• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۲۰۲۵کال اسیا جام؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله نن د سریلانکا پر وړاندې لوبېږي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د ۲۰۲۵کال اسیا جام سیالیو پر دوام د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله نن دوشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. په دغه سیالیو کې افغان لوبغاړي نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره په نننۍ لوبه کې بریا ته سخته اړتیا لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په ۹:۳۰ بجو په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او دا د یادې سیالۍ په لړ کې د افغانستان دویمه لوبه ده.

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې نیپال ته په لوی توپیر ماتې ورکړې او دا مهال د دویمې ډلې په سر کې ځای لري. ‌بل خوا، افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د درېیو وېکټو په توپیر له بنګله‌دېش څخه ماته وخوړه او دا مهال د جدول په درېیم کتار کې ځای لري.

افغان لوبډله به له نننۍ لوبې وروسته، یوه بله لوبه د نیپال پر وړاندې ترسره کړي او که د سریلانکا پر وړاندې بریالۍ شي؛ نو لا هم کولای شي د سیالیو نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو چانس ژوندی وساتي.

د اسیا جام د ۱۹ کلنو کرېکټ سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون په دوو ګروپونو کې او د افغانستان په کوربه‌توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. د دغه سیالیو په لومړي ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او مالیزیا لوبډلې شاملې دي، چې هند د پرله‌پسې دوو بریاوو په ترلاسه کولو سره نیمه‌پایلوبې ته لاره موندلې ده.

دغه سیالۍ د ۱۴۰۴کال (د لېندۍ له ۲۱مې تر ۳۰مې) پورې د دوبۍ په ښار کې ترسره کېږي او د «اوول» او «سیونز» لوبغالي د سیالیو کوربه‌توب کوي.
د سیالیو ډلبندي:

لومړۍ ډله: هند، پاکستان، مالیزیا، متحده عربي امارات

دویمه ډله: افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش، نیپال

د افغانستان د لوبو مهالوېش:

افغانستان – سریلانکا (د لېندۍ ۲۴مه)

افغانستان – نیپال (د لېندۍ ۲۶مه)

په ډله‌ییز پړاو کې هره لوبډله درې لوبې کوي او له هرې ډلې څخه دوه مخکښې لوبډلې د نیمه‌پایلوبې پړاو ته رسېږي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام سیالۍ: بنګله‌دېش افغان لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپير ماتې ورکړه

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۶ GMT+۰
د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام سیالۍ: بنګله‌دېش افغان لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپير ماتې ورکړه
100%

د افغانستان په کوربتوب د ۱۹ کلنو کم‌عمره اسیا جام سیالیو کې بنګله‌دېش افغان لوبډلې ته په لومړۍ سیالۍ کې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. افغان ځوانانو لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه او سیالې لوبډلې دغه هدف په ۴۸.۵ اورونو کې پوره کړ.

د ۱۹ کلنو کم‌عمره اسیا جام سیالیو د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان ځوانانو په پنځوسو اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه.

د افغان ځوانانو په لوبډله کې فیصل شینوزاده په ۹۴ توپونو ۱۰۳، اوزیرالله نیازي ۴۴، عزیزالله میاخېل ۳۸ ناسوځېدلې او عثمان بصیر ۳۴ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د بنګله‌دېش ځوانانو لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو په ۴۸.۵ اور کې دغه هدف پوره کړ او افغان ځوانانو کرېکټ لوبډلې ته یې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د خپلې دویمې سیالۍ لپاره د سریلانکا پر وړاندې ولوبېږي.

دغه سیالۍ د ډسمبر تر ۲۱مې پورې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي او په‌کې د اسیا ۸ لوبډلې برخه لري.

د افغانستان په کوربتوب د اسیا جام د نولس کلنو کرېکټ سیالۍ پیل شوې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۰
د افغانستان په کوربتوب د اسیا جام د نولس کلنو کرېکټ سیالۍ پیل شوې
100%

د افغانستان په کوربتوب د نوولس کلنو کرېکټ سیالۍ نن شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) پیل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې د افغانستان نولس کلنه لوبډله د بنګله دېش نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

د افغانستان نوولس کلنه لوبډله نن شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې کوي چې له ټاس ګټلو ورسته افغان لوبډلې د توپ وهنې پرېکړه کړې.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر محبوب خان تسکین د افغان لوبډلې د چمتووالي او د سیالیو د کوربتوب په اړه ویلي: «افغان ځوانان د افغان کرکټ راتلونکی دي او موږ پوره تیاري سره دغه سیالیو ته راغلي یو».

یاده دې وي چې د کرېکټ اسیايي شورا د نوولس کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو د جام ننداره تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د ګډون کوونکو لوبډلو د لوبډلمشرانو په شتون کې ترسره شوه.

دغه سیالۍ د ډسمبر تر ۲۱ مې پورې د افغانستان په کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي او په کې به د اسیا ۸ لوبډلې برخه ولري.

