سراج الدین حقاني د قزاقستان ځانګړي استازي سره د دوه ‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت لپاره د دوی وزیر سراج ‌الدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، امنیتي او سوداګریزو همکارۍ پر پراختیا یې خبرې کړې دي.