د هرات یو شمېر دودیز ښیښه يي لوښي امریکا او اروپا ته صادر شوي

د طالبانو د هرات ولایت چارواکي وايي، چې د لومړي ځل لپاره یې ددې ډلې په څلورکلنه دوره کې د هرات ۵۰۰ دودیز او لاسي ښیښه يي لوښي امریکا او اروپايي هېوادونو ته صادر کړي دي. د طالبانو د هرات د والي دفتر ویلي، چې دغه ښیښې له ښکلا او مینیاتورۍ وروسته صادرې شوې دي.