د ۲۰۲۵کال د ۱۹کلنو د کرېکټ اسيا جام سیالۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۹ GMT+۰
د ۲۰۲۵کال د ۱۹کلنو د کرېکټ اسيا جام سیالۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵کال اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ نن جمعه (د لېندۍ ۲۱مه) د افغانستان په کوربه‌توب د اتو لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې چې څو ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې تمرینات پیل کړي؛ په دغه سیالیو کې د لوبو لپاره چمتو ده. ټاکل شوې، چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) د بنګله‌دېش په وړاندې وکړي.

دغه لوبې به د ۱۴۰۴کال د لېندۍ له ۲۱مې تر ۳۰مې نېټې پورې په دوبۍ ښار کې ترسره شي.

د سیالیو ډلبندي
لومړۍ ډله: هند، پاکستان، مالیزیا او متحده عربي امارات
دویمه ډله: افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او نیپال

د افغانستان د لوبو مهالوېش

* افغانستان – بنګله دېش (د لېندۍ ۲۲مه)
* افغانستان – سریلانکا (د لېندۍ ۲۴مه)
* افغانستان – نیپال (د لېندۍ ۲۶مه)

د دغه سیالیو په چوکاټ کې هره لوبډله به د ګروپ په خپلمنځیو سیالیو کې درې لوبې وکړي او د هرې ډلې څخه به لومړۍ او دویمه لوبډله نیمه پای لوبې ته ولاړه شي.

د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالۍ؛ دغه سیالۍ د ۱۱ لوبډلو په ګډون په کابل کې پیلېږي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۰
د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالۍ؛ دغه سیالۍ د ۱۱ لوبډلو په ګډون په کابل کې پیلېږي
100%

د سیالیو د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالۍ نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۰مه) په کابل کې پیلېږي. د افغانستان د وزلوبې فدراسیون اعلان کړی، چې دغه سیالۍ به د بهرنیو چاپ‌اندازانو او ۱۱ لوبډلو په ګډون په څلورو ګروپونو کې ترسره شي.

په کابل کې د سیالیو د پوهاوي سیمینار، د طرزالعملونو او قوانینو بیاکتنه او د پچې اچونې مراسم ترسره شوي دي. د فدراسیون د لومړني پلان له مخې ټاکلې شوې وه، چې په دغه سیالیو کې ۱۴ لوبډلې برخه واخلي؛ خو په پای کې پچه اچونه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. دغه لوبې به لس ورځې دوام وکړي.

د لوبو ډلبندي

لومړۍ ډله: کندوز، فاریاب، بلخ

دویمه ډله: بدخشان، تخار، بامیان

دريېمه ډله: سرپل، پنجشېر، سمنګان

څلورمه ډله: بغلان، هرات

دغه فدراسیون وړاندې ویلي و، چې جوزجان، میدان وردګ او نورستان لوبډلې به هم په دې پړاو کې ګډون وکړي؛ خو د نامعلومو لاملونو له امله دغه لوبډلو په‌کې برخه نه‌ده اخیستې او فدراسیون هم په دې اړه وضاحت نه‌دی ورکړی.

د دغه سیالیو په شپږم پړاو کې چې تېر کال ترسره شو، د «یما پټرول» لوبډلې اتلولي وګټله. په روان پړاو کې ځینې لوبډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو چاپ‌اندازان هم له ځانه سره لري، چې کولای شي د سیالیو جذابیت او تخنیکي کچه نوره هم لوړه کړي.

100%

د ۲۰۲۵کال اسیا جام سیالۍ؛د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ولاړه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۰ GMT+۰
د ۲۰۲۵کال اسیا جام سیالۍ؛د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ولاړه
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵کال اسیا جام ۵۰ اوریزو سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته تللې ده. دغه سیالۍ به د افغانستان په کوربه‌توب د اتو لوبډلو ترمنځ د ۱۴۰۴کال د لېندۍ له ۲۱مې تر ۳۰مې نیټې پورې په دوبۍ ښار کې ترسره شي.

د کرېکټ بورډ په وینا؛ دغه سیالۍ به د اوول او سیونز لوبغالو کې ترسره شي.

د سیالیو ډلبندي
لومړۍ ډله: هند، پاکستان، مالیزیا او متحده عربي امارات
دویمه ډله: افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او نیپال

د افغانستان د لوبو مهالوېش

* افغانستان – بنګله دېش (د لېندۍ ۲۲مه)
* افغانستان – سریلانکا (د لېندۍ ۲۴مه)
* افغانستان – نیپال (د لېندۍ ۲۶مه)

د دغه سیالیو په چوکاټ کې هره لوبډله به د ګروپ په خپلمنځیو سیالیو کې درې لوبې وکړي او د هرې ډلې څخه به لومړۍ او دویمه لوبډله نیمه پای لوبې ته ولاړه شي.