• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رحمت الله نجیب: د مشرانو فکر کې دا خبرې نشته چې د «امیرالمومنین» پرځای بل کس امیر شي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب ویلي، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ هېڅ ډول اختلافات نشته او هیڅ مشر په دې فکر کې نه دی، چې د ملا هبت الله اخوندزاده ځایناستی شي. د نوموړي څرګندونې ظاهرا د سراج الدین حقاني د خوست د سفر په اړه دي.

رحمت الله نجیب د یکشنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۳مه په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د پولیسو فراغت غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې طالب مشران په خپل منځ کې هېڅ اختلاف نه لري.

نوموړي ویلي:«له هر مشر سره مې خصوصي مجلسونه کړي دي، د مشرانو په فکر کې دا خبرې نه ورګرځي، چې خدای مه کړه، د امیرالمومنین پرځای دې یو بل کس راشي. دا فکر ورسره نشته چې بل شخص باید امیر شي.»

په ورته وخت کې نوموړي ویلي، چې د طالبانو ټول مشران د هبت الله په مشرۍ د طالبانو د نظام پر ضد کسانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

رحمت الله نجیب زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ په نوم د نظام راتګ ناممکنه دی او خلک یې ملاتړ نه کوي.

هغه زیاته کړې، «د ډیموکراسۍ نارې وهونکو ته وايم، چې دا په دې نه ارزي، چې تاسې ځانونه پرې مړه کړئ، دیموکراسي داسې نسخه نه ده، چې د هغې لپاره تکلیف وباسئ، یوازې د الله نظام د سر او مال د قربانۍ لپاره مستحق دی. د هغو خلکو په وړاندې باید کلکه مبارزه وشي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې شوم هدفونه لري.»

د رحمت الله نجیب څرګندونې ظاهرا خوست ته د سراج الدین حقاني د سفر او د هغه د هرکلي او څرګندونو په تړاو د سپیناوي په موخه دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جمعې په ورځ په خوست کې د طالبانو د حکومتدارۍ او له خلکو سره د چلند په اړه توندې نیوکې وکړې.

وړاندې له دې د افغانستان یو شمېر بهرمیشتو سیاسي احزابو د هغږۍ ایتلاف اعلان کړ او ویلي یې وو، چې موخه یې په افغانستان کې د اوسني ناورین د حل لپاره ګډ پلان جوړول دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په بلخ کې د مولانا جلال الدین بلخي د پلار خانقاه رغول کېږي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د مولانا جلال الدين بلخي د پلار د خانقاه ترميم او بیارغونې په موخه د مسلکي کمېټې ناسته شوې. په یاده ناسته کې د تیکا موسسې په مرسته د خانقاه د بیارغونې او شاوخوا ساحې منظمولو په موخه د یو پارک جوړېدو پلان وړاندې شو ی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د مولانا جلال الدین بلخي د پلار خانقاه چې په بلخ ولايت کې موقعيت لري، د ترمیم او بیارغونې په موخه د مسلکي کمېټې ناسته شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق‌الله عزیزي وویل، چې د تاریخي اوفرهنګي ابداتو ساتنه، ترمیم او معیاري بیارغونه له مهمو مسوولیتونو څخه دي او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې باید د تاریخي اصالت، فرهنګي ارزښت او نړیوالو معیارونو په رڼا کې ترسره شي.

نوموړي له کمېټې وغوښتل چې د ترمیم د طرحې تخنیکي ارزونه نوره هم پیاوړې کړي او عملي کارونه په تدریجي او علمي ډول تنظیم کړي.

د ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې د وړاندې شوې طرحې تخنیکي اصلاحات به د مسلکي کمېټې د سپارښتنو پر بنسټ بشپړ شي او د تیکا موسسې او اړوندو لوریو نظریات واوریدل شي.

ایران وايي چې د تهران په غونډه کې د طالبانو نه ګډون پر دوه اړخیزو اړیکو اغیز نه کوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۰

ایران وايي، چې د تهران په غونډه کې د طالبانو د استازي نه ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو اړیکو او همکاریو اغېز نه لري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رییس محمدرضا بهرامي وویل، چې دوی د طالبانو د پرېکړې درناوی کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رییس محمدرضا بهرامي په خپله وینا کې د تهران په سیمه ییز کنفرانس کې د طالبانو د استازو د نه حضور یادونه وکړه او ویې ویل چې دا موضوع د تهران او کابل ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو او روانو همکاریو هېڅ منفي اغېز نه کوي.

هغه دغه راز د افغانستان د تحولاتو په اړه د ایران پر دریځ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې تهران په سیمه‌ییزو جوړښتونو او مېکانیزمونو کې د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي ادغام ټینګار لري او د دې هېواد ثبات «د سیمې هېوادونو په ګډې همکارۍ پورې تړلی» بولي.

بهرامي زیاته کړه: «زموږ ارزونه دا وه چې د طالبانو د استازي حضور په سیمه‌ییزو فورمونو کې د دغه هېواد د سیاسي او اقتصادي ادغام بهیر چټک کولای شي، خو موږ د هغوی پرېکړې ته درناوی کوو».

