• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د ولسي محکمې پرېکړه وستایله

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۰

په تاجکستان کې د افغانستان د افغان ښځو ولسي محکمې له دوو میاشتو ارزونې وروسته د طالبانو له‌خوا له ښځو سره چلند د بشریت ضد جنایت بللو هرکلی کړی. ټینګار یې کړی چې د دین په نوم تاوتریخوالی، تبعیض او محرومیت د اسلامي، انساني او حقوقي معیارونو سره هېڅ ډول سمون نه لري.

تاجکستان کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده ولسي محکمه د معتبرو بشري حقونو بنسټونو د څېړنو پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلې چې طالبان د ښځو د سیسټماټیک ځپلو او د هغوی د اساسي حقونو د نقض اصلي مسوولین دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دین ناوړه استفاده د دې لپاره چې تاوتریخوالی، تبعیض او له بنسټیزو حقونو محرومیت توجیه شي، «له هېڅ اسلامي، انساني او حقوقي اصل سره سمون نه لري».

په خبرپاڼه کې راغلي:«تر هغه چې طالبان په خپلو باورونو او کړنو کې د واقعي اسلام، د انساني کرامت د درناوي او د ښځو د حقونو د رعایت پر لور بدلون رانه ولي، له دې ډلې سره هر ډول تعامل او همغږي، د افغانستان د ښځو او خلکو پر وړاندې ښکاره خیانت دی».
د افغانستان سفارت همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او اجازه ورنه کړي چې دا هېواد یو ځل بیا د افراطیت، تاوتریخوالي او د سترو قدرتونو د سیالیو قرباني شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا ټینګېدو وروسته، پر افغان ښځو پراخ محدودیتونه لګېدلي او د هغوی د تعلیم، کار او ټولنیز حضور حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ د اوربند له ادعا وروسته هم د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ جګړه روانه ده

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۸ GMT+۰

کمبوډیا ویلي چې د شنبې په سهار، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې ادعا څو ساعته وروسته چې ګواکې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند کړی، د تایلنډ ځواکونو د جنګي الوتکو په ګډون د دواړو هېوادونو د لانجمنې پولې په اوږدو کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه روان ساتلي دي.

د کمبوډیا د اطلاعاتو وزارت په وینا: «د تایلنډ ځواکونو تر اوسه بمبار نه دی درولی او لا هم بریدونه روان دي».

بل لور ته، د تایلنډ پوځ پر کمبوډیا تور پورې کړی چې د ملکي سیمو په نښه کولو او د ځمکنیو ماینونو په ښخولو سره یې په پرله‌پسې ډول د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

ټرمپ ویلي وو چې تایلنډ او کمبوډیا د جمعې له ورځې راهیسې د «هر ډول بریدونو بندولو» پر سر هوکړه کړې ده. نوموړي دا خبره د جمعې په شپه د تایلنډ له لومړي وزیر انوتین چارنویراکول او د کمبوډیا له لومړي وزیر هون مانیټ سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته کړې وه.

خو د دواړو هېوادونو مشرانو له دغو خبرو وروسته په خپلو بیانونو کې د کومې هوکړې یادونه ونه کړه او انوتین وویل چې هېڅ اوربند نشته.

د ماشومانو ذهني روغتیا د ساتنې لپاره ډنمارک په خواله رسنیو د بندیز لپاره چمتووالی نیسي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۰ GMT+۰

اسټرالیا کې پر ټولنیزو رسنیو تر بندیز وروسته، ډنمارک هم د ۱۵کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو د کارولو د محدودولو پلان چمتو کړی۔ د ډنمارک د چارواکو په وینا، د وړاندیز شویو اصلاحاتو له مخې به د ۱۵کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د خواله رسنیو پلیټفارمونو ته لاسرسی کم شي.

خو په ځینو ځانګړو مواردو کې به د والدینو په اجازه ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو د کارولو اجازه ورکړل شي۔

حکومت وایي چې په وروستیو کلونو کې ماشومان تر حده زیات په ډیجیټلي نړۍ کې ښکېل شوي، چېرته چې هغوی له نامناسبو محتواوو، سایبري زورونې، ذهني فشار او نورو رواني ستونزو سره مخ دي۔ د چارواکو په وینا، د ټولنیزو رسنیو بې‌ځایه استعمال د ماشومانو پر ذهني روغتیا، تعلیمي کړنو او ټولنیزو کړنو منفي اغېز کوي۔

د ډنمارک د ډیجیټلي چارو وزیر ویلي دي چې دا اقدام د ماشومانو د ازادۍ د سلبولو لپاره نه، بلکې د هغوی د ښه راتلونکي او ذهني ودې د ساتنې لپاره پورته کېږي۔ نوموړي زیاته کړه چې ماشومان د انلاین نړۍ له خطرونو څخه ساتل د دولت او والدینو ګډ مسؤلیت دی۔

بلخوا، په یوه تازه سروې کې څرګنده شوې چې د ټولنیزو رسنیو د استعمال له امله ماشومان د اضطراب ښکار کېږي۔

