د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې یو غرني لېوه د درېیو ماشومانو په ګډون ۷کسان داړلي

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز مرکز چهارشنبه د (لېندۍ ۱۹مه) خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د نازیانو ولسوالۍ په سروبي سیمه کې یو غرني لېوه ۷کسان داړلي. دوی وایي، په دغه کسانو کې درې ماشومان او یوه مېرمنه هم شامله ده چې روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.