• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ تر ۱۵۰۰ ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۸مه) خبر ورکړی، د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۳۲۰ کورنۍ چې ټولټال ۱۵۷۹ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۳۸۷ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۶۳۲ کډوال د تورخم، ۱۷۹ د بهرامچې، ۱۰۱ د اسلام‌کلا او ۲۸۰ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي.

د تازه راپورونو له مخې؛ په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونو د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده. په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ایران نه د اسلامي ازاد پوهنتون د څانګې پراختیا غوښتنه کړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم د اسلامي ازاد پوهنتون له بنسټ اېښودونکي علی‌اکبر ولایتي سره په لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د لوړو زده‌کړو د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی.

هغه دارنګه په کابل کې د طب، ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د ازاد پوهنتون څانګې د پراختیا غوښتنه هم کړې. په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د لوړو زده‌کړو په برخه کې د همکارۍ پراختیا او دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.

ندامحمد ندیم په دغه لېدنه کې د افغانستان د ښوونیزو اړتیاوو په اړه ویلي:« موږ غواړو د اسلامي ازاد پوهنتون سره علمي او پوهنتوني همکارۍ لا پراخې شي او د ګډو علمي پروژو لپاره زمینه برابره شي.»

ښاغلي ولایتي هم د شته امکاناتو په چوکاټ کې د همکارۍ وړاندیز وکړ او څرګنده یې کړه، چې ایران د افغانستان د لوړو زده‌کړو په پرمختګ کې د ملاتړ لپاره ژمن دی. هغه وویل: «ایران د اسلامي انقلاب له لومړۍ ورځې راهیسې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی او نن هم د دغه هېواد د پرمختګ او خپلواکۍ ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه، چې پوهنتون یې چمتو دی نوې تخصصي او لوړې تخصصي څانګې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د ایران د علومو وزیر د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ته په لیدنه کې د نجونو د زده‌کړو د محدودیت د ټولنیزو پایلو په اړه خبرداری ورکړ او د حضوري او انلاین زده‌کړو له لارې د افغان ښځو د تعلیم د ملاتړ وړاندیز یې وکړ.

د استوګنې جوازونو له پای ته رسېدو وروسته؛ ۲۵سلنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۰

د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو عمومي رییس جعفر سیدابادي ویلي، په دغه ولایت کې ۲۵ سلنه قانوني مېشت افغانان چې شاوخوا ۱۰۰زره کسان کېږي؛ د استوګنې جوازونو له پای ته رسېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه ویلي، تېر کال په دغه ولایت کې د استوګنې جواز لرونکو افغانانو شمېر شاوخوا ۴۰۰زره وو؛ خو اوس دغه شمېره ۳۰۰زرو ته راټیټه شوې ده. هغه وایي:« اوس‌مهال ۳۰۰زره افغانان چې د استوګنې جوازونه، د پلان جوړونې کارت، معتبر پاسپورټ او د پانګونې ځانګړې استوګنې جوازونه لري؛ په دغه ولایت کې مېشت دي.»

له بل پلوه د ایران د خراسان رضوي ولایت امنیتي مرستیال امیرالله شمقدري د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۶مه) ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې نږدې یو مېلیون او ۸۰۰زره افغان کډوال د دوغارون-اسلام‌کلا له پولې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

هغه د ایران-اسراییل ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې ویلي، چې له یادې جګړې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک شوی او په ایران کې د بې‌اسناده افغان کډوالو شمېر راکم شوی دی.

د افغان اېواک مشر: د «دوامداره هرکلي قانون» حذفولو پرېکړې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۹ GMT+۰

د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان د افغان اېواک مشر شان وانډیور ویلي، د امریکا د ۲۰۲۶ مالي کال څخه د «دوامداره هرکلي قانون» حذفول د هغه زرګونه افغانانو لپاره لویې ستونزې رامنځته کوي چې لاهم امریکا ته د تګ په تمه دي.

هغه ویلي، دغه قانون د افغان کډوالو د بیا ځای پر ځای کولو، د همغږۍ مسوولیت او د کانګرس لپاره د معلوماتو د شفافیت لپاره مهم ګڼل کېده. وانډیور وایي: «د دوامداره هرکلي قانون حذفول د امریکا له‌خوا د مسوولیت نه منلو په معنا ده او د هغه افغان ملاتړو لپاره لوی شاتګ دی، چې لا هم د امریکا د ملاتړ په تمه دي.»

نوموړي زیاته کړې، دغه پرېکړه د کډوالۍ هغه سیسټم کمزوری کوي چې لا له وړاندې له فشار سره مخ و. وانډیور وایي، دغه قانون د روانې ډسمبر میاشتې په ۵مه، د کانګرس د مشرانو له‌خوا په پټه د ملي دفاع له قانونه حذف شو.

