احمدالشرع: د افغانستان او عراق په جګړو کې بېګناه کسان قرباني شوي

د سوریې موقتي ولسمشر احمدالشرع د دوحې په ۲۳مه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان او عراق جګړو کې بېګناه ملکي وګړي وژل شوي او د ده په وینا، ریښتینی ترهګر هغه څوک دی چې ملکي خلک په نښه کوي.

د سوریې موقتي ولسمشر احمدالشرع د دوحې په ۲۳مه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان او عراق جګړو کې بېګناه ملکي وګړي وژل شوي او د ده په وینا، ریښتینی ترهګر هغه څوک دی چې ملکي خلک په نښه کوي.
احمد الشرع د خپلې جګړهییزې تېرې تجربې په اړه وویل، چې په شلو کلونو کې یې هېڅکله هم ملکي کسانو ته زیان نه دی اړولی او ټینګار یې وکړ، چې «ترهګر هغه کسان دي چې بېګناه خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان وژني او له نامشروع لارو خلکو ته زیان رسوي.»
نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: «موږ په افغانستان او عراق کې جګړې لیدلي دي، ټول وژل شوي کسان بېګناه وو. دا هماغه قاتلان دي چې نور ترهګر یادوي.»
احمدالشرع په دې باور دی، چې له ۲۵ کلونو جګړو او تجربو وروسته خلکو دا ښه درک کړې چې څوک په رېښتیني معنا ترهګر دي.
هغه د سوریې د ښځو د رول په اړه وویل، چې ښځې په دغه هېواد کې پیاوړې شوې دي او د حکومت هڅه دا ده، چې هغوی په بشپړ ډول د دولت او پارلمان په چارو کې برخه واخلي.


