• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منیژه باختري: افغانستان کې ښځې او نجونې له پراخ سیسټماټيک فشار سره مخ دي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۵ GMT+۰

په اتریش کې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام برحاله سفیرې منیژې باختري د اروپا امنیت او همکاریو سازمان (OSCE) د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ویلي، افغانې ښځې او نجونې د نړۍ له پراخ او پلان شوي جنسيتي فشار سره مخ دي.

منیژه باختري وایي، په تېرو څلورو کلونو کې یې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، د ملګرو ملتونو په ویانا دفتر او نورو نړۍوالو غونډو کې دا حقیقت څو ځله تکرار کړی دی چې ښځې او نجونې په افغانستان کې له پراخه، سیسټماټيک او پلان شوي فشار سره مخ دي.

هغې ټینګار کړی، سره له دې چې د نړۍوالې ټولنې له خوا د ملاتړ بیانیې، قطع‌نامې او اخلاقي غصه موجوده ده، خو د افغان ښځو ورځنی ژوند لا هم نه دی بدل شوی او اوس بېړني اقدام ته اړتیا شته، نه یوازې د وضعیت د بیا تکرار.

نوموړې لیکلي:«ښځې او نجونې د ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه محرومې دي، له ټولنیز ژوند لرې شوي، له کاره منع شوې، د سفر اجازه نه لري، مجبورې دي چوپ پاتې شي، نیول کېږي او یوازې د کرامت لرونکي ژوند لپاره مجازاتېږي. دا یوازې جلا سرغړونې نه دي، بلکې جنسي تبعیض یا اپارتایډ جوړوي، چې د نړیوالې ټولنې رسمیت پېژندنې او اقدام ته اړتیا لري».

هغه په پای کې له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د ټولو موجودو میکانیزمونو، په شمول د ICC، ICJ او د نړۍوالو حقوقي نظامونو څخه استفاده وکړي او د افغان ښځو وضعیت د اپارتایډ په توګه په رسمیت وپیژني او د دې په وړاندې اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

اشرف حیدري: د امریکا نوې ستراتیژي افغانستان ته د بیا پاملرنې فرصت برابروي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۰ GMT+۰

په سرېلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد اشرف حیدري وایي، د امریکا د ۲۰۲۵ ملي امنیت تازه ستراتیژي، سره له دې چې په ښکاره افغانستان نه یادوي، بیا هم واشنګټن ته فرصت ورکوي چې د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ د افغانستان د ثبات لپاره نوې سیمه‌ییزه تګلاره رامنځته کړي.

محمد اشرف حیدري په اېکس د امریکا د ۲۰۲۵ د ملي امنیت ستراتیژۍ پر محتوا تبصره کړې او ویلي دي چې دغه سند د سړې جګړې وروسته د واشنګټن له عمومي بهیر څخه ډېر بدلون نه لري، بلکې د هغه په وینا، د «تیري ‌محور واقعیت‌پال» او «امریکا‌محوره سیاست» روحیې دوام ښيي.

حیدري په خپل پوسټ کې لیکلي:«د ۲۰۲۵ ملي امنیت ستراتیژي په کار کې د امریکا نسبي ځواک د اقتصادي او نظامي فشار له لارو غښتلی کوي، خو په لویو، اوږدو او لګښتي نظامي مداخلاتو کې د ګډون له تکراره ډډه کوي».

هغه زیاتوي چې دغه ستراتیژي د امریکا لپاره داسې چاپېریال برابروي چې د سیمې له کلیدي هېوادونو سره په ګډه د افغانستان د ثبات لپاره ګټور ګامونه واخلي.

د حیدري په خبره، دا به د امریکا، د سیمې هېوادونو او افغانستان لپاره «یو درې اړخیز بری» وي.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا باید د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره بیا افغانستان ته ستراتیژیکه پاملرنه کړي.

حیدري وايي دا کار به د ترهګرۍ ضد هڅې پیاوړې کړي، سیمه‌ییز اقتصادي دهلیزونه به خوندي کړي او د جیوپولټیک رقابتونو په مدیریت کې د واشنګټن لاس به هم پیاوړی کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا په خپل تازه امنیتي سند کې افغانستان په نوم نه‌دی یاد کړی او تمرکز یې د چین، روسیې، هند، جاپان او سویلي کوریا په څېر ستر اقتصادي او جیوپولټیک هېوادونو ته اوښتی دی.

په سند کې د افغانستان امنیتي وضعیت، اقتصادي اړتیاوې او سیمه‌ییز اهمیت ته هېڅ ځانګړې اشاره نه‌ده شوې.

امریکا یو شمېر کډوالو ته د کاري اجازې موده له پنځو کلونو نه ۱۸میاشتو ته را ټیټه کړه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۰ GMT+۰

د متحده ایالاتو د کډوالو او تابعیت ادارې (USCIS) د یو شمېر بهرنیو کډوالو د کار اجازې موده له پنځو کلونو نه ۱۸ میاشتو ته راکمه کړې ده.

