د قزاقستان ولسمشر د افغانستان لپاره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان ته د بشري مرستو لړۍ دې روانه وساتي او ويې ويل چې دا چاره د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره ډېره ارزښتناکه ده.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان ته د بشري مرستو لړۍ دې روانه وساتي او ويې ويل چې دا چاره د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره ډېره ارزښتناکه ده.
نوموړي د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد کې د «سولې او باور» تر سرليک لاندې نړيوال کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، چې د افغانستان د پېچلو بشري ستونزو حل او د دغه هېواد بيا رغونه يو جدي او نهڅنډې ته کېدونکې اړتیا ده.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د روان کال د تلې په مياشت کې اعلان کړی و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د همکارو هېوادونو په ملاتړ، د دايمي پرمختيا د موخو لپاره په الماتا کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په تړاو يو سيمهييز مرکز پرانېستل شوی.
هغه ويلي و: «قزاقستان لا هم ژمن دی چې د بشري مرستو، ښوونيزو پروګرامونو، د سوداګرۍ د پراختيا او د خوړو د امنيت د نوښتونو له لارې د افغانانوملاتړ ته دوام ورکړي.».
د نوموړي په وينا، هغه د عشقاباد په کنفرانس کې د خپلې وينا په يوه بله برخه کې هم ټينګار وکړ: «د سيمې د امنيت د خوندي کولو لپاره، موږ اړين بولو چې افغانستان ته د مرستو ورکولو لړۍ روانه وساتو، په ځانګړي ډول د نړيوالو هڅو د پياوړتيا له لارې، څو د دغه هېواد پېچلو بشري ستونزو ته رسېدنه وشي او د بيا رغونې بهير يې چټک شي».


د افغان اېواک بنسټ مشر شان وانډېور د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې تولسي ګبارډ هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې دې هېواد کې ۲زره افغانان ترهګرو سره اړیکې لري. نوموړي دا څرګندونې «بېاساسه او دروغجنې» بللي او له امریکايي چارواکو یې د کره شواهدو او نومونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې.
شان وانډېور پر اېکس پاڼه یوه توند غبرګون کې ویلي، که دا ادعا رښتیا وي، نو حکومت ولې د نږدې یو کال راهیسې دغو کسانو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړې ده. نوموړي لیکلي:«دا بېمعنا خبره ده، که رښتیا وي، ثبوت دې وړاندې شي، نومونه دې واخیستل شي او شواهد دې ښکاره کړل شي».
وانډېور ټینګار کړی چې دا ډول څرګندونې ښايي د کورني امنیتي سیستم د کمزورتیاوو د پټولو لپاره مطرح کېږي. د هغه په وینا، «احتمال شته چې دا یوه دروغجنه ادعا وي، څو دا پټه کړي چې څنګه د امریکا کورنی امنیتي جوړښت ویجاړ شوی دی».
د افغان اېواک مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغان کډوالو د امنیتي څېړنو موضوع په وروستیو کې د امریکا په سیاسي بحثونو کې تاوده بحثونه پارولي او د افغان پناه غوښتونکو راتلونکی یې له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی.
هممهاله ټرمپ د افغانستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو پر وګړو ویزې بندې کړي او همدا راز یې د کډوالۍ هر ډول پروګرامونه هم تړلي دي. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې څو اونۍ وړاندې د رحمان الله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر عسکرو ډزې وکړې.

په تاجکستان کې د افغانستان د افغان ښځو ولسي محکمې له دوو میاشتو ارزونې وروسته د طالبانو لهخوا له ښځو سره چلند د بشریت ضد جنایت بللو هرکلی کړی. ټینګار یې کړی چې د دین په نوم تاوتریخوالی، تبعیض او محرومیت د اسلامي، انساني او حقوقي معیارونو سره هېڅ ډول سمون نه لري.
تاجکستان کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده ولسي محکمه د معتبرو بشري حقونو بنسټونو د څېړنو پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلې چې طالبان د ښځو د سیسټماټیک ځپلو او د هغوی د اساسي حقونو د نقض اصلي مسوولین دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دین ناوړه استفاده د دې لپاره چې تاوتریخوالی، تبعیض او له بنسټیزو حقونو محرومیت توجیه شي، «له هېڅ اسلامي، انساني او حقوقي اصل سره سمون نه لري».
په خبرپاڼه کې راغلي:«تر هغه چې طالبان په خپلو باورونو او کړنو کې د واقعي اسلام، د انساني کرامت د درناوي او د ښځو د حقونو د رعایت پر لور بدلون رانه ولي، له دې ډلې سره هر ډول تعامل او همغږي، د افغانستان د ښځو او خلکو پر وړاندې ښکاره خیانت دی».
د افغانستان سفارت همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او اجازه ورنه کړي چې دا هېواد یو ځل بیا د افراطیت، تاوتریخوالي او د سترو قدرتونو د سیالیو قرباني شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا ټینګېدو وروسته، پر افغان ښځو پراخ محدودیتونه لګېدلي او د هغوی د تعلیم، کار او ټولنیز حضور حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

