د نورستان د کانونو ۱۴ کېلو ګرامه بېروج په څه باندې ۱۳ میلیونه افغانۍ وپلورل شول

د طالبانو د نورستان ولایت مسوولان وايي، چې ددغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند پشګر درې له کانونو څخه اېستل شوي ۱۴ کېلو ګرامه بېروج په ۱۳،۱ میلیونه افغانیو د هېواد په سوداګرو وپلورل شول.