صالح د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د یوه ملت د هویت د تثبیت لپاره تر ټولو مهم بنسټونه حماسه او ادبیات دي او نور ارزښتونه که هر څومره مهم هم وي یوازې حاشیه ګڼل کېږي، نه متن.
صالح ټینګار کړی، چې د ملکیت د ثبوت لپاره قباله اړینه ده، خو د هویت د ثبوت سرچینه اساسي قانون او فرهنګي بنسټونه دي.
هغه زیاته کړې: «حماسه او ادبیات د هویت جوړونکي اساسي عوامل دي. هغه کسان چې د «نه یم» پر شعار ټینګار کوي، باید هڅه وکړي چې متن ته داخل شي، ځکه دا مهال د حاشیې په حاشیه کې ولاړ دي.»
صالح یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي: «زه افغان یم.»
په امریکا کې د یوه افغان لهخوا د ملي ګارد پر دوو عسکرو تر برید وروسته په خواله رسنیو کې د «زه افغان یم» په نوم د افغان کډوالو، سیاسي څېرو، پخوانیو چارواکو او مدني ډلو لهخوا کمپاین پیل شو.
په واشنګټن کې تر یاد برید وروسته خپاره شوي راپورونه ښيي، چې د امریکا د امنیتي ادارو لپاره د پېښې حساسیت او همدارنګه د افغان کډوالو پر وړاندې د احتمالي بدبینۍ وېره، د دې لامل شوې چې دغه پېښې د افغانانو په منځ کې د هویت بحث راوپاراوي او ورسره یو شمېر کسانو د «زه افغان نهیم» کمپاین پیل کړ؛ خو د امرالله صالح په ګډون ډېریو افغانانو له دغه کمپاین سره مخالفت څرګند کړ او د «زه افغان یم» ټرېنډ یې جوړ کړ او دغه ټرېنډ ته یې په خواله رسنیو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو زور ورکړ.
د امرالله صالح دغه چاره د ډېریو افغانانو له لوري له ستایلو سربېره بدرګه شوی هم دی.
له دې سره سم، یو شمېر افغانانو د یاد کمپاین په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې ځانونه «افغان» نهبولي، د دې حق نهلري چې د افغانستان له تذکرې او پاسپورټ څخه استفاده وکړي.
د تېر جمهوري نظام کې د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي: «په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري. د افغانستان ملت له پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، بلوڅ، پشه يې، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى. د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كېږي.»