طالبانو په دریو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۹ کسان په دُرو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کابل، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې یې درې ښځې او ۷ نارینه د «نامشروع اړیکو، زنا او د قتل پلان جوړولو» په جرم په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.