واشنګټن پوسټ: طالبانو د بګرام په پوځي اډه کې د نظامي الوتکو انځورونه پر ځمکه نقاشي کړي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۰

سپوږمکيز انځورونه ښيي چې طالبانو د بګرام په هوايي اډه کې د نظامي الوتکو انځورونه پر ځمکه نقاشي کړي دي. د واشنګټن پوسټ د راپور له‌مخې، دغه سپوږمکيز انځورونه څرګندوي چې بګرام تر ډېره خالي او له استفادې پاتې دی او طالبان هڅه کوي د دې کار له لارې سپوږمکيز څارونکي وغولوي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د بګرام د هوايي اډې سپوږمکيز انځورونه د «پلنټ لبز» او «وانتور» شرکتونو له‌خوا اخیستل شوي دي.

د «شخړه‌ييزې ځمکې» د پروژې څېړونکی ویلیام ګودهېند چې د سپوږمکيزو انځورونو له لارې پوځي بدلونونه څاري، ویلي دي: «په انځورونو کې ښکاري چې طالبان د امریکا تر وتلو وروسته واقعي الوتکې په واک کې نه‌لري او دا رسم شوي شکلونه له پورته څخه د ماډلونو یا جعلي بڼو په څېر ښکاري.»

د سپوږمکيزو انځورونو د شننې له‌مخې، د واقعي ارزښت لرونکو الوتکو او پوځي سیسټمونو شمېر ډېر محدود دی او هغه څه چې لیدل کېږي، یا له کاره لوېدلي دي او یا یوازې ننداریزه بڼه لري.

واشنګټن پوسټ لیکي، د لسګونو سپوږمکيزو انځورونو څېړنه چې له ۲۰۲۱ کال څخه د ۲۰۲۵ کال تر مني پورې ثبت شوي، ښيي چې طالبانو د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هڅه کړې پاتې شوي پوځي تجهیزات وساتي او بېرته یې ورغوي، خو د الوتکو او پوځي سیسټمونو شمېر ډېر کم پاتې شوی دی.

د راپور له‌مخې، بګرام چې یو وخت په افغانستان کې تر ټولو بوخته پوځي اډه وه، اوس په‌کې یوازې د څو محدودو فعالیتونو نښې نښاني ښکاري.
د یوه لوړپوړي څېړونکي په وینا، د هغو تجهیزاتو لویه برخه چې طالبانو ته په میراث پاتې شوې، عملي وړتیا نه‌لري.

راپور زیاتوي، له دې سره سره، د کابل هوايي ډګر لا هم د طالبانو تر ټولو فعال هوايي مرکز بلل کېږي. سپوږمکيز انځورونه د بېلابېلو پوځي او ټرانسپورتي الوتکو موجودیت تاییدوي، چې په‌کې سپکې بریدګرې الوتکې او چورلکې هم شاملې دي.

طالبانو همداراز په وروستیو کلونو کې د کابل هوايي ډګر په ختیځه برخه کې څو نوي د څارنې برجونه جوړ کړي دي؛ هغه سیمه چې داعش په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د خونړي برید هدف ګرځېدلې وه.

خو د کندهار په پوځي اډه کې بیا فعالیت ډېر کم شوی دی. د شپې د رڼا معلومات ښيي، دا اډه چې یو وخت د افغانستان په سویل کې د رڼا له اصلي سرچینو وه، اوس تر ډېره تیاره شوې ده. د شنونکو په وینا، په کابل کې د هوايي تجهیزاتو تمرکز کېدای شي هم د طالبانو د بشري او تخنیکي سرچینو د کمښت له امله وي او هم د دې ډلې د داخلي ځواک د توازن انعکاس وي.

راپور کاږي چې طالبان، له پراخو تبلیغاتو سره سره، په عملي ډول له پخوانیو امریکايي اډو څخه ډېره محدوده استفاده کوي.

د لومړي ځل لپاره، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې د پوځي اډو د اقتصادي مرکزونو د بدلولو پروژه لغو شوې، ځکه چې ویجاړول او بیا رغول یې ډېر لګښت لري او د پوځي برخې په زیان تمامېږي.

د راپور له‌مخې، د اډې په ختیځو او سوېل لوېدیځو برخو کې هغه کانتینرونه چې مخکې د دفترونو او استوګنځایونو په توګه کارېدل، لېږدول شوي دي، څو له بهرني لید څخه د پټولو لپاره نوي دېوالونه جوړ شي.

واشنګټن پوسټ د شنونکو له قوله وايي، دا نښې د دې ښکارندويي کوي چې طالبان هڅه کوي اډه خوندي وساتي، په داسې حال کې چې په تېرو څلورو کلونو کې په‌کې د پام وړ تحرک نه‌دی لیدل شوی.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلي ویلي، چې د بګرام کنټرول دې بېرته ورکړل شي، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.

راپور وايي، چې طالبان په کندهار او د کابل په هوايي ډګر کې د زغره‌والو وسایطو او الوتکو پر راټولولو، لېږدولو او پرزه کولو بوخت دي، څو له پرزو یې استفاده وکړي.

