• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ایران ته په رسمي سفر تللی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا ​​محمد ندیم په رسمي بلنه ایران ته سفر کړی. خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد پلاوی د علمي اړیکو د پراختیا او له ایران سره د تجربو د تبادلې په موخه تللی دی. طالب وزیر ندا محمد ندیم په ۱۴۰۱ کال کې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن شنبه، د لیندۍ ۱۵مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ندا ​​محمد ندیم په مشرۍ پلاوی به د ایران له یو شمیر پوهنتونونو څخه لیدنه وکړي.

ایران د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ته په داسې وخت کې ایران ته د سفر بلنه ورکړې چې د طالبانو ادارې په تیرو څلورو کلونو کې د افغان میرمنو او نجونو لپاره ثانوي او لوړې زده کړې منع کړې دي.

ندا محمد ندیم د هیبت الله اخوندزاده نږدې کسانو څخه دی او د میرمنو او نجونو د زده کړو سرسخته مخالف دی.

د هغه د وزیر په توګه د دندې پرمهال د افغان پوهنتونونو نصاب او محتوا بدله شوه، اصلي مضامین یې کم کړل او د اسلامي کلتور د ټولګیو ساعتونه یې زیات کړل.

ندیم په نړیواله کچه د مېرمنو او نجونو د د زده کړو مخنوي او په افغانستان کې د بشري حقونو د محدودولو په برخه کې تورن شوی دی.

اروپايي اتحادیې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې ندا ​​محمد ندیم د بندیزونو په لیست کې شامل کړ. د هغه د بندیز اصلي دلیل د "ښځو لپاره د لوړو زده کړو او د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په اړه د فرمانونو پلوي بلل شوی دی.

په دې وروستیو کې ندا محمد ندیم د اسټرالیا حکومت لخوا هم تحریم شوی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۵

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې په تېره میاشت کې د خوراکي توکو بیه ۲،۳ سلنه لوړه شوې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ادارې ویلي، چې د روان کال په لړم میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۲،۳ سلنه لوړوالی راغلی دی، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ لانجې او له افغانستان سره د پاکستان د ټولو سواګریزو لارو بندېدو په دوام، د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ادارې اعلان کړی، چې په تېره لړم میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۲،۳ سلنه لوړوالی راغلی دی.

یادې ادارې ویلي، چې په میاشتنې ډول یې د لګښتي توکو د بیو ارقام تحلیل او ارزولي، چې له مخې یې په لړم میاشت کې د غلو دانو بیه ۱،۳ سلنه، د غوښو بیه ۱،۶ سلنه، د سبزې بیه ۲،۱ سلنه او د مېوو په بیه کې ۱،۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

همدارنګه یادې ادارې ویلي، چې د غیر خوراکي توکو له ډلې د درملو په بیه کې ۱۳،۹ سلنه او د استوګنې شاخص کې ۳،۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

سره له دې چې طالبانو ویلي، د‌ پاکستان پر ځای یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره سوداګري پراخه کړې، خو لا هم ورځ تر بلې په افغانستان کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې لوړوالی نه دی کنټرول شوی.

د ننګرهار موزیم ته لسګونه لرغونې سکې وسپارل شوې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۴۲ لرغونې سکې چې له ډلې یې یوه د سپینو زرو او پاتې نورې له مسو څخه جوړې شوې دي او د تېرو کلونو په لړ کې د ننګرهار ولایت سبز اباد غونډۍ لرغونې سیمې څخه لاسته راغلې دي د ننګرهار ولایت موزیم ته وسپارل شوې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه، لیندۍ ۱۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د مسلکي پلاوي له لوري نندارې ته وړاندې کولو په موخه له پاک کارۍ، وقایې، تشخیص او ثبت وروسته د ننګرهار ولایت موزیم ته ولېږدول شوې.

د طالبانو په اعلامیه کې لیکل شوي، چې یادې سکې د میلاد څخه وړاندې درېیمې پېړۍ څخه تر شپږمې میلادي پېړۍ «هندو سکایي، یوناني او باختري، هندي او پارتي، کوشاني او ساساني دورو» پورې تړاو لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزات د لرغون پېژندنې رییس سید ذبیح الله سادات وویل:«لرغونې آثار په ځانګړې توګه سکې د حکومت او خلکو تاریخي، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او د ټولنیز هویت نښه ده، چې له پخوانیو دورو څخه موږ ته پاتې شوي دي.»

دوی زیاتوي. چې لرغون ‌پېژندنې ریاست مسلکي کارکوونکي د اصولو او تګلارو مطابق علمي او مسلکي فعالیتونو ته ژمن دي، ترڅو د هېواد د بډایه تمدن د لا ښې پېژندنې غوره زمینه برابره کړي.

