• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۲۰۲۵کال د ۱۹کلنو د کرېکټ اسيا جام سیالۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۹ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵کال اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ نن جمعه (د لېندۍ ۲۱مه) د افغانستان په کوربه‌توب د اتو لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې چې څو ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې تمرینات پیل کړي؛ په دغه سیالیو کې د لوبو لپاره چمتو ده. ټاکل شوې، چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) د بنګله‌دېش په وړاندې وکړي.

دغه لوبې به د ۱۴۰۴کال د لېندۍ له ۲۱مې تر ۳۰مې نېټې پورې په دوبۍ ښار کې ترسره شي.

د سیالیو ډلبندي
لومړۍ ډله: هند، پاکستان، مالیزیا او متحده عربي امارات
دویمه ډله: افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او نیپال

د افغانستان د لوبو مهالوېش

* افغانستان – بنګله دېش (د لېندۍ ۲۲مه)
* افغانستان – سریلانکا (د لېندۍ ۲۴مه)
* افغانستان – نیپال (د لېندۍ ۲۶مه)

د دغه سیالیو په چوکاټ کې هره لوبډله به د ګروپ په خپلمنځیو سیالیو کې درې لوبې وکړي او د هرې ډلې څخه به لومړۍ او دویمه لوبډله نیمه پای لوبې ته ولاړه شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالۍ؛ دغه سیالۍ د ۱۱ لوبډلو په ګډون په کابل کې پیلېږي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۰

د سیالیو د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالۍ نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۰مه) په کابل کې پیلېږي. د افغانستان د وزلوبې فدراسیون اعلان کړی، چې دغه سیالۍ به د بهرنیو چاپ‌اندازانو او ۱۱ لوبډلو په ګډون په څلورو ګروپونو کې ترسره شي.

په کابل کې د سیالیو د پوهاوي سیمینار، د طرزالعملونو او قوانینو بیاکتنه او د پچې اچونې مراسم ترسره شوي دي. د فدراسیون د لومړني پلان له مخې ټاکلې شوې وه، چې په دغه سیالیو کې ۱۴ لوبډلې برخه واخلي؛ خو په پای کې پچه اچونه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. دغه لوبې به لس ورځې دوام وکړي.

د لوبو ډلبندي

لومړۍ ډله: کندوز، فاریاب، بلخ

دویمه ډله: بدخشان، تخار، بامیان

دريېمه ډله: سرپل، پنجشېر، سمنګان

څلورمه ډله: بغلان، هرات

دغه فدراسیون وړاندې ویلي و، چې جوزجان، میدان وردګ او نورستان لوبډلې به هم په دې پړاو کې ګډون وکړي؛ خو د نامعلومو لاملونو له امله دغه لوبډلو په‌کې برخه نه‌ده اخیستې او فدراسیون هم په دې اړه وضاحت نه‌دی ورکړی.

د دغه سیالیو په شپږم پړاو کې چې تېر کال ترسره شو، د «یما پټرول» لوبډلې اتلولي وګټله. په روان پړاو کې ځینې لوبډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو چاپ‌اندازان هم له ځانه سره لري، چې کولای شي د سیالیو جذابیت او تخنیکي کچه نوره هم لوړه کړي.

100%

د ۲۰۲۵کال اسیا جام سیالۍ؛د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ولاړه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵کال اسیا جام ۵۰ اوریزو سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته تللې ده. دغه سیالۍ به د افغانستان په کوربه‌توب د اتو لوبډلو ترمنځ د ۱۴۰۴کال د لېندۍ له ۲۱مې تر ۳۰مې نیټې پورې په دوبۍ ښار کې ترسره شي.

د کرېکټ بورډ په وینا؛ دغه سیالۍ به د اوول او سیونز لوبغالو کې ترسره شي.

د سیالیو ډلبندي
لومړۍ ډله: هند، پاکستان، مالیزیا او متحده عربي امارات
دویمه ډله: افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او نیپال

د افغانستان د لوبو مهالوېش

* افغانستان – بنګله دېش (د لېندۍ ۲۲مه)
* افغانستان – سریلانکا (د لېندۍ ۲۴مه)
* افغانستان – نیپال (د لېندۍ ۲۶مه)

د دغه سیالیو په چوکاټ کې هره لوبډله به د ګروپ په خپلمنځیو سیالیو کې درې لوبې وکړي او د هرې ډلې څخه به لومړۍ او دویمه لوبډله نیمه پای لوبې ته ولاړه شي.

