• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې د لاسي بم چاودنه؛ یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو پر یوه کور لاسي بم ګوزار کړی، چې له امله یې یو اته کلن ماشوم وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه پېښه پرون ماښام د یوه کور دننه رامنځته شوې ده. لاتر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه‌ده منلې او د پېښې انګېزه هم روښانه نه‌ده. پولیس وایي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د عالمانو شورا د طالبانو له وروستۍ پرېکړې هر کلی وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۰
100%

د پاکستان د عالمانو شورا مشر محمد طاهر محمود اشرفي د طالبانو له هغه پرېکړې هرکلی کړی، چې هېڅ افغان باید له هېواد څخه بهر په جګړو کې برخه وانخلي.

د طالبانو نږدې زرو دیني عالمانو د لیندۍ پر نولسمه په کابل کې په یو پرېکړه‌لیک کې ټینګار وکړ، چې هېڅ افغان وګړی باید د هېواد له پولو د باندې په جګړو کې برخه وانخلي.

په پرېکړه‌لیک کې ویل شوي، «طالبان باید د هغو کسانو مخه ونیسي چې د جګړې لپاره له افغانستان نه بهر ته ځي.»

د پاکستان د علماوو د شورا مشر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ویلي دي، چې که څوک د پوځ پر ضد سر پورته کړي، موږ به مقاومت وکړو.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې که اړتیا پېښه شي، د جهاد په ډګر کې به هم د هېواد د امنیت او ثبات د دفاع لپاره حاضر دي او په دې لاره کې به مدرسې، محراب او منبر هم خپل رول ادا کړي.

طاهر محمود اشرفي وویل، چې د افغانستان د علماوو له‌خوا خپره شوې اعلامیه د دوی د هرکلي وړ ده او اوس د افغان حکومت مسوولیت دی، چې پر دې اعلامیه عمل وکړي.

هغه وویل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ اجازه هېچا ته نه‌شي ورکول کېدای او دوی غواړي چې په سیمه کې سوله راشي.

طاهر محمود اشرفي وویل، د هېواد سیاسي ګوندونه دې سره کېني او د هېواد د دفاع، اقتصاد او داخلي ثبات د پیاوړتیا لپاره دې خپلمنځي خبرې وکړي.

هغه وویل: «څوک چې ښکنځلې او سپکې خبرې کوي، هغه نه غواړي چې په هېواد کې سوله راشي. د ټولو فقهي مکتبونو مشایخو دا پرېکړه کړې ده چې تاوتریخوالی د منلو وړ نه‌دی، زموږ هدف دا دی چې هېواد د نظامِ مصطفی (ص) تر منزل پورې ورسول شي.

طاهر محمود اشرفي زیاته کړه، چې د ډي‌جي‌ای‌اېس‌پي‌ار د خبري کنفرانس وروسته پر برید کوونکو کسانو غندنه کوي. نوموړي همدارنګه وویل، چې په هېواد کې به د خلافتِ راشده د نظام په اړه سیمینارونه تنظیم شي.

د اوکراین ولسمشر وايي چې د لویدیز د ضمانتونو په رڼا کې د ناټو له غړیتوب تېر دی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر اعلان کړی، چې کیېف د ناټو د غړیتوب له هدف تېر شوی او له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه یې د لویدیزو هېوادونو پر امنیتي تضمینونو موافقه غوره ګڼلې ده.

زېلینسکې د جرمني پلازمېنې برلین ته له رسېدو او د ډونالډ ټرمپ له استازو سره تر لېدلو وروسته اعلان وکړ، چې اوکراین له خپل هغه پخواني هدف څخه چې باید د ناټو غړیتوب یې ترلاسه کړی وای، تېر شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د متحدینو له لوري قانوني او تضمین شویو امنیتي ژمنو ته یې لومړیتوب ورکړی.

زېلینسکې ویلي:« د امریکا او اوکراین ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تضمینونه، د امریکا له خوا زموږ لپاره د پنځمې مادې په څېر تضمینونه، د اروپايي همکارانو او همدارنګه نورو هېوادونو لکه کاناډا، جاپان او نورو سره امنیتي تضمینونه د روسیې د بل یرغل د مخنیوي لپاره یو فرصت دی.»

نوموړې زیاته کړې:« دا زموږ له لوري یو امتیاز دی او دغه تضمینونه باید په قانوني بڼه او د عملي کېدو وړ وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ځلونو غوښتنه کړې وه، چې اوکراین دې په رسمي ډول د ناټو د غړیتوب له هڅو لاس واخلي او د اوکراین د دونباس لس سلنې خاورې څخه دې خپل ځواکونه وباسي.

مسکو ویلي و، چې اوکراین باید د یو بې طرفه هېواد په توګه پاتې شي او دغه هېواد کې باید د ناټو هېڅ سرتیری ځای پر ځای نه شي.

اسټرالیا کې هغه مسلمان د اتل په توګه ستایل شوی چې له بریدګره یې وسله یووړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۰
100%

د احمد په نامه یو مسلمان، چې د اسټرالیا په سیډني ښار کې یې پر یوه بریدګر ورټوپ کړل او وسله یې ترې یووړه، په دغه هېواد کې د اتل په توګه ستایل شوی. د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کریس مېنز دغه کس ریښتینی اتل وباله او ویې ویل، چې د هغه د زړورتیا له امله نن ډېر خلک ژوندي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکې ویډیو ښيي چې ۴۳ کلن مېوه پلورونکی احمد ال احمد پر هغه بریدګر برید کوي، چې پر عامو خلکو ډزې کوي. هغه ټوپک وروسته له ونې سره ږدي.