د دغې ادارې مشر وویل: «د کار اجازې د اعتبار د مودې کمول دا ډاډ رامنځته کوي هغه کسان چې په امریکا کې د کار اراده لري، د عامه امنیت لپاره ګواښ نه شي او د امریکا ضد نظریات ونه لري».

دغه نوې تګلاره به پر هغو بهرنیانو پلي کېږي چې «په امریکا کې یې پناه اخیستې، د پناه غوښتنې دوسیې یې روانې دي، د ایستلو (deportation) د مخنیوي حکم لري، یا د قانوني استوګنې د حالت بدلون (Adjustment of Status) غوښتونکي دي».

دغه پرېکړه هم‌مهاله د امریکا د خزانې وزارت له هغو نویو لارښونو سره اعلان شوې چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سختو مهاجرتي پالیسيو د پلي کېدو په لړ کې صادریږي. دا اقدامات په واشنګټن کې پر ملي ګارډ تر برید وروسته ګړندي شوي دي.

له بلې خوا، د امریکا ستره محکمه د هغه طرحې ارزونه کوي چې د ټرمپ حکومت له مخې د زیږون پر بنسټ پر تابعیت د بندیز لګول غواړي. د امریکا د اساسي قانون له مخې، هر څوک چې د دغه هېواد په خاوره کې وزېږي، د امریکا تبعه ګڼل کېږي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د همدې موضوع په تړاو د تابعیت د لغوه کولو اجرایي فرمان هم صادر کړی و.

طالبان: د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره یو شمېر هېوادونو ته کاري ډلې استوو

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د احصايې او معلوماتو اداره وایي، یو شمېر هېوادونو ته به دافغان کډوالو د هویت ستونزې د حل په موخه کاري ډلې واستوي. تر دې وړاندې طالبانو متحده عربي امارات او ایران ته د افغان کډوالو د هویت د تثبیت او ثبت په موخه خپلې ډلې لېږلي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې مشر عبدالقهار حاجي رییس د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) ویلي، چې یو شمېر هېوادونو ته به د افغان کډوالو د هویت ستونزې د حل په موخه کاري ډلې ولیږي.

نوموړي دا ونه‌ویل، چې په دې برخه کې به کومو هېوادونو ته کاري ډلې واستوي.

حاجي رییس زیاته کړه: «له هېواد څخه بهر چې کوم افغانان دي لکه امارات او ایران ته چې مو ګروپونه لېږلي هغو هیوادونو ته به هم خپل ټیمونه واستوو څو هلته هیوادوالو ته خدمات وړاندي کړو.»

په نورو هېوادونو کې افغان کډوال او پناه غوښتونکي د هویت او نورو ټولنیزو اسنادو کې د ستونزو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

طالبان: په بدخشان او غزني کې د ټرافیکي پيښو له امله ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۰ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو د ټرافیک اداره وايي، په غزني او بدخشان کې په درېیو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.دغه اداره پر لویو لارو دوامداره ټرافیکي څار د پيښو په کموالي کې اغېزناک ګڼي.

په کابل کې د طالبانو د ټرافیک ادارې د تامیناتو مشر حکمت‌الله سمیر د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) ویلي، د کابل- کندهار پر لویه لاره د غزني په مرکز کې د یوه ټېلر او بس موټر د ټکر له امله ۹ تنه ټپيان شوي، په یوې بلې ورته پېښه کې ۷ کسان ټپيان او په بدخشان کې د یو موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې پر لویو لارو د ټرافیک قوانینو د تطبیق او د دوامداره څار له امله تر پخوا په ټرافیکي پېښو کې کمښت راغلی دی.

خو د هېواد د لویو لارو موټر چلوونکي تنګ سړکونه، پر لارو د ټرافیکي نښو نښانو نشتوالی او ګڼه ګوڼه د ټرافیکي پيښو لاملونه ګڼي، خو مسافر بیا د موټر چلوونکو بې احتیاطي د ورته پېښو د رامنځته کېدو اصلي لامل ګڼي.

د طالبانو د کرنې او مالدارې وزارت: هند، ایران او ازبکستان ته صادرات جریان لري

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰

طالبان له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له پرېکون وروسته د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني وايي، افغان کرنیز محصولات هند، ایران او ازبکستان ته صادريږي.

صدراعظم عثماني د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) د دغې ډلې تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې تولیدات یې تر پخوا معیاري شوي او په بېلابېلو برخو کې د بازار موندې هڅې روانې دي.

نوموړي زياته کړې، چې دا مهال هند، ایران او ازبکستان ته صادرات لري، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه‌کړل.

عثماني ویلي، چې په ټول هېواد کې د سړو خونو د جوړولو لپاره پنځه کلن پلان تر لاس لاندې لري او په وینا یې، په هر ولایت کې د دې پلان په عملي کېدو سره به د سړوخونو د کمښت ستونزه هم حل شي.

افغانستان هر کال ګڼ کرنیز توکي لکه انار، مڼې، انګور، جڼغوزې، بادام او زعفران بهرنیو بازارونو ته صادروي او په ټوله کې وچې او تازه مېوې د هېواد د صادراتو ستنه بلل کېږي.