د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د سیمې هر هېواد ته جلا جلا افراطي ډلې جوړې کړي او د هر هېواد پر ضد ترې استفاده کوي.
شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو موخه لپاره خپلې جوړې کړې افراطي ډلې د هماغو هېوادونو پر ضد استفاده کوي او یا هم ترې باج اخلي.
میاخېل وايي: «پاکستان لشکر طیبه د هند پر ضد، تحریک اسلامي ترکستان یې د چین پر ضد، تحریک اسلامي ازبکستان یې د ازبکستان پر ضد او همداراز جهش العدل او سپاه صحابه یې د همدې موخو لپاره جوړې کړې دي.»
هغه وايي، تر هغې چې د سیمې لپاره د پاکستان په عمومي او ستراتیژيکو پالیسیو کې ژور بدلون رانهشي، نو سیمه کې به د شته ستونزو لمن لاپسې پراخه شي.
شاه محمود میاخېل خبرداری ورکوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو په سیمه کې به نیابتي او سیمه ییزو جګړو ته لا زمینه برابره او ورسره به سختدریځي لاپسې تقویه شي او په پایله کې به پاکستان تر نورو ډېر تاوان وکړي.
میاخېل په دې مرکه کې پر افغان خاورې د پاکستان د تېرې شپې برید ته په اشارې ویلي، په داسې شرایطو کې د سیاسي جریانونو په ګډون د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت او مکلفیت دی، چې د پاکستان پر وړاندې ودرېږي، ځکه دا د ملي ګټو ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ مسایل دي او باید په دغه ډول مهمو مسایلو کې افغانان په یوه صف کې ودرېږي.
نوموړي همداراز څرګنده کړه، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان سره مخالفت په دې معنا نهدی چې دوی د طالبان له حاکمیت او د حکومتولۍ له اسلوب سره موافق دي.
د شاه محمود میاخېل په باور، پاکستان غواړي چې افغانستان یو ضعیف او اسلاماباد پورې تړلی حکومت ولري او زیاتوي، که پاکستان په دې اړه پهخپلو پالیسو او ستراتېژيو کې ژور بدلون رانهولي نو دغه مسایل د خبرو له لارې نههوارېږي او په وینا یې: «پاکستان باید د افغانستان په تړاو په خپلو پالیسیو کې ژور بدلون راولي، تر هغو چې دغه بدلون رانهشي دغه مسایل په نورمالو خبرو او ډيپلوماسۍ نهحلېږي، ځکه پاکستان غواړي په افغانستان کې پاکستان پورې تړلی حکومت وي، چې دا یوه لویه ستونزه ده، ځکه هېڅ حکومت دا نهشي منلی.»
نوموړی زیاتوي، که په افغانستان کې هم وضعیت همداسې دوام وکړي، نو پاکستان هڅې کوي چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي، ځکه پاکستان د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد کمېټه کې غړیتوب لري حال دا چې: «پاکستان پهخپله د ترهګرۍ ملاتړی او جوړوونکی دی.»
شاه محمود میاخېل وايي، افغان ولس په افغانستان کې د یوه قانوني او مشروع حکومت غوښتونکی دی او په باور یې: «تر هغې چې په افغانستان کې یو قانوني او مشروع حکومت رامنځته نهشي، افغانستان خپلو افغانانو، سیمې او نړۍ ته ګواښ دی او که پهکې قانوني او مشروع حکومت وي، بیا هېچاته هم ګواښ نه یو او افغانان هم کولی شي په خپلو کې په سوله کې په ګډه ژوند وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې طالبان حاکم دي او له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت نهدي پېژندلي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ وروستۍ نښتو ته په اشارې سره ویلي، چې دا د «بادارانو او د هغوی د خپلو نوکرانو» ترمنځ جګړه ده.
اېمل ولي خان د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه د بادار او نوکر جګړه ده. هغه زیاته کړې: «وګورئ او خوند ترې واخلئ.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) وویل، چې پاکستان لومړی د دوی پر پوستو برید وکړ او دوی غبرګون ته اړ شول.
سره له دې چې د ډیورنډ کرښې ته د نږدې سیمې اوسېدونکې تېره شپه د نښتو پرمهال له خپلو کورونو څخه ووتل، خو د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیا ویلي، چې د پاکستان په دې بریدونو کې د یو طالب جنګیالي په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.
په سپین بولدک کې د جګړې پر مهال؛ طالبانو د سپین بولدک او چمن ترمنځ د «باب دوستي» په نوم دروازې یوې برخې ته چاودنه ورکړه.
د جګړې پر مهال د طالبانو په خپل منځي واټس اپ ګروپونو کې د دوی هغه غږونه خپاره شول، چې ویل یې: «دا ځل باید د چمن- سپين بولدک تر منځ دروازه لهمنځه یووړل شي.»
سرچینو ویلي، چې طالبانو دغې دروازې ته نږدې ژېړو بوشکو ته چاودنه ورکړې.
د طالبانو او پاکستان تر منځ لانجه تازه نه ده، بلکې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځلې پر ډیورنډ کرښه نښتې رامنځته شوې دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لانجې د حل لپاره قطر او ترکیې په پرلهپسې توګه منځګړیتوب کړی، خو د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند او سولې مذاکرات هېڅ مطلوبي پایلې ته نه دي رسېدلي.
همداراز، د لیندۍ په ۱۲مه د طالبانو او پاکستان مرکچي پلاویو د سعودي عربستان په خبرو اترو کې د اوربند پر دوام هوکړه کړې وه. دواړو خواوو د تېرو خبرو اترو د پرېکړو پر دوام موافقه ښودلې وه، چې اوربند به جاري ساتي، خو د طالب چارواکو په اند دا ځل بیا هم پاکستان اوربند مات کړ.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وايي، د «مدرسې او لېسې او د پوهنتون او حجرې» بېلول غربي فکر دی. نورالله نوري ټینګار کوي: «اشغالګر د یوې دسیسې له مخې هڅه کوي په دې برخه کې ګډوډي رامنځته کړي.»
د طالبانو دغه وزیر د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) په کابل کې د ښوونیزو بنسټونو د ۷۱۵ تنو په فراغت غونډه کې د دیني او عصري زده کړو په ترلاسه کولو ټينګار کړی.
نوموړي زیاته کړې: «جهاد یوازې په وسله نه، بلکې په علم، وسایلو او پرمختللو تخنيکونو سره هم تر سره کېږي او ځوانان بايد په همدې برخه کې مخکښ رول ولوبوي.»
نوري ویلي، هغه مهال د فارغو زدهکوونکو قدر کوي چې په مسلکي برخه کې هېواد ته د خدمت مسوولیت ترسره کړي.
د طالبانو د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال محمد علي جان احمد بیا له ځوانانو وغوښتل، چې د پردي کلتورونو پر ځای «اسلامي ارزښتونه» عملي کړي.

