شمالي وزیرستان کې د یوه ښوونځي ودانۍ په بمونو الوځول شوې ده

ملي ډیوګراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې ایاز کوټ په نوم د یوه دولتي ښوونځي ودانۍ په بومونو الوځول شوې. محسن داوړ ویلي، یاد ښوونځی پاکستاني طالبانو په بومونو الوځولی، ځکه څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د یو طالب قوماندان کور ویجاړ کړی و.