په امریکا کې د کډوالو لپاره هر ډول پروګرامونه وروسته له هغې له خنډ او ځنډ سره مخ شول، چې په واشنګټن کې یو افغان د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وکړ.

په امریکا کې یو افغان پناه‌غوښتونکی د اېستلو له ګواښ سره مخ دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۴ GMT+۰

یو افغان پناه‌غوښتونکی چې تېر کال یې د طالبانو د ګواښونو او ځورونې له امله امریکا ته پناه وړې، اوس پرته له کوم جرمه له امریکا نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دی. د هغه وکیل وايي، یاد کس وروسته له هغې ونیول شو چې د یوې عادي اداري مراجعې لپاره نیویارک کې یوې دولتي ودانۍ ته ننوتی و.

د یاد کس کورنۍ او وکیل د امنیتي لاملونو له کبله د هغه د نوم له ښودلو ډډه کړې ده. د دوی له‌خوا وړاندې شوې قضیه ښيي، چې دغه کس د طالبانو له‌خوا د جبري اېستنې او د مرګ ګواښ ترلاسه کولو وروسته د افغانستان پرېښودو ته اړ شو او امریکا ته ولاړ.

دغه پناه‌غوښتونکی شپږ میاشتې د نیویارک د کډوالو ادارې په بندخونې کې پاتې شوی او وروسته یې د مشروطې ازادۍ اجازه ترلاسه کړه؛ خو تازه هغه د امریکا په یوې رسمي اداره کې د عادي مراجعې پر مهال ونیول شو.

دغه کس په واشنګټن کې د یوه افغان له‌خوا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو تر برید او د افغان کډوالو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرېکړې وروسته ونیول شو. د کډوالو د حقونو مدافعین وايي، تر یادې پېښې وروسته ګڼ افغان پناه‌غوښتونکي او کډوال د نیولو او اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

نوې څېړنه: ترکیه کې افغان ځوانان په بنسټیزو برخو کې له پراخو ستونزو سره مخامخ دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۸ GMT+۰

د «تره‌دهومس» سازمان له‌خوا ترسره شوې یوه نوې څېړنه ښیي، چې په ترکیه کې مېشت افغان ځوانان د قانوني محدودیتونو او بشري مرستو د کمښت له امله د ژوند په بنسټیزو برخو کې له پراخو ستونزو سره مخامخ دي.

دغه څېړنه په خورا اندېښمنوونکې ډول څرګندوي، چې په ترکیه کې مېشت افغان ځوانان د اسنادو د ځنډ، لغوه کېدو او بشردوستانه مرستو د کمښت له امله له زده‌‌کړو، روغتیا، کار، سرپناه او قانوني ملاتړ څخه په پراخه کچه بې‌برخې کېږي؛ یو ناڅرګنده قانوني حالت چې د دوی د ادغام او راتلونکي لپاره ستر ګواښ بلل شوی.

دغه څېړنه د افغان ځوانانو د شپږو ډله‌ییزو مرکو پر بنسټ شوې، چې له دې ډلې ۲۴ سلنه مرکه کېدونکي نارینه او ۷۶ سلنه یې ښځې وې. همداراز ۵۸ سلنه کسان له ۱۵ تر ۳۰ کلونو پورې او ۴۲ سلنه د ۳۱ تر ۴۵ کلونو پورې عمر لرونکي وو.

په راپور کې راغلي، چې ډېری افغان کډوال د خپلو هویتي اسنادو د ځنډ یا لغوه کېدو له امله په یوه ناروښانه قانوني وضعیت کې ژوند کوي؛ هغه وضعیت چې د دوی د ژوند پر ټولو اړخونو مستقیم اغېز لري.

د یادې څېړنې له مخې؛ ناروښانه قانوني حالت د افغان ځوانانو د روغتیايي خدمتونو، زده‌‌کړو، کار، سرپناه، ټولنیزو مرستو او قانوني ملاتړ د ترلاسه کولو وړتیا په جدي ډول محدوده کړې او د هغوی د زیانمنېدو کچه یې خورا لوړه کړې ده.

په راپور کې ټینګار شوی، چې همدغه ناروښانه قانوني وضعیت د افغان ځوانانو د ټولنیز او اقتصادي ادغام تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي. په ترکیه کې شاوخوا ۳ لکه افغان کډوال مېشت دي، چې ګڼ شمېر یې د اقامت له بشپړو اسنادو پرته ژوند کوي.

د څېړنې موندنې ښیي، چې ډېری افغانان په ترکیه کې یوازې نارسمي، کمې تنخوا لرونکې او بې‌ثباته دندو ته لاسرسی لري. راپور زیاتوي، چې ټولنیز تبعیض، اداري فشارونه، د ناقانونه اقامت له امله نیونې او د احتمالي اېستلو وېره د افغان ځوانانو رواني امنیت له سختو ننګونو سره مخ کړی.