په کندهار کې د واک او نفوذ د معادلې تر شا یو نوم په تکرار سره یادېږي «ملاشیرین»؛ هغه کس چې د طالبانو د مشر له تر ټولو نږدې او باوري ملګرو ګڼل کېږي او له همدې اړیکو په استفادې په کندهار کې داسې موازي ځواک جوړوي، چې ان د طالبانو امنیتي او استخباراتي ادارې هم ورسره موافق نه دي.
ملا محمد علي حنفي مشهور په ملاشيرين اخوند هغه څوک دی، چې د طالبانو د حکومت په داخلي جوړښت کې د هبتالله اخوندزاده تر ټولو د باور وړ کسانوڅخه ګڼل کېږي.
هغه نه یوازې د کندهار والي دی، بلکې د هبتالله د کورنۍ، چاپېریال او خصوصي کړیو غړیتوب یې نفوذ څو برابره کړی دی.
په کندهار او ځانګړې توګه په ژیړۍ او پنجوايي ولسوالۍ کې د ده امر د هر رسمي قانون او قوماندې څخه مخکې عملي کېږي.
دغه نږدیوالي ملاشیرین ته هغه دریځ ورکړی، چې د طالبانو د دفاع وزارت، د استخباراتو عمومي ریاست او نورو مرکزونو رسمي پرېکړې هم یو اړخیزې پرېږدي.
سرچینې وایي، چې د همدې نفوذ له امله هغه په کندهار کې داسې کړنې کوي چې له هېڅ دولتي بندیز او پوښتنې سره نه مخ کېږي.

۸۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه؛ د قدرت شخصي جزیره
له شاوخوا ۶ میاشتو راهیسې ملاشیرین په کندهار کې یوه ۸۰۰ کسیزه ځانګړې او تر ډېره پټه استخباراتي قطعه جوړه کړې ده. دغه قطعه په رسمي ډول د ولایت مقام او خپله د ملاشیرین د امنیت لپاره ښودل کېږي، خو په عمل کې د شکمنو کسانو د تعقیب، څارنې، معلوماتو راټولولو او خپل سري نیونو کارونه کوي.
د ملاشیرین د ۸۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې جنګیالي د رسمي یونیفورم پر ځای په عامو خلکو کې عادي جامې اغوندي.
دا کار ځکه کوي، چې د دې کسانو اصلي دنده د خلکو پټه څارنه ده، نو هڅه کوي له ټولنې سره ورګډ ښکاره شي. د سیمې خلک نه شي تشخیصولای چې څوک عادي وګړی او څوک د ځانګړې قطعې غړی دی او همدا پټ تګ راتګ د هغوی د کار اسانتیا ډېروي.
د دې قطعې د غړو د تنخواوو اندازه د طالبانو د عادي ځواکونو له تنخواوو لوړه ټاکل شوې ده او د هر غړي میاشتنۍ تنخوا له ۱۵ څخه تر ۲۵ زره افغانیو پورې ده، چې دا د طالبانو په جوړښت کې د یوې نیمه خصوصي، لوړ امتیاز لرونکې قطعې بڼه څرګندوي. د لوړې تنخوا موخه د دې کسانو بشپړ وفاداري او دوامداره فعالیت خوندي کول دي.
سرچینې وايي، د دې قطعې فعالیت یوازې د کندهار ښار پورې محدود نه دی، بلکې په ژیړۍ، پنجوايي، میوند، ډنډ، ارغنداب، شاولیکوټ او نورو ولسوالیو کې هم د دوی د حضور نښې لیدل کېږي.
دوی د ولایت په ټولو مهمو سیمو، لارو او محلو کې په خاموشه ډول فعالیت کوي او د خلکو د ورځني تګ راتګ عمومي نقشه څاري.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د دوی شتون په هر ځای کې محسوس دی، که څه هم ښکاري نه خو د خلکو د تګ راتګ، خبرو، لیدنو، کاروبار او ورځني فعالیت هره برخه څاري.
د دې قطعې اصلي دنده د سیمې د هر وګړي د ژوند ورځنی بهیر څارل دي. د دوی غړي په بازارونو، مسجدونو، سرایونو، د سېمې په سوداګریزو ځایونو او ان د کورونو شاوخوا ګرځي.
د معلوماتو له مخې، هر شکمن کس تعقیبوي، د هغه اړیکې، لیدنې، خبرې او ټولنیز فعالیتونه ثبتوي، دغه څارنه کله ناکله په ورځو او اوونیو وځنډېږي او بیا یې نتیجه د ډلې مشرانو ته سپارل کېږي.
سرچینه زیاتوي، چې د دې قطعې ډلګۍ خپلواک مشران لري چې هره میاشت ناستې کوي.
دا ۸۰۰ کسیزه قطعه په څو کوچنیو ډلو وېشل شوې ده، چې هره ډله خپل جلا مشر لري، مشران یې منظمې میاشتنۍ غونډې کوي او کله نا کله د اړتیا پر مهال اوونیزې ناستې هم ترسره کېږي.
په دغو غونډو کې د نويو مشکوکو کسانو نوملړ ورکول کېږي، د څارنې پلانونه شریک کېږي او غړو ته د نویو عملیاتو امرونه سپارل کېږي.
دا جوړښت د قطعې فعالیت مسلکي کوي او تر ډېره د یوه خپلواک امنیتي ارګان په څېر عمل کوي، نه د ولایت تر چتر لاندې د معمولي ادارې په څېر.
د سرچینو په وینا، ډېری کسان د همدې قطعې له خوا نیول کېږي او اکثره د ملاشیرین په مستقیم امر بندیان ساتل کېږي.
د دې قطعې فعالیت دومره پراخ شوی، چې ان د طالبانو هغه غړي چې د ملاشیرین له کړۍ سره جوړ نه دي هم څارل کېږي او کله ناکله تر پوښتنو لاندې راځي.

