• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د عدلیې وزیر په غیرقانوني ډول ۳۸ کسان بندیان کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۶ GMT+۰

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو عدلیې وزارت د دارالامان سیمې لږ تر لږه ۳۸ اوسیدونکي، وزارت ته نږدې هدیره کې د یوه ځايي اوسېدونکي د جسد ښخولو له امله نیولي دي.

د کابل دارالامان د سیمې اوسېدونکو نن شنبه، د لیندۍ ۲۱ مه وویل ، چې د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ ۱۹مه د سیمې اوسیدونکو د عدلیې وزارت ته نږدې په یوه هدیره کې د یو ځايي اوسېدونکي جسد ښخ کړ.

له دې پېښې وروسته وسله والو طالبانو او د عدلیې وزارت استازو له ځایي خلکو وغوښتل چې جسد راوباسي او بل ځای ته یې انتقال کړي.

د طالبانو عدلیې وزارت مخکې ځايي اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی و چې خپل مړي به په دې هدیره کې نه ښخوي او دوی ادعا کوي چې هدیره په شنه زون کې شامله ده.

خو ځايي اوسیدونکي وايي چې دوی له څو لسیزو راهیسې په دې هدیره کې خپل مړي ښخوي خو طالبانو له دوی څخه غوښتي چې شته جسدونه راوباسي او بل ځای ته یې انتقال کړي.

د سرچینو په وینا ځايي اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه لاریون وکړ چې طالبانو دوی د دې کار څخه منع کړل.

د دوی په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت چارواکو ۳۸ لاریون کوونکي ونیول، چې پکې د جومات ملا امام او د سیمې وکیل هم شامل وو.

افغانستان انټرنشنل - پښتو په ترلاسه کړو ویډیوګانو کې ښګاري چې د سیمې لسګونه اوسیدونکي د دارالامان سړک په لور روان لیدل کېږي.

یو ځايي اوسیدونکي وویل چې د نیول کیدو څخه درې ورځې وروسته، لاهم د دوی د ځای یا وضعیت په اړه هیڅ معلومات نشته.

د هغه په ​​وینا، ځايي اوسیدونکو د شپږمې حوزې او نورو طالبانو چارواکو سره اړیکه ونیوله، مګر دوی مثبت ځواب ترلاسه نه کړ.

دوی وايي چې د طالبانو د عدلیې وزارت په دې سیمه کې د جومات ځمکه «د امارت ځمکه» بللې ده.

ځايي اوسېدونکي ادعا کوي چې د جومات ځمکه د یوه ځايي اوسېدونکي لخوا ورکړل شوې او شرعي سند لري.

سرچینې وايي چې دا اقدامات د طالبانو د عدلیې وزیر په امر ترسره کېږي. د دوی په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر هڅه کوي چې دا محدودیتونه ولګوي او ځايي اوسیدونکي جبري کډوالۍ اړ کړي.

د طالبانو په منځ کې سرچینې وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د طالبانو په منځ کې په خپلسرو کړنو تورن دی او دی ځواب ویونکی نه دی.

تر دې مخکې د کابل په دارالامان کې د سناتوریم سیمې اوسیدونکو هم د لړم په میاشت کې ویلي وو چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شریعي د دې سیمې اوسیدونکي په زوره له خپلو کورونو څخه اېستلي او کورونه یې خپلو خپلوانو ته ورکړي دي.

د طالبانو د عدلیې وزیر د دارالامان د سناتوریم په سیمه کې ژوند کوي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د وزیر اړوند کسانو له ځینو کورونو ښځې او ماشومان له خپلو کورونو څخه اېستلي او کډوالۍ ته یې اړ کړي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني: ولس په انقلابونو کې له حکومتونو د خېر پر ځای شر لیدلی دی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې د یادې ډلې سیمه ییزو چارواکو ته له خلکو سره په ښه چلند کولو ټینکار کړی او ویلي یې دې چې خلکو په انقلابونو کې له حکومتونو څخه د خېر پر ځای شر لیدلی دی.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست د یاد ولایت د والي، امنیه قوماندان، د استخباراتو رییس، د ادارو رییسانو او ولسوالانو سره ناسته کړې ده.

سراج الدین حقاني په یاده ناسته کې له خلکو سره په ښه چلند کولو ټینګار کړی.

په خبرپاڼه کې د حقاني له قوله لیکل شوي:«زموږ ولس سختې ورځې تېرې کړي، په انقلابونو کې یې له حکومتونو د خېر پر ځای شر لیدلی دی. دا نظام د ولس په قربانیانو راغلی او باید د دوی خدمتګذار وي، د حل مرجع وي، عادل وي او خدمات وړاندې کړي.»

سراج الدین حقاني تېره ورځ هم په خوست کې په یوه وینا کې ویلي و، چې طالبان باید د وېرې له لارې پر خلکو حکومت ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې وه، هغه حکومت چې د «وېرې او زور» له لارې خلک اداره کوي رښتینی حکومت نه دی.

