• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپايي شورا رییس: موږ به په اوکراین کې هغه څه ونه کړو چې نورو په افغانستان کې وکړل

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د اروپايي شورا رییس وايي، چې دوی د اوکراین مرسته جاري ساتي او هغه څه به نه کوي، چې نورو په افغانستان کې وکړل. انتونیو کوستا وویل، چې د سیمه‌ییزو امتیازونو پرېکړه یوازې کیېف کولی شي.

په داسې حال کې چې ګڼ څارونکي شک کوي چې ایا اروپايي اتحادیه به د اوکراین ملاتړ جاري وساتي که نه، د اروپايي شورا رییس انتونیو کوسټا وویل، چې اروپايي اتحادیه به دا ملاتړ بې قید او شرطه کوي.

هغه وویل، « موږ به هغه څه ونه کړو، چې ځینو نورو په افغانستا ن کې وکړل».

نوموړي په دوبلین کې د خبري ناستې په ترڅ کې دې ته په اشاره، چې په۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو ګډوډ وتلو طالبانو ته اجازه ورکړه چې بیرته واک ته ورسیږي، وویل، « اروپايي اتحادیه او غړي هېوادونه د روسي تیري له لومړۍ ورځې راهیسې د اوکراین اصلي ملاتړي پاتې دي».

نوموړي زیاته کړه، « کله چې موږ د سولې خبره کوو، یوازې د جګړو د بندیدو په معنا نه ده، بلکې یوه عادلانه او اوږدمهاله سوله ده چې د اوکراین او ټولې اروپا امنیت به تضمین کړي».

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې ۱۲۷۱ ټنه بشري مرستې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د ترکیې له لوري افغانستان ته لېږل شوې ۱۲۷۱ټنه بشري مرستې د هرات په روزنک بندر کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوې.

دغه مرسته چې د خوراکي او غیرخوراکي توکو ۱۲مه جوپه ده، د ترکیې سرې میاشتې، آفاد او ای ایچ ایچ بنسټونو له خوا افغانستان ته استول شوې وه.

د سپارلو په مراسمو کې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور د ترکیې له دوامدارو مرستو مننه کړې او ژمنه یې کړې چې دا توکي به په شفاف ډول اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

هرات کې د ترکیې سرکونسل تزجان قاضي اوغلو د یادې بشري مرستې په اړه وویل، چې دغه ۱۲۷۱ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو ستونزو د حل په موخه افغانستان ته را استول شوې او د ترکیې سره میاشت او نور خيريه بنسټونه به په هر ډول حالت کې د افغان ولس لاسنیوي او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یادولو وړ ده چې ترکیې تر دې وړاندې هم په ۱۱جوپو کې سلګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته استولې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر وايي سږکال د پولیو ۹ مثبتې پیښې ثبت شوې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثتبې پیښې ثبت شوې دي، خو لا هم ګڼ کسان د واکسین د کمپاینونو د عملي کولو په برخه کې همکاري نه کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورالله جلالي د پولیو د وضعیت او د رسنیو د رول اړه غونډه کې ویلي، چې پولیو د افغان ماشومانو روغتیا ګواښي او طالبان هڅه کوي د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

یاد طالب وزیر ویلي، چې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره قوي تعهد لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورالله جلالي په وینا، سږکال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

جلالي زیاته کړې:«په هغه سیمو کې چې کورنۍ خپل ماشومان د واکسین ورکولو لپاره نه شي حاضرولی، خو بیا د نورو پروګرامو له لارې واکسین ورته رسوي او د یادو هڅو په پایله کې سږکال د پولیو مثبتي پیښې کمې شوې او سږکال یوازې ۹ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.»

جلالي ویلي، چې د پولیو واکسین پر منظمو کمپاینونو سربیره لا هم له ځینو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ځینې کسان لا هم د پولیو په ګډون واکسینونو ته د شک په سترګه کوي او په دې برخه کې همکاري نه کوي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې د پولیو ویریوس د بشپړ له منځه وړلو لپاره د سیمه یيزو رسنیو، عالمانو، قومي مشرانو او نورو ډلو همکاري اړینه ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر پرداسې مهال د پولیو د ګواښونو په اړه اندېښنه شریکوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې ډلې کور په کور د پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی او د پولیو واکسین څانکې په جوماتو کې راټولو شویو ماشومانو ته ورکول کېږي.

دې ډلې د جمهوري نظام د واکمنۍ په کلونو کې وخت ناوخته د پولیو واکسین کمپاین کوونکي او واکسیناتوران هم په نښه کړي دي.

