د طالبانو د روغتیا وزیر وايي د درملو د وارداتو لپاره بدیلې لارې لټوي

د طالبانو د عامې روغیتا وزیر ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار پر یوه هېواد تکیه نه کوي او د درملو په برخه کې د شته ستونزو د حل او باکیفته درملو لپاره پر بدیلو لارو کار کوي.

د طالبانو د عامې روغیتا وزیر ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار پر یوه هېواد تکیه نه کوي او د درملو په برخه کې د شته ستونزو د حل او باکیفته درملو لپاره پر بدیلو لارو کار کوي.
د طالبانو د عامې روغیتا وزیر د یکشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د درملو بازار په یوه هېواد تکیه نه کوي او هڅه کوي د درملو په برخه کې شته ستونزې او د باکیفته درملو لپاره پر بدیلو لارو کار وکړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د درملو د اتحاديي، شرکتو او عمده پلورونکو له یاد وزیر سره کتلي او د درملو د بییو کنټرول، د احتکار مخنیوي او په بازار کې لوړ کیفیت لرونکو درملو شته والي او مدیریت په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورالله جلال ویلي:«د افغانستان بازار اوس یواځې په یو ځای نه دی تکیه، نو هڅه کوو چې د درملو برخه کې شته ستونزې حل او د با کیفیته درملو لپاره په بدیلو لارو کار وکړو.»
پر همدغه مهال د درملو د اتحادیې مسوولینو ویلي، چې افغانستان کې په کافي اندازه درمل شته او له هېڅ ډول کمښت سره نه دي مخ شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په پټه دریدلې ده او له پاکستان څخه د درملو په واردولو بندیز لګول شوی دی.