د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي د رسنیو پر سانسور او محدودیتونو د راپورونو په ځواب کې دغه ادعاوې «د لوېدیځو رسنیو تبلیغات» وبللې او ویې ویل، چې په افغانستان کې رسنۍ د «اسلامي ارزښتونو، ملي ارزښتونو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا» د رعایت په شرط د فعالیت اجازه لري.
د بېسرحده خبریالانو سازمان (اراېساېف) په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژورنالېزم د سخت سانسور له امله چوپ کړل شوی دی. د دې سازمان په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر ۱۶۵ ډېر د رسنیو فعالان نیول شوي دي.
یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۵خبریالان نیول شوي دي.
له هېواده بهر د نی په نوم د خبریالانو د ملاتړ سازمان د بېسرحده خبریالانو د راپور په حواله ویلي، چې هېڅ هېواد د افغانستان په اندازه د خبریالانو لپاره خطرناک نه دی. د دې بنسټ په وینا، افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ پر یوه لوی زندان بدل شوی دی.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې طالبان د هېواد دننه رسنۍ په خپل تبلیغاتي وسیله بدلوي.
بندي خبریالان
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو راپورونو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د مرستیال ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د دوشنبې تر ماښامه (د لیندۍ ۲۴مه) اووه افغان خبریالان د طالبانو په زندانونو کې وو. د دې مرکز مشر احمد قریشي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې طالبانو د دوشنبې په ورځ دوه خبریالان له زندانه خوشې کړل، خو لا هم پنځه نور خبریالان د طالبانو په زندانونو کې بندي دي.
قریشي ویلي، چې د رسا خصوصي ټلوېزیون مسوول مدیر غلام محیالدین صاحبزاده او د همدې ټلوېزیون خبریال جهادمل حبیبي تر لسو میاشتو بند وروسته د بګرام له بند څخه خوشې شول، خو تر اوسه «رسا» ټلوېزیون ته د بیا فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.
همداراز دوه افغان خبریالان مهدي انصاري او حمید فرهادