• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې ګډون کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله به د مرکزي اسیا د زون په والیبال سیالیو کې ګډون وکړي. په دې سیالیو کې د افغانستان، قرغزستان، مالدیف، ترکمنستان او بنګله‌دېش لوبډلې ګډون لري. مالدیف د دې سیالیو کوربتوب کوي.

د افغانستان د لوبډلې ترکیب د اسلامي هېوادونو د یووالي په لوبو کې د ګډون په پرتله لږ بدل شوی دی.

زینب نېکزاد چې په فرانسه کې ژوند کوي، یو ځل بیا د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ ته شامله شوې او ټاکل شوې چې رقیه محمدي د نرګس موسوي پر ځای د لوبډلمشرۍ دنده پر غاړه واخلي.

د ایران له مشهد څخه دوه نورې لوبغاړې هم د افغان ښځینه والیبال ملي لوبډلې سره یوځای شوې دي.

د مرکزي اسیا د زون د والیبال سیالۍ به د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د مالدیف په پلازمېنه ماله ښار کې پیل او د مرغومې میاشتې په ۴مه به پای ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړۍوال جام د سیالیو ګروپونه اعلان شول

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۰
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړۍوال جام د سیالیو ګروپونه اعلان شول
100%

د ۲۰۲۶ د فوټبال د نړۍوال جام د پچې اچونې مراسم د امریکا د واشنګټن ښار د کينډي په هنري مرکز کې ترسره شول او ټاکل شویو لوبډلو په ۱۲ ګروپونو کې خپل سیالان وپېژندل. تر اوسه ۴۲ لوبډلو په نړۍوال جام کې ګډون ساتلی او شپږ نورې لوبډلې به له غوراوي سیالیو وروسته اعلان شي.

د سیالیو ګروپونه

لومړۍ ګروپ: مکسیکو، سویلي افریقا، سویلي کوریا او د اروپا د پلې‌اف ګټونکی

دویم ګروپ: کاناډا، د اروپا د پلې‌اف ګټونکی، قطر او سویس

درېیم ګروپ: برازیل، مراکش، هایټي او سکاټلند

څلورم ګروپ: امریکا، پاراګوا، اسټرالیا او د اروپا د پلې‌اف ګټونکی

پنځم ګروپ: جرمني، کوراشوا، عاج ساحل او ایکواډور

شپږم ګروپ: هالنډ، جاپان، د اروپا د پلې‌اف ګټونکی او ټونس

اووم ګروپ: بلجیم، مصر، ایران او نیوزیلنډ

اتم ګروپ: هسپانیا، کیپوېرډ، سعودي عربستان او یوروګوا

نهم ګروپ: فرانسه، سینیګال، د بین‌ القاره‌‌یي پلې‌اف ګټونکی او ناروې

لسم ګروپ: ارجنتاین، الجزایر، اتریش او اردن

یوولسم ګروپ: پرتګال، د بین‌القاره‌ یي پلې‌اف ګټونکی، ازبکستان او کولمبیا

دولسم ګروپ: انګلستان، کرواتیا، ګانا او پاناما

د ۲۰۲۶ د فوټبال نړۍوال جام د لومړي ځل لپاره د ۴۸ لوبډلو په ګډون د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره کېږي. دا سیالۍ د فوټبال د تاریخ تر ټولو ستر نړۍوال جام بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د راروان کال په جون میاشت کې پيلېږي او لومړۍ سیالۍ به یې هم د مکسیکو په نړۍوال لوبغالي کې ترسره شي.

ریجارډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم نړۍوالې جدي پاملرنې ته اړتیا لري

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۰
ریجارډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم  نړۍوالې جدي پاملرنې ته اړتیا لري
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، قطر ته د سفر تر پای وروسته په یوې مفصلي بیانیې کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او نړۍواله ټولنه باید افغانان یوازې پرېنږدي.

بېنېټ په خپل دغه څلور ورځني سفر کې چې د ډسمبر له لومړۍ تر څلورمې و، د قطر د بهرنيو چارو د وزیر له ځانګړي استازي، د ملي بشري حقونو کمېسیون له ریيسې، «ایجوکېشن ابوو ال» بنسټ، د قطر پراختیایي صندوق، د افغانستان- امریکایي پوهنتون له افغان زده‌کوونکو او کارکوونکو، افغان فعالانو او په دوحه کې مېشتو هغو نړۍوالو استازو سره لیدلي چې له افغانستان سره د اړیکو د سمبالولو مسوولیت لري.