له محکمې پرته طالبانو د ۲۵ ورځو راهیسې د ارزګان د پخواني قوماندان درې زامن بندیان کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۰

په ارزګان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشتل - پښتو ته وویل، چې طالبانو له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د تېر جمهوريت پرمهال د ارزګان د امنیه قوماندان جنرال مطیع الله درې زامن وحیدالله، وارث او نوید نیولي او د محکمې له پرېکړې پرته یې په امنیه قومندانۍ کې زنداني کړي دي.

په ارزګان کې ځايي سرچینو نن شنبه، د لیندۍ ۲۲مه وویل، چې د طالبانو د ارزګان ولایت امنیه قومندانۍ امنیت امیر او ددې ډلې د ارزګان د لومړی حوزې امیر احمد ارشاد او معاون مدد هغه مسوولین دی، چې د پخوانیو نظامیانو او چارواکو خپلوانو ځورولو ته کار ویلی دی.

سرچینو وویل:« دا درې طالب چارواکي په ارزګان کې د پخوانیو نظامیانو د پیسو او د وسلو اخیستلو لپاره زنداني کوی حته دوی د پخواني قومندان درې زامن په غیرقانوني ډل لس ورځې په حوزه کې زنداني کړي وو.»

د رارسېدلو معلوماتو له مخې د طالبانو ځايي مسولینو د تېر حکومت نظامیان او خپلوان په خپل سري ډول نیسي او پرته د محکمې له پرېکړې یې په زندان کې ساتې ترڅو پر زوره وسلې پرې خریداري کړي.

د ارزګان یوځايي اوسېدوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل:« د تېر جمهوري نظام پرمهال د ارزګان د پخواني امنیه قوماندان جنرال مطیع الله کورنۍ غړي یې څو ځله ونیول او بیا یې وسلې پر واخیستې او خوشې یې کړل.»

د نړیوالو بشري بنسټونو راپورونو په مسلسل ډول ښودلې، چې څلورو کالو په تېریدو سره طالبانو په بېلابیلو ولایتونو کې د مخکني حکومت کارمندان په ځانګړي توګه پخواني نظامیان ځوروي او زندانونو ته یې اچوي.

جنرال مطیع الله د تېر جمهوري نظام پرمهال د ارزګان امنیه قوماندان و او د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې په کابل کې په یوځانمرګي برید کې ووژل شو.

طالبان: اذربایجان د افغان ځوانانو د روزنې لپاره چمتوالی ښودلی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰

په کابل کې د اذربایجان سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو سره په لېدنه کې د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا، ګډو همکاریو او د ځوانانو د روزلو په اړه غږېدلي دي.

د طالبانو د اطلاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین قدرت الله جمال سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې د اذربایجان د سفیر له قوله لیکل شوي، چې یاد هېواد له طالبانو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا باندې ټینګار کړی.

طالبانو ویلي، چې د اذربایجان سفیر د انلاین کورسونو له لارې د افغان ځوانانو روزلو لپاره چمتوالی ښودلی.

د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» خبر ورکړی چې ایران په خپلو زندانونو کې د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي. د دې سازمان د معلوماتو له مخې، یاد افغان وګړی د نشه‌یي توکو په تور نیول شوی و او د ایران د قضايي ارګانونو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوی و.

تر اوسه د دغه افغان وګړي د هویت په اړه جزیات نه دي خپاره شوي او دا هم نه ده روښانه چې نوموړي عادلانه قضايي بهیر او د خپلې کورنۍ سره د لیدنې حق ته لاسرسی درلود او که نه.

هه‌نګاو سازمان ویلي چې دغه بندی د چهارشنبې په سهار اعدام شوی دی. تر دې دمه نه د ایران چارواکو او نه هم د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون ښودلی دی.

د بشري حقونو بنسټونه وایي، له هغه وروسته چې طالبان د ۱۴۰۰لمریز کال د اسد په میاشت کې پر افغانستان واکمن شول، په ایران کې د افغان وګړو د اعدام پېښې زیاتې شوې دي.

د بشري حقونو د بنسټونو د شمېرو له مخې، په تېرو اته میاشتو کې لږ تر لږه ۸۶۴کسان په ایران کې اعدام شوي چې پکې ۴۹افغان وګړي هم شامل دي.

طالبان وايي په بامیان کې د سمڅو اوسېدونکو لپاره ښارګوټی جوړوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د بامیان د سیمه ییزو چارواکو سره یې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د ښارکوتي جوړولو او د هغوی د لېږد په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بامیان کې د یادې ډلې والي او نورو چارواکو د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات سره کتلي او په بامیان کې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د منظم او عصري ښارګوټي جوړولو په اړه یې خبرې کړې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه یې د ځمکې لېږد چارې ترسره شوي او پر تفصیلي پلان چمتو کولو به یې ډېر ژر کار پیل شي.

وړاندې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په بامیان کې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د کورنو جوړولو امر کړی و، خو تر اوسه لا هم په سمڅو کې د مېشتو کورنیو اوسېدو لپاره مناسب کورونه نه دې جوړ وشي.