کمبوډیا ویلي چې د شنبې په سهار، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې ادعا څو ساعته وروسته چې ګواکې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند کړی، د تایلنډ ځواکونو د جنګي الوتکو په ګډون د دواړو هېوادونو د لانجمنې پولې په اوږدو کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه روان ساتلي دي.
د کمبوډیا د اطلاعاتو وزارت په وینا: «د تایلنډ ځواکونو تر اوسه بمبار نه دی درولی او لا هم بریدونه روان دي».
بل لور ته، د تایلنډ پوځ پر کمبوډیا تور پورې کړی چې د ملکي سیمو په نښه کولو او د ځمکنیو ماینونو په ښخولو سره یې په پرلهپسې ډول د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.
ټرمپ ویلي وو چې تایلنډ او کمبوډیا د جمعې له ورځې راهیسې د «هر ډول بریدونو بندولو» پر سر هوکړه کړې ده. نوموړي دا خبره د جمعې په شپه د تایلنډ له لومړي وزیر انوتین چارنویراکول او د کمبوډیا له لومړي وزیر هون مانیټ سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته کړې وه.
خو د دواړو هېوادونو مشرانو له دغو خبرو وروسته په خپلو بیانونو کې د کومې هوکړې یادونه ونه کړه او انوتین وویل چې هېڅ اوربند نشته.

اسټرالیا کې پر ټولنیزو رسنیو تر بندیز وروسته، ډنمارک هم د ۱۵کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو د کارولو د محدودولو پلان چمتو کړی۔ د ډنمارک د چارواکو په وینا، د وړاندیز شویو اصلاحاتو له مخې به د ۱۵کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د خواله رسنیو پلیټفارمونو ته لاسرسی کم شي.
خو په ځینو ځانګړو مواردو کې به د والدینو په اجازه ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو د کارولو اجازه ورکړل شي۔
حکومت وایي چې په وروستیو کلونو کې ماشومان تر حده زیات په ډیجیټلي نړۍ کې ښکېل شوي، چېرته چې هغوی له نامناسبو محتواوو، سایبري زورونې، ذهني فشار او نورو رواني ستونزو سره مخ دي۔ د چارواکو په وینا، د ټولنیزو رسنیو بېځایه استعمال د ماشومانو پر ذهني روغتیا، تعلیمي کړنو او ټولنیزو کړنو منفي اغېز کوي۔
د ډنمارک د ډیجیټلي چارو وزیر ویلي دي چې دا اقدام د ماشومانو د ازادۍ د سلبولو لپاره نه، بلکې د هغوی د ښه راتلونکي او ذهني ودې د ساتنې لپاره پورته کېږي۔ نوموړي زیاته کړه چې ماشومان د انلاین نړۍ له خطرونو څخه ساتل د دولت او والدینو ګډ مسؤلیت دی۔
بلخوا، په یوه تازه سروې کې څرګنده شوې چې د ټولنیزو رسنیو د استعمال له امله ماشومان د اضطراب ښکار کېږي۔

