزادې سیمې کې د افغانستان د بانکونو د څانګو د پرانېستل کېدو پر موضوع هم بحث کړی.

د ایران د کورنیو رسنیو په وینا، په دوغارون کې د افغان بانکونو د څانګو جوړول د ایران او د طالبانو د ادارې تر منځ د مالي تبادلو د اسانتیا لپاره د یوه ممکنه حل لارې په توګه وړاندې شوي دي. په دې ناسته کې د خراسان رضوي والي غلام‌حسین مظفري هم ګډون درلود او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو بانکي فعالیتونو او د مالي معاملو اړوند میکانیزمونو په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او طالبانو حکومتونه د نړۍوالو تر سختو بندیزونو لاندې دي.

د طالبانو د مرکزي بانک پخواني رییس هدایت‌الله بدري د روان کال د ثور په میاشت کې د ملګرو ملتونو له مرستیال سرمنشي سره په لیدنه کې ویلي وو چې له بندیزونو سره سره، «نړۍوالې مالي معاملې د غیر رسمي لارو ترسره کېږي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد سوداګري له افغانستان سره د ټولو اروپايي هېوادونو له مجموعي سوداګرۍ هم زیاته ده.

سی‌بي‌اېس نیوز: د امریکا په شمالي کلفرونیا کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۰
100%

سی‌بي‌اېس نیوز خبر ورکړی چې د امریکا د کلفرونیا ایالت شمال کې د سټاکټن ښار په یوې کورنۍ مېله کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د بریدګر هویت لا نه دی څرګند شوی او د راپورونو له مخې هغه له سیمې تښتېدلی دی.

د سن‌خواکین ولسوالۍ د پولیسو ویاندې هېدر برنټ خبریالانو ته ویلي چې ډزې د شنبې په ورځ د ماښام شاوخوا شپږو بجو پر مهال د یو مېلمستون په تالار کې شوې دي. د هغې په وینا، د پېښې قربانیان له ځوانانو نیولې تر لویانو پورې دي.

هغې زیاته کړې چې تر اوسه په دې تړاو هېڅوک نه دي نیول شوي او نه هم د شکمن کس په اړه کوم څرګند معلومات یا یې د برید په تړاو احتمالي انګېزه شته. د سټاکټن د ښاروالۍ مرستیال جېسن لي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې ډزې «د یو ماشوم د زېږون د جشن» پر مهال شوې دي.

د کلفرونیا پولیسو مخکې هم تایید کړې وه چې د جمعې په ورځ د سن‌خوزه ښار په یوه پلورنځي کې ډزې شوې وې. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي وو. د اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس په راپور کې راغلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

درې ورځې وړاندې هم په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو ډزې شوې وې چې په پایله کې یو تن د سختو ټپونو له امله ژوند بایللی دی.

ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په بدخشان کې یې ۳طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، په بدخشان ولایت کې یې په طالب وسله والو راکټي برید کړی چې درې طالبان یې په‌کې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهې یکشنبه د (لیندۍ ۹مه)‌ یوې اعلامیه کې ادعا کړې چې د شنبې په ماښام، د بدخشان ولایت فیض اباد کې یې وسله والو د طالبانو پر امنیتي حوزه برید کړی چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو خواوو ترمنځ نږدې ۱۵ دقیقې نښته شوې، چې په کې د سپکو او درنو وسلو څخه استفاده شوې ده. تر اوسه طالبانو ددغه برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

دغه برید د افغانستان په شمال کې د ازادۍ جبهې د عملیاتو تازه پېښه بلل کېږي، چې د طالبانو پر حضور او امنیتي مرکزونو یې کړي دي.