اوکراین د تورې بحیرې په سیمه کې د روسیې د تېلو د قاچاق یوه بېړۍ په نښه کړې

یو اوکرایني چارواکي ویلي، چې د اوکراین سمندري ډرونونو د چهارشنبې په ورځ د تېلو هغه ټانکر په نښه کړی، چې د روسیې د نفتو په قاچاقي سوداګرۍ کې ښکېل و. دغه ټانکر د اوکراین له ځانګړې اقتصادي سیمې تېرېده او د روسیې نووروسیسک بندر ته روان و.