هغه په خپل بیان کې چې د جمعې په ورځ (د لیندۍ۱۴مه) یې خپور کړی، د زده‌کړو، روغتیا، اقتصادي پیاوړتیا، بشري مرستو او د بې‌وزلۍ د کمولو په برخو کې د قطر حکومت له مرستو څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې قطر کولی شي په افغانستان کې یوې ټولګډونې سولې ته لاره هواره کړي. «هغه سوله چې د نړۍوالو بشري حقونو له اصولو سره په بشپړه توګه سمون ولري.»

هغه وویل: «زه د قطر حکومت هغه هڅې هم ستایم او هڅوم یې چې په افغانستان کې د جنسیتي برابریو ملاتړ کوي او د طالبانو له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکوي، څو دوی خپلې تګلارې بدلې او نړۍوال بشري حقونه رعایت کړي.»

هغه وایي، په دوحه کې یې له مېشتو نړۍوالو استازو سره د افغانستان د بشري حقونو د بېلابېلو اړخونو په اړه رغنده بحثونه کړي او له دوی یې غوښتي چې له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې دې پر اصولو ولاړ ودرېږي، تل دې د بشري حقونو د درناوي غوښتنه وکړي، د افغانانو د بېلابېلو قشرونو په ځانګړي ډول د ښځو او د بشري حقونو د نقض د قربانیانو غږونو ته دې ځواب ووايي او حساب ورکول دې مطالبه کړي، ځکه یوازې په دې لاره افغانستان کولی شي یو باثباته، ټولشموله او له خپلو ګاونډیانو سره سوله‌ییز هېواد واوسي.

بېنېټ دا سفر «د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني کمپاین» پر مهال کړی دی. په بیانیه کې هغه ویلي‌، چې په نړۍ کې تر نور ډېر افغانستان دغه کمپاین ته اړتیا لري، ځکه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بې‌برخې شوې دي، له زده‌کړو او کار څخه منع شوي، روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود شوی او له عدالت څخه محرومې پاتې دي.

هغه ویلي، چې د یاد کمپاین په دوران کې کابل کې د یوې تازه واده شوې نجلۍ د مړینې خبر سخت اندېښمن کړی دی. د هغه په وینا دا ډول پېښې باید ژر او په خپلواکه توګه وڅېړل شي.

هغه همدا راز دا هم یاده کړې، چې د همدې سفر پر مهال خبر شو چې د طالبانو «سترې محکمې» په خوست کې یو کس په یوه سپورټي لوبغالي کې د قتل په تور اعدام کړ. هغه وویل: «زه د وژل شوي کس له کورنۍ سره خواخوږي څرګندوم، هغوی د نړۍوالو معیارونو مطابق عدالت ته اړتیا لري.»

بېنېټ په خپلې بیانیه کې دا هم ویلي، چې سږ کال له پاکستان او ایران څخه تر ۲،۷ میلیونه ډېر افغانان په زور ستانه کړای شوي، چې په‌کې ښځې، ماشومان او بې وسه کورنۍ هم شاملې دي. هغه د اسلام‌اباد په یوه پارک کې د نیول شویو او شړل شویو افغان ښځو قضیه د ځانګړې اندېښنې وړ یاده کړه.

بېنېټ له کوربه هېوادونو وغوښتل هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي هغه دې په زوره له نه شړي.

هغه وویل چې لویدیځ هېوادونه د افغانانو د بیا مېشتېدو اړوند چارې کموي او دغه حالت زرګونه افغانان له ناڅرګند او خطرناک وضعیت سره مخ کړي دي. د هغه په وینا، د امریکا له لوري د افغانانو د کډوالۍ بهیر بندول او د جرمني له خوا د مالي بدیل وړاندیز هم د اندېښنې وړ دي.

ملګري ملتونه: بېرته ستنېدونکې افغان ښځې، نجونې او ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۰
ملګري ملتونه: بېرته ستنېدونکې افغان ښځې، نجونې او ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي
100%

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې بېرته ستنېدونکې افغان ښځې، نجونې او ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي. په راپور کې راغلي، دغه کډوال له مرستو پرته د ژور ناورین له ګواښ سره مخ دي چې تر ډېره ښځې، نجونې او ماشومان اغېزمنوي.