محمد نبي عمري د اروپایي ټولنې له استازي سره د مخدره توکو پر مخنیوي غږېدلی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي کیلس برټرېند سره په لیدنه کې د مخدره توکو د مخنیوي او بدیل معیشت پر پراختیا خبرې کړې دي. نوموړي دغه راز له اروپايي ټولنې سره د اړیکو دوامداره پیاوړتیا غوښتې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو په افغانستان کې پر روان وضعیت، ټولنیز ثبات او د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو په برابرولو هم هر اړخیز بحث کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې نبي عمري د اروپایي ټولنې د مرستو دوام ستایلی او ټینګار یې کړی چې باید دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ په دوامداره ډول پیاوړې شي.

یاد طالب چارواکی په داسې حال کې د مخدره توکو د مخنیوي په اړه خبرې کوي چې څو ورځې وړاندې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي و، چې د ملا هبت الله له خوا ګوښه شوي د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد قاسم خالد غوښتل د هغو طالب چارواکو نومونه افشا کړي، چې د نشه یې توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.

قاسم خالد ویلي و، چې غواړي د هغو طالب چارواکو په اړه په رسمي ډول د طالبانو مشر ملا هبت الله ته معلومات ورکړي چې د مخدره توکو په قاچاق او پلور کې لاس لري.

طالبانو د تېر اکتوبر میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د نیمروز پخوانی والي محمد قاسم خالد د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د معین په توګه وټاکه، خو له ۲۸ ورځو وروسته یې له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د یادې ډلې د اصلاحي کمیسیون پخوانی رییس عبدالرحمن منیر په دنده وګوماره.

یو شمېر سرچینو د هغه په ګوښه کېدو کې د نشه يي توکو هغه قاچاقیان ښکیل وګڼل، چې د طالبانو په لیکو کې دي.

جمعیت اسلامي ګوند د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا څخه ووت

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۹ GMT+۰

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند علان وکړ، چې ګوند یې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا له غړیتوبه لاس پر سر شوی او دمګړۍ له ناورین څخه د افغانستان پر ژغورنې تمرکز کوي. جمعیت ګوند دغه اقدام د یادې شورا د وروستۍ غونډې په غبرګون کې اخېستی.

د یاد ګوند په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په افغانستان کې د قانون د حاکمیت او ډیموکراسۍ د بېرته ترلاسه کولو مبارزې لپاره جوړه شوې وه او تمه کېده چې یاده شورا به له تېرو ناکامو تجربو زده کړه تر نظر لاندې ونیسي او له بحران څخه د وتلو لپاره به د موقتي، فصلي، تاکتیکي او ماتوونکو ایتلافونو جوړولو پر ځای د یوه کلک او ثابت محوره مبارزې پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.

خو اعلامیه وايي، د ځینو ګوندونو ناسم چلند او له ملي ګټو سره د هغوی سمون نه لرونکي پروګرامونه او ایتلافونه له تېرو ناکامو تجربو سره ورته والی څرکندوي.

د صلاح الدین په مشرۍ جمعیت ګوند ویلي، چې یادو موضوعاتو ته په کتو سره یې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا کې د څه مودې لپاره په عملي توګه خپل غړیتوب ځنډولی دی او اعلان کوي چې یاد ګوند نور د نوموړي شورا غړی نه دی.

د جمعیت اسلامي ګوند په اعلامیه کې ویل شوي، چې یاد ګوند په مناسبو شرایطو کې د افغانستان اوسني ناورین څخه د خلاصون لپاره خپلې سیاسي مبارزې باندې تمرکز کوي.

جمعیت ګوند یاده اعلامیه پر داسې مهال خپره کړې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا، د ژغورنې ملي مجمع او د سولې او عدالت حرکت د سیاسي احزابو د همغږۍ اعلامیه خپره کړه، چې د څارونکو په باور، یو غیر رسمي ایتلاف ګڼل کیږي.

د اروپايي اتحاديې استازي له متقي سره په لېدنه کې د مرستو پر دوام ټینګار کړی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره کتلي. طالبانو ویلي، چې د اروپايي اتحاديې استازي له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن د چارشنبې په ورځ، د لېندۍ ۱۹مه د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديي له ځانګړي استازي سره کتلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروپايي اتحاديې استازي د طالبانو لاسته راوړنې ستایلې او له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې د مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

طالبانو ویلي، د اروپايي اتحاديې استازي ویلي، چې په اقتصادي برخه کې یې افغانستان ته خپله پاملرنه زیاته کړې او په افغانستان کې د لویو بهرنيو شرکتونو د پانګونې د راجبولو لپاره یې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.