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو دغه ناسته، د روسیې په ګډون، نن د لیندۍ میاشتې په ۲۳مه په تهران کې وشوه.

دا ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په پرانیستونکې وینا پیل شوه.

په تېرو څلورو کلونو کې له دریو هېوادونو څه باندې ۷ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ میلیونه او ۲۸۳ زرو تنو ته رسیږي او له ۲ میلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې د راستنو شویو کډوالو له ډلې یې ۲۶۹۷۴۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۳۲۷۴۳۷ کورنۍ له ایران نه او ۶۷۳ کورنۍ له ترکیې نه افغانستان ته راستنې شوې دي.

همدارنګه حقاني ویلي، چې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو څخه ۲ میلیونه او ۹۶۱۶۷۵ مجردان هم راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د طالبانو له واکمېندو راهیسې له یادو دریو هېوادونو څخه په مجموعي ډول ۷ میلیونه او ۲۳۵۴۶۶ افغانان راستانه کړل شوي دي.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو لپاره ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي دي، خو تازه ستانه شوي کډوال له بې کارۍ او نورو ستونزو شکایتونه لري او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر غیرقانوني لارو له هېواده ووځي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د وچې میوې صادرات درې برابره ډېر شوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په روان کال کې د شاوحوا ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه د اروپا، امریکا، کاناډا ترڅنګ قطر، ایران او سعودي عربستان ته صادره شوې ده. د یادې خونې امر په وینا، دا د تېر کال په پرتله درې برابره دېروالی ښیي.

دوی همدراز زیاتوي، چې د هرات د وچې مېوې کیفیت ډېر ښه دی او په نړۍ کې یې ځانګړی بازار ځان ته پیدا کړی دی.

د طالبانو د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولان وايي، چې په دغه ولایت کې زیات بزګران د وچې میوې په کرڼې بوخت دي او هڅې روانې دي چې د وچې مېوې باغونه زیات شي.

د یادونې وړ ده، د افغانستان بادام، وچ انځر، الو بخاره، پسته، چهارمغز، ممپلي او بېلابېل ډوله ممیز په دغو صادراتو کې شامل دي.

که څه له پاکستان سره ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې خو د حیرتان بندر له لارې افغان محصولات د مرکزي اسیا او حتا اروپا بازارونو ته صادریږي.

ایران: د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره ستراتېژیکه اړتیا ده

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۰

ایران وایي، افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره یو ستراتېژیکه او حتمي اړتیا ده. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو» په غونډه کې وویل، د افغانستان امنیت «په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلی دی».

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون کړی، خو طالبان په دې ناسته کې حاضر نه شول.

عباس عراقچي په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منظم او دوامدارو خبرو اترو د میکانېزمونو رامنځته کول یو ستراتېژیک ضرورت دی. هغه وویل: «دا ډول ناستې نه یوازې د سوء تفاهمونو مخه نیسي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشري سیاستونو او پروګرامونو د همغږۍ زمینه برابروي، د متقابل درک کچه لوړه وي، د سیمې د هېوادونو لیدلوري سره نږدې کوي او د ترینګلتیاوو د کمولو او رغنده همکاریو د پیاوړتیا لپاره مناسب چوکاټ رامنځته کوي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز څرګنده کړه، چې د سیمې ستونزې د سیمې له دننه حل ته اړتیا لري.

هغه وویل: «هیڅ فرامنطقوي نسخه نه شي کولای د سیمې ستونزې او بحرانونه حل کړي او وارداتي طرحې او له سیمې بهر پرېکړې په هېڅ هېواد کې ثبات نه شي رامنځته کولای».

عراقچي د افغانستان سره د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان د وضعیت ښه کېدل کولی شي دا هېواد د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ، او همداراز د لوېدیځې اسیا او اسیا ـ پاسفیک ترمنځ د نښلونکې کړۍ په توګه بدل کړي او د انرژۍ د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره مناسب بستر برابر کړي.

تر دې غونډې وړاندې، ایران د طالبانو مخالف افغان سیاسي جریانونه د یوې ګډې اعلامیې تر چتر لاندې سره راټول کړي وو، چې «د افغانستان د سیاسي ګوندونو او جریانونو همغږي» نومېږي.

په دې اعلامیه کې افغان سیاسي جریانونو، د ایران په هڅونه، د افغانستان د بحران د حل لپاره پر سیاسي خبرو اترو ټینګار کړی دی.

په همدې تړاو، د افغانستان د پخواني بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د تهران د سیمه‌ییزې غونډې هرکلی کړی او دا یې د سیاسي بهیر د پرمخ بېولو لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

هغه د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل ملاتړ وکړي او «له افغان اړخونو وغواړي، چې د ملګرو ملتونو له سازمان سره په همکارۍ دا مذاکرات هر څومره ژر چې ممکن وي، پیل کړي».