د اوکراین پلازمینه کېیف کې روسي ډرون الوتکو او توغندیو درې کسان ټپیان کړي

د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې روسیې سهار مهال د پلازمینې کېیف په بېلابېلو سیمو د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو برید کړی چې درې کسان پکې ټپيان شوي. وایي، ټپیانو کې دوه مېرمنې دي.

د راپور له مخې، روسي ځواکونو د کېیف ښار شاوخوا سیمو ته د کینژال هایپرسونیک توغندیو په ګډون ګڼ شمیر توغندي او ډرونونه ویشتي. لومړني راپورونه ښيي چې د ښار اصلي رېل پټلۍ هم د برید په ترڅ کې زیانمنه شوې ده.