سپوږمکيز انځورونه ښيي چې طالبانو د بګرام په هوايي اډه کې د نظامي الوتکو انځورونه پر ځمکه نقاشي کړي دي. د واشنګټن پوسټ د راپور لهمخې، دغه سپوږمکيز انځورونه څرګندوي چې بګرام تر ډېره خالي او له استفادې پاتې دی او طالبان هڅه کوي د دې کار له لارې سپوږمکيز څارونکي وغولوي.
د واشنګټن پوسټ په وینا، د بګرام د هوايي اډې سپوږمکيز انځورونه د «پلنټ لبز» او «وانتور» شرکتونو لهخوا اخیستل شوي دي.
د «شخړهييزې ځمکې» د پروژې څېړونکی ویلیام ګودهېند چې د سپوږمکيزو انځورونو له لارې پوځي بدلونونه څاري، ویلي دي: «په انځورونو کې ښکاري چې طالبان د امریکا تر وتلو وروسته واقعي الوتکې په واک کې نهلري او دا رسم شوي شکلونه له پورته څخه د ماډلونو یا جعلي بڼو په څېر ښکاري.»
د سپوږمکيزو انځورونو د شننې لهمخې، د واقعي ارزښت لرونکو الوتکو او پوځي سیسټمونو شمېر ډېر محدود دی او هغه څه چې لیدل کېږي، یا له کاره لوېدلي دي او یا یوازې ننداریزه بڼه لري.
واشنګټن پوسټ لیکي، د لسګونو سپوږمکيزو انځورونو څېړنه چې له ۲۰۲۱ کال څخه د ۲۰۲۵ کال تر مني پورې ثبت شوي، ښيي چې طالبانو د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هڅه کړې پاتې شوي پوځي تجهیزات وساتي او بېرته یې ورغوي، خو د الوتکو او پوځي سیسټمونو شمېر ډېر کم پاتې شوی دی.
د راپور لهمخې، بګرام چې یو وخت په افغانستان کې تر ټولو بوخته پوځي اډه وه، اوس پهکې یوازې د څو محدودو فعالیتونو نښې نښاني ښکاري.
د یوه لوړپوړي څېړونکي په وینا، د هغو تجهیزاتو لویه برخه چې طالبانو ته په میراث پاتې شوې، عملي وړتیا نهلري.
راپور زیاتوي، له دې سره سره، د کابل هوايي ډګر لا هم د طالبانو تر ټولو فعال هوايي مرکز بلل کېږي. سپوږمکيز انځورونه د بېلابېلو پوځي او ټرانسپورتي الوتکو موجودیت تاییدوي، چې پهکې سپکې بریدګرې الوتکې او چورلکې هم شاملې دي.
طالبانو همداراز په وروستیو کلونو کې د کابل هوايي ډګر په ختیځه برخه کې څو نوي د څارنې برجونه جوړ کړي دي؛ هغه سیمه چې داعش په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د خونړي برید هدف ګرځېدلې وه.
خو د کندهار په پوځي اډه کې بیا فعالیت ډېر کم شوی دی. د شپې د رڼا معلومات ښيي، دا اډه چې یو وخت د افغانستان په سویل کې د رڼا له اصلي سرچینو وه، اوس تر ډېره تیاره شوې ده. د شنونکو په وینا، په کابل کې د هوايي تجهیزاتو تمرکز کېدای شي هم د طالبانو د بشري او تخنیکي سرچینو د کمښت له امله وي او هم د دې ډلې د داخلي ځواک د توازن انعکاس وي.
راپور کاږي چې طالبان، له پراخو تبلیغاتو سره سره، په عملي ډول له پخوانیو امریکايي اډو څخه ډېره محدوده استفاده کوي.
د لومړي ځل لپاره، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې د پوځي اډو د اقتصادي مرکزونو د بدلولو پروژه لغو شوې، ځکه چې ویجاړول او بیا رغول یې ډېر لګښت لري او د پوځي برخې په زیان تمامېږي.
د راپور لهمخې، د اډې په ختیځو او سوېل لوېدیځو برخو کې هغه کانتینرونه چې مخکې د دفترونو او استوګنځایونو په توګه کارېدل، لېږدول شوي دي، څو له بهرني لید څخه د پټولو لپاره نوي دېوالونه جوړ شي.
واشنګټن پوسټ د شنونکو له قوله وايي، دا نښې د دې ښکارندويي کوي چې طالبان هڅه کوي اډه خوندي وساتي، په داسې حال کې چې په تېرو څلورو کلونو کې پهکې د پام وړ تحرک نهدی لیدل شوی.
تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلي ویلي، چې د بګرام کنټرول دې بېرته ورکړل شي، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.
راپور وايي، چې طالبان په کندهار او د کابل په هوايي ډګر کې د زغرهوالو وسایطو او الوتکو پر راټولولو، لېږدولو او پرزه کولو بوخت دي، څو له پرزو یې استفاده وکړي.
راپور په ښکاره ډول د پاکستاني چارواکو او شنونکو اندېښنو ته اشاره کوي، چې طالبان ښايي د هوايي ځواک یوه برخه بېرته فعاله کړي، خو د واشنګټن پوسټ په وینا، دا وړتیا د یوه اټومي هېواد پر وړاندې د جګړې لپاره بسنه نهکوي.
د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، طالبان د ځینو الوتکو د ترمیم لپاره د تور بازار پرزې کاروي، ځکه مسلکي پیلوټان او تخنیکران نهلري.
راپور همداراز یادونه کوي، چې امریکايي ځواکونو تر اوو میلیاردو ډالرو ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښي و، چې د دغو وسلو یوه برخه وروسته په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان کې هم لیدل شوې ده.
طالبانو لا تر اوسه د واشنګټن پوسټ د دغو څرګندونو په تړاو څه نهدي ویلي.