د نشهيي توکو د لېږد د لارو پټ څار
د ملاشیرین قطعه د اقتصادي کړیو په خوندیتوب کې هم ښکېل ده.
د سیمې له څو باوري او له موضوع سره نږدې سرچینو څخه ترلاسه شوي معلومات ښيې، چې د ملاشیرین د ځانګړې ۸۰۰ کسیزې قطعې یوه برخه د هغه له اقتصادي کړیو په ځانګړې توګه د نشهيي توکو د محلي جریان او لارو چارو د څارنې یوه برخه هم ورسپارل شوې.
د دغو سرچینو په وینا، که څه هم په رسمي ډول هېڅ سند نه وړاندې کېږي، خو د قطعې غړي په هغو سیمو کې چې د هیرویین، تریاکو او مېتانفېټامین د تولید او قاچاق لپاره مهمې لارې بلل کېږي لکه د ژیړۍ، پنجوايي، میوند او ارغستان ځینې برخې په منظم ډول تګ راتګ کوي.
سرچینې وايي، چې د قطعې استخباراتي، غېررسمي او د خلکو په منځ ورګډ شوي کسان د دې لارو د خونديتوب او د تګ راتګ د جریان د کنټرول په برخه کې رول لري او کله ناکله د داسې کسانو مخه هم نیسي چې د ملاشیرین د کړۍ تر نفوذ بهر تجارت کوي.
د دوی د معلوماتو په اساس، د دې قطعې فعالیت یوازې امنیتي نه، بلکې په ځینو مواردو کې اقتصادي اړخ هم پیدا کوي او د نشهيي توکو د لارو په اړه معلومات راټولوي او دا ټول د ملاشیرین د اقتصادي او سیاسي تسلط د پیاوړتیا په برخه کې د ملاتړ یوه خاموشه برخه ګرځي.
ځینې سرچینې ټینګار کوي، چې د دې ډول فعالیتونو د څارلو لپاره نه خپلواکه اداره شته او نه د حساب ورکولو پروسه، نو همدا دلیل دی چې په سیمه کې د خلکو اندېښنې ډېرې شوې او ګڼ کسان باور لري، چې دغه قطعه یوازې امنیتي ځواک نه دی، بلکې د قدرت د یوې پراخې کړۍ برخه ده چې د غور او پلټنې له سترګو پټه ساتل شوې ده.

خپرېدونکې اندېښنې؛ خلک څه وایي؟
د کندهار اوسېدونکي وايي، د طالب والي ملاشیرین د ځانګړې قطعې غړي که له چا سره شخصي ستونزه ولري، په اسانه یې په بېلابېلو تورونو له بهرنیو هېوادونو سره په اړیکو، همکارۍ یا نورو امنیتي تورونو نیسي.
خلکو دا وضعیت «ظلم» بللی او وایي، چې د یوې ډلې په چوکاټ کې د قانون شخصي تفسیر روان دی.
د کندهار یو اوسېدونکی وایي: «د دې قطعې کسان چې له چا سره بد ولري، یا شخصي دوښمني ولري په هر ډول تور یې نیولی شي، دا حالت خلک وېروي او ښيي چې طالبان حکومت نه، بلکې ډلې ډلې روانې دي.»