د ۲۰۲۶کال اسیا جام لپاره چمتووالی؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله کویټ ته ځي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د لېندۍ له ۱۷مې د مرغومې تر ۲مې نېټې پورې د پنځه ورځني روزنیز کمپ لپاره کویټ ته سفر وکړي.

د دغه روزنیز کمپ په لړ کې به افغان لوبغاړي د لېندۍ په ۲۹مه او د مرغومې په لومړۍ نېټه د کویټ فوټسال ملي لوبډلې ​​پر وړاندې دوه د چمتووالي سیالۍ هم ترسره کړي. د فدراسیون په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه لوبو لپاره به کره وخت ډېر ژر وټاکل شي او بیا به اعلان شي.

دغه فدراسیون ویلي، چې د یاد روزنیز کمپ او چمتووالي سیالیو د ترسره کولو موخه د ۲۰۲۶کال د اسیا فوټسال جام لپاره د افغان لوبغاړو لا چمتو کول دي.

د اسیا جام وروستی پړاو چې ۱۶ لوبډلې به په‌کې ګډون وکړي، د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۷مې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۲۷مې څخه د فبرورۍ تر ۷مې نېټې پورې) په اندونیزیا کې ترسره شي.

په دغه سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره په څلورم ګروپ کې همډلې ده.

د سیالیو بشپړه ډلبندي:

• لومړۍ ډله: اندونیزیا، عراق، قرغزستان او سویلي کوریا
• دویمه ډله: ټایلنډ، ویتنام، کویټ او لبنان
• درېیمه ډله: جاپان، ازبکستان، تاجکستان او اسټرالیا
• څلورمه ډله: ایران، افغانستان، سعودي عربستان او مالیزیا

په ننګرهار کې د ټيپ‌بال کرېکټ سوپرلیګ سیالۍ د کټه‌پور لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۰

په ننګرهار کې د ټيپ‌بال کرېکټ سوپرلیګ څلورم پړاو سیالۍ د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) د کټه‌پور لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې وې.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، دغه سیالۍ ۲۰ ورځې مخکې د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري په سره رود ولسوالۍ کې پیل شوې وې.

د مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو پایلوبه د کرسوار اتلانو او کټه‌پور لوبډلو تر منځ وشوې او بالاخره کټه‌پور لوبډلې د خپلې سیالې په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

د دوی په وینا، د دغو سیالیو غوره لوبغاړي په انعامونو سره ونازول شول.

د کرېکټ له ډګره؛‌ ننګرهار کې د چټک توپ ‌اچوونکو د مهارت لوړونې ځانګړی کمپ جوړ شوی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ په ننګرهار کې د ۱۸ تکړه چټک توپ‌ اچوونکو د مهارتونو، فزیکي چمتووالي او ډګر ساتنې د لوړولو لپاره ځانګړی د نوامبر په ۲۵مې تمریناتي کمپ پیل کړی چې د ډسمبر تر ۲۰مې به دوام ولري.

د کرېکټ بورډ په وینا، دغه تمریناتي کمپ د ننګرهار په نجیب‌الله تره‌کي لوبغالي کې روان دی او موخه یې د هېواد د ملي او الف لوبډلو لپاره د نویو بااستعداده چټک توپ‌اچوونکو روزنه ده.

کمپ د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ‌اچونې روزونکي حمید حسن تر مشرۍ لاندې پرمخ ځي چې ورسره یو شمېر نور کورني او بهرني روزونکي هم د لوبغاړو په تخنیکي او فزیکي برخو کار کوي.

حمید حسن د کمپ د هدفونو په اړه ویلي: «موخه مو دا ده چې د ملي او الف لوبډلو لپاره با استعداده تیز توپ‌اچوونکي وروزو، خپلې تجربې ورسره شریکې کړو او داسې روزل شوې څېرې چمتو کړو چې راتلونکي کې د ملي لوبډلو برخه شي».

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له دې کمپ سره هم‌مهاله د ظرفیت لوړونې څانګه په همدې لوبغالي کې د ملي او الف لوبډلو او د کورني ېکرکټ د ۳۰ مخکښو لوبغاړو لپاره هم یو بل تمریناتي پروګرام پر مخ وړي.