اسلامي هېوادونو په سېډني کې د بونډای مرګونی برید وغانده

یوشمېر اسلامي هېوادونو د استرالیا د سېډني ښار په بونډاي ساحل کې په یهودي ټولنې برید غندلی او هغه یې یوه «ترهګریزه» پېښه بللې ده. سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې، قطر او ایران دا یو «هګریز» عمل بللی دی.

د استرالیايي رسنیو د راپور له مخې؛ ۲۴ کلن نوید اکرم چې د برید له عاملینو څخه یو بلل کېږي او د سېډني اوسېدونکی دی، اوس په روغتون کې بستر دی؛ خو د هغه پلار ساجد اکرم په یادې پېښه کې وژل شوی دی.