طالبان؛ حکومت یا د قدرت سیالې ډلې؟
په طالبانو کې دننه د نفوذ جګړه نوی بحث نه دی، خو د ملاشیرین د قطعه سازۍ اقدام دا شخړه لا جدي کوي.
د طالبانو دفاع وزارت او استخباراتي اداره د هغه له دې کار سره موافق نه ده، خو د هبتالله د نږدې والي له امله هېڅوک یې د مخنیوي جرات نه لري.
دا چارې څرګندوي، چې په کندهار کې رسمي حکومتولۍ ته پر ځای د موازي ځواکونو، شخصي وسله والو او د داخلي قدرت د جزیرې د جوړېدو لړۍ روانه ده.
له همدې امله ډېری کسان باور لري، چې طالبان د یو واحد حکومت په څېر نه، بلکې د داخلي ډلو په بڼه عمل کوي چې په منځ کې یې ژور اختلافات شته.

د قدرت محلي جزیرې او د خلکو راتلونکی
د ملاشیرین شخصي ځواک، د هبتالله ملاتړ او پټې نیونې هغه ډول کړنې دي چې په یوه منظم دولت کې غېرعادي ګڼل کېږي.
دا تر ډېره د یوې ډلې دننه متمرکز قدرت ته ورته دی، چې نه د قانون تابع دی او نه د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکوونکی.
ډېری سیاسي شنونکي باور لري، چې د یوه ولایت والي ۸۰۰ کسیزه شخصي قطعه جوړوي، شکمن کسان تعقیبوي، خپل سیالان څاري او د دولت له نورو برخو سره موازي ادارې جوړوي، نو دا یوازې د بې باورۍ فضا نه خپروي، بلکې د راتلونکو سیاسي او ټولنیزو شخړو لپاره زمینه جوړوي.
په داسې حال کې چې خلک د امنیت، عدالت او روڼتیا غوښتونکي دي، د ملاشیرین د قطعې فعالیت د خلکو په ذهنونو کې تر دې هم لویه پوښتنه راپورته کوي: ایا د طالبانو په واکمنۍ کې د قانون حاکمیت شته، که هر زورواکی خپله ځانګړې جزیره جوړوي؟


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی ذاکر جلالي وايي، چې د دوحې فورم د سیمه ييز نښلون په چوکاټ کې د افغانستان پر رول له بحث څخه څرګندیږي، چې د افغانستان په اړه پخوانی امنیتي او د کړکېچ لید په تدریجي ډول د نښلون، او اقتصادي ودې پر نوي روایت بدلېږي.
یاد طالب چارواکي چې د دوحې فورم کې ګډون کړی پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د لومړۍ ورځې ویناوې او بحثونه تر ډېره د نړۍ پر روانو بحیرانونو او د قطر د منځګړیتوب پر رول راڅرخېدل، خو سبا به په یاد فورم کې د سیمه ييز اتصال په تړاو د افغانستان پر رول بحث وشي.
ذاکر جلالي ویلي، چې د سیمه ییز اتصال په تړاو د افغانستان د رول په بحث کې به طالبانو په استازيتوب ډاکټر عبدالحی قانت، د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشوف او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله ګډون وکړي.
یاد طالب چارواکي ویلي، چې د قطر په منځګړیتوب د شخړو د سوله ییز حل یوه بریالۍ بیلګه افغانستان دی او په یاد فورم کې د سیمه ییز اتصال په تړاو د افغانستان پر رول بحث کولو څخه څرګندیږي، چې د افغانستان په اړه پخوانی امنیتي او د کړکېچ لید په تدریجي ډول د اتصال، پراختیا او اقتصادي ودې پر نوي روایت بدلیږي.
نوموړي ویلي چې د افغانستان په اړه د لید یاد بدلون له افغانستان او سیمې لپاره د یو نوي فرصت دروازه پرانزي.
د دوحې ۲۳م نړیوال فورم د ګڼو هېوادونو د استازو په ګډون نن پیل شو او راتلوونکي دوه ورځې نور به هم دوام ولري.