راپور کاږي، چې د سختو ننګونو او اقتصادي ستونزو له کبله ښایي ګڼې دغه کورنۍ بېرته د هېواد پرېښودو ته اړې شي. راپور زیاتوي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ سره د سیمه‌ییز تاوتریخوالي کچه هم لوړېدای شي.

د راپور له مخې؛ بېرته ستنېدونکې افغان مېرمنې او نجونې د تګ راتګ، زده‌کړو او کار محدودیتونو سره مخ دي او ګڼې نجونې د اقتصادي ستونزو له امله له وخته مخکې ودونو ته اړ اېستل کېږي.

راپور کې راغلي، ډېری دغه کډوال له ګاونډیو هېوادونو له لومړنیو اړتیا وړ سامان پرته هېواد ته ستنول کېږي. تر دې وړاندې له ایران او پاکستان نه هم ډېریو ستنو شویو کډوالو شکایت کړی و، چې دوی ته د دوی د سامان د لېږد اجازه نه ورکول کېږي او ګڼ نور یوازې په له یوې جوړه جامو سره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

افغان لوبغاړی فرامرز محمد سبا د سکاټلنډ رایان کمپل پر وړاندې لوبه کوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰
افغان لوبغاړی فرامرز محمد سبا د سکاټلنډ رایان کمپل پر وړاندې لوبه کوي
100%

د «اېم‌اېم‌اې» د رزمي هنرونو افغان لوبغاړی فرامرز محمد به تر درې کلنې دمې وروسته سبا په انګلستان کې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبغاړی به د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د کیج واریرز سازمان په ۱۹۹مه سیالۍ کې د سکاټلنډ له رایان کمپل سره مخ شي.

دغه لوبه به سبا د انګلستان په نیوکاسل ښار کې ترسره شي. د اېم‌اېم‌اې ۳۱کلن افغان لوبغاړي فرامرز محمد په خپلو شپږو مسلکي سیالیو کې څلور ګټلې او دوه یې بایللې دي.

له بلې خوا، د هغه مخالف د سکاټلنډ ۲۸کلن رایان کمپل په خپلو څلورو مسلکي سیالیو کې درې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

100%

د کابل بډمېنټون سیالۍ: اسماعیل جاهد په لومړۍ لوبه کې خپل ازبک سیال ته ماتې ورکړه

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۶ GMT+۰
د کابل بډمېنټون سیالۍ: اسماعیل جاهد په لومړۍ لوبه کې خپل ازبک سیال ته ماتې ورکړه
100%

د ۲۰۲۵کال د کابل بډمېنټون ازاده سیالۍ په انفرادي او دوه کسیزو برخو کې پیل شوې. په لومړۍ انفرادي لوبه کې له افغانستان نه اسماعیل جاهد وکولای شوای، چې له ازبکستان نه حسن الدین ته د ۲-۰ نمرو په توپیر ماتې ورکړي او بل پړاو ته ولاړ شي.

په دغه سیالیو کې شپږو بهرنيو او لسو کورنيو لوبغاړو ګډون کړی. دغه سیالۍ به د کابل د بدني روزنې او ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز تالار کې ترسره شي او لوبې به د روانې لېندۍ میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې دوام وکړي.

په ټولیزه توګه له افغانستان نه به لس لوبغاړي، له ازبکستان نه څلور، له ایران او سوریې نه یو، یو لوبغاړی د اتلولۍ د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

له بل پلوه د بډمېنټون افغان ښځینه لوبغاړو بیا نیوکه کړې، چې د ښځو له ګډون پرته د دغه ډول سیالیو ترسره کول د ورزشي ارزښتونو او د بډمېنټون نړۍوال فدراسیون د معیارونو خلاف دي.

سرچینو دا هم ویلي، هغه لوبغاړی چې له ایران نه یې په سیالۍ کې برخه اخیستې وه؛ د دغه فدراسیون له‌خوا نه‌دی منل شوی او ویل کېږي، چې نوموړی یو سیمه‌ییز لوبغاړی دی.

100%