طالب چارواکی: په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او کرکیله نېږدې صفر شوې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه توکو پر وړاندې مبارزې معین د منځنۍ اسیا هېوادونو د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ غونډه کې ګډون او وینا کړې ده. عبدالرحمن منیر ویلي، په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او کرکیله نېږدې صفر شوې او د غړو هیوادونو په همکارۍ یې ټینګار کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د لیندۍ ۱۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې معین عبدالرحمن منیر ګډونوالو ته په افغانستان کې د نشه یي توکو سره روانه مبارزه تشریح کړې.

نوموړي د نشه یي توکو سره د مبارزې له غړو هیوادونو غوښتنه وکړه چې د افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي تر څو دا شومه پدیده په ټولیزه توګه د افغانستان څخه پاکه شي.

یاد طالب معین په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د لړم ۳۰مه ویلي، چې د ملا هبت الله له خوا ګوښه شوي د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد قاسم خالد غوښتل چې د هغو طالب چارواکو نومونه افشا کړي، چې د نشه یې توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې باخبره سرچینو ویلي و، چې د یاد وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ګوښه شوی معین محمد قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د اوونۍ د انسجام په غونډه کې ویلي و، چې د هغو طالب چارواکو نوملړ لري، چې د نشه یي توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.

قاسم خالد ویلي و، چې غواړي د هغو طالب چارواکو په اړه په رسمي ډول د طالبانو مشر ملا هبت الله ته معلومات ورکړي.

طالبانو د تېر اکتوبر میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د نیمروز پخوانی والي محمد قاسم خالد د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معین په توګه وټاکه، خو له ۲۸ ورځو وروسته یې له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د یادې ډلې د اصلاحي کمیسیون پخوانی رییس عبدالرحمن منیر په دنده وګوماره.

طالبانو په غزني کې یو درې کلن ماشوم له انسان تښتونکو ژغورلی دی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، غزني کې یې ځواکونو هغه درې کلن ماشوم ژغورلی چې تېره شپه د کابل د محمود خان پله له سیمې تښتول شوی او غزني ته انتقال شوی و. طالب چارواکي وایي، په پېښه کې ښکېل یو تورن کس نیول شوی چې د ماشوم د کورنۍ له نږدې کسانو څخه دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د غزني ولایت د څلورمې امنیتي حوزې ځواکونو یې هغه درې کلن ماشوم د تښتونکو له منګولو ژغورلی چې د کابل ښار له پل محمود خان سیمې څخه تېره شپه تښتول شوی و.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال یو تن نیول شوی او لومړني معلومات ښيي چې نیول شوی کس د ماشوم د کورنۍ له نږدې اشخاصو څخه دی. خبرپاڼه زیاتوي، یاد کس غوښتل د ماشوم د خوشي کولو په بدل کې «زیاتې نغدې پیسې» ترلاسه کړي.

یاد وزارت وايي، قضیه لا هم تر څېړنو لاندې ده او نیول شوی تن به د عدلي او قضایي بنسټونو سپارښتنې ته وړاندې شي.

پوتین او مودي په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې باندې ټینګار کړی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ګډه اعلامیه کې پر دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف باید قوي مبارزه وشي. دا ګډه اعلامیه د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د کرملېن ماڼۍ پر ویب پاڼه خپره شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړه لوري د افغانستان په اړه د روسیې او هند تر منځ د نږدې همغږۍ هرکلی کوي او د دې همغږۍ په پیاوړتیا کې د «مسکو فورم» رول مهم بولي.

دواړه مشران د نړۍوالو ترهګریزو ډلو پر ضد د روانو هڅو ملاتړ کوي، په تېره د داعش خراسان څانګې او ورسره تړلو نورو ډلو پر ضد د ګډو اقداماتو هرکلی هم کوي. دوی باور څرګند کړی چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه هراړخیزه او اغېزمنه وي.

د روسیې او هند مشرانو پر دې هم ټینګار کړی چې افغان ولس ته باید بې‌درېغه او پر وخت بشري مرستې ورسول شي. ولسمشر پوتین د لیندۍ په ۱۳مه هند ته سفر کړی و او هلته د لومړي وزیر نرېندرا مودي له لوري په تود هرکلي بدرګه شو.

پوتین د خپل سفر نه مخکې په یوه مرکه کې ویلي و چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپلې ځانګړې ستونزې لري.
خو هغه دا هم ویلي چې طالبان د افغانستان د امنیتي وضعیت کنټرول په لاس کې لري او د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د داعش پر ضد اقدامات کوي.