د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کریس مېنز دغه کس ریښتینی اتل وباله او ویې ویل، چې د هغه د زړورتیا له امله نن ډېر خلک ژوندي دي.

احمد د وسله والو په ډزو کې پر لاس او اوږه لګېدلی، خو روغتیايي وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.

په برید کې، چې د یهودانو د حنوکا د مذهبي رخصتۍ د نمانځلو پر مهال وشو، څو وسله وال پر عامو خلکو ډزې کوي، یو وسله وال وژل کیږي او یو تن لاسونه پورته کوي او پولیسو ته ځان سپاري.

په دغو ډزو کې لږترلږه د ۱۱ تنو وژل کېدل تایید شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي.

د اسټرالیا د ننني برید یو بریدګر د نوید اکرم په نامه پېژندل شوی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۰
100%

د اسټرالیا د سیډني ښار د نننۍ ترهګریزې پېښې یو بریدګر د نوید اکرم په نامه اعلان شوی، چې د سیډني په جنوب لوېدیزه بوني‌ رېګ سیمه کې اوسېده. یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي د هغه پر کور د پولیسو چاپه روانه ده.

د اسټرالیا د استخباراتي ادارې (ASIO) مشر مایک برګېس اې بي سي ته ویلي چې دوی بریدګر وپېژنده او دا هم څېړي چې ایا په ټولنه کې نور کسان هم د ورته نیت لرونکي شته که نه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بریدګر د استخباراتوتر څار لاندې و، هغه وویل، « له دغو کسانو مو یو تن پېژندلی و، خو د سملاسي ګواښ په توګه نه، نو اوس باید وڅېړو چې څه پېښ شول».

د سیډني د بونډای ساحل په ډزو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي، چې دوه بریدګر هم پکې شامل دي.

نور ۲۹ کسان، چې دوه د پولیسو افسران هم پکې دي، ټپیان شوي او د ښار بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په اسټرالیا کې د یهودانو پر مذهبي غونډې ډزو کې ۱۰ تنه وژل شوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰
100%

د اسټرالیا چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د سیډني د بونډای ساحل په سیمه کې د یهودانو د یوې مذهبي غونډې پر مهال وسله‌والو ډزې وکړې چې له امله یې لس کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۲ نور ټپیان شول. د نیو ساوت وېلز پولیسو وویل چې دوه کسان یې نیولي دي.

د اسټرالیا اې بي سي ټلویزیون خبر ورکړی چې لږ تر لږه د دوو وسله‌والو له ډلې یو هم د وژل شویو کسانو په منځ کې دی.

د نیو ساوت وېلز د امبولانس ادارې ویاند وویل چې د ډزو له پېښې وروسته شاوخوا ۱۲ کسان نږدې روغتونونو ته ولېږدول شول.

د اسټرالیا لومړي وزیر دا پېښه «بوږنوونکې او ځوروونکې» وبلله.

۳۰ کلن ځایي اوسېدونکي هېري وېلسن، چې د پېښې عیني شاهد و، سیډني مارنینګ هېرالډ ته وویل: «ما لږ تر لږه لس کسان پر ځمکه پراته ولیدل او هر ځای وینه وه».

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرزوګ وویل چې هغه یهودان چې د حنوکا د اختر د لومړۍ شمعې د بلولو لپاره ساحل ته تللي وو، د «کرکجنو ترهګرو» له لوري تر برید لاندې راغلل.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدیون ساعر وویل چې دی پر دې ډزو سخت خواشینی شوی دی.

بونډای، چې د نړۍ تر ټولو مشهورو ساحلونو شمېرل کیږي، ډېر وخت له ځایي خلکو او سیلانیانو څخه ډک وي.

د اسټرالیا د یهودانو د اجرایي شورا مرستیال اجرایي مشرالېکس رېوچین سکاې نیوز ته وویل: «که موږ په قصدي ډول په داسې ډول په نښه شوي یو، دا داسې څه دي چې هېڅ یوه یې تصور نه شو کولای. دا یو ډېر وحشتناک کار دی».

هغه زیاته کړه چې د ده د رسنیو سلاکار هم په برید کې ټپي شوی دی.

پر اېکس خپرېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې خلک د ساحل او نږدې پارک له سیمې تښتي، په داسې حال کې چې د څو ډزو غږونه او د پولیسو د موټرو هارنونه اورېدل کېږي. په یوه ویډیو کې یو سړی چې تور کمیس یې اغوستی و، له یوې لویې وسلې ډزې کوي، خو وروسته یو بل سړی چې سپین کمیس یې اغوستی ، پرې ورټوپ کوي او وسله ترې اخلي. په بله ویډیو کې یو بل کس له پله څخه ډزې کوي.

یوه بله ویډیو ښيي چې دوه کسان د پولیسو له خوا پر یوه کوچني پله پر ځمکه څملول شوي دي. افسران هڅه کوي د یوه کس ژوند وژغوري.