راپور په ښکاره ډول د پاکستاني چارواکو او شنونکو اندېښنو ته اشاره کوي، چې طالبان ښايي د هوايي ځواک یوه برخه بېرته فعاله کړي، خو د واشنګټن پوسټ په وینا، دا وړتیا د یوه اټومي هېواد پر وړاندې د جګړې لپاره بسنه نه‌کوي.

د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، طالبان د ځینو الوتکو د ترمیم لپاره د تور بازار پرزې کاروي، ځکه مسلکي پیلوټان او تخنیکران نه‌لري.

راپور همداراز یادونه کوي، چې امریکايي ځواکونو تر اوو میلیاردو ډالرو ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښي و، چې د دغو وسلو یوه برخه وروسته په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان کې هم لیدل شوې ده.

طالبانو لا تر اوسه د واشنګټن پوسټ د دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

نبیل:د هسپانیا بهرنیو چارو وزارت کې د «افغان ښځو او نجونو» په نوم خونه مانا لرونکی نوښت دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د هسپانیا په بهرنیو چارو وزارت کې د «افغان ښځو او نجونو» په نوم د یوې خونې نومول مانا لرونکی نوښت او د درناوي وړ پرېکړه وبلله. د هسپانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، په یاد وزارت کې یوه خونه د «افغان ښځو او نجونو» په نوم نوموي.

رحمت‌الله نبیل د جمعې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه د دغه اقدام اړوند د هسپانیا د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده: «په وزارت کې د افغان ښځو او نجونو په ویاړ د یوې خونې نومول یوازې یو سمبولیک عمل نه دی؛ دا یوه ځواکمنه څرګندونه ده، چې په‌کې د هغوی مقاومت، زړورتیا او مبارزه لیدل کېږي، دا یاد ساتل کېږي او ورته درناوی کېږي.»

نوموړي په افغانستان کې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو محرومیت ته په اشارې زیاته کړې، چې د هسپانیا دغه دريځ یو روښانه پيغام لري.

هغه لیکلي: «د هسپانیا دریځ یو روښانه پیغام لري، د افغان ښځو او نجونو غږ مهم دی، د هغوی حقوق له خبرو اترو بهر دي او د هغوی مبارزه هېرېدای نه شي.»

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د «افغان ښځو او نجونو» په ویاړ د خونې نومولو دغه سمبولیک اقدام د طالبانو له‌خوا د لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې د افغان ښځو مقاومت او مبارزې ته د درناوي په موخه ترسره کوي.

له دې سره سم، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانیول البارس د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) په مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» درېیمې ناستې د پرانیستونکې وینا په ترڅ کې وویل، چې د طالبانو حکومت هېڅ ډول مشروعیت نه‌لري او هسپانیا یې په رسمیت نه‌پيژني.

د پاکستان او بریتانیا چارواکو د په تمه افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه خبرې وکړې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري د جمعې په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې بارونیس چیپمن سره په لیدنه کې د امنیتي، کډوالۍ او د افغانستان اړوند مسایلو په تړاو خبرې وکړې. په دې لیدنه کې بریتانیا ته په تمه د افغانانو د لېږد پر بهیر هم بحث وشو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کډوالۍ په برخه کې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر ډېرېدو، د انساني قاچاق پر مخنیوي او د سیمې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر بریتانیا ته په تمه د افغان پناه‌غوښتونکو د لیږد د پروسې پر ګړندي کېدو ټینګار کړی دی.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت د همدې کال د جون میاشتې تر پایه په پاکستان کې د میشتو افغان ښځو او نجونو د ۳۶۷ غوښتنلیکونو په ګډون د څه باندې ۶ زره افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړې دي.

بل لوري بیا د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د بریتانیا د دفاع وزارت یوه کارکوونکي په ناپامۍ سره د یو شمېر هغو افغان پناه غوښتونکو معلومات افشا کړل، چې په افغانستان کې یې له بریتانیايي ځواکونو سره کار کړی و. په دې چارې سره د بریتانیايي ځواکونو د همکار افغانانو ژوند لاپسې سخت شو او دمګړۍ زرګونه افغان پناه‌غوښتونکي بریتانیا ته د تګ په تمه په پاکستان کې بې‌برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي.

د «پاکستان ټودې» رسنۍ راپور ورکړی، چې پاکستان ته د بریتانیا د دې چارواکې سفر په داسې وخت کې کېږي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شوي او دوه‌ اړخیزه سوداګري له ۵،۵ میلیارده پونډ څخه هم لوړه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې دامهال په پاکستان کې له ۲۰۰ څخه ډېرې بریتانوي کمپنۍ فعالیت کوي، چې په دواړو هېوادونو کې یې اقتصادي وده رامنځته کړې ده.

اغلې چیپمن ویلي، چې پاکستان د بریتانیا لپاره یو «ستراتیژیک شریک» دی.

هغې وویل: «موږ د منظم جرمونو او غیرقانوني کډوالۍ له پټو عواملو سره د مبارزې لپاره په ګډه کار کوو، څو دواړه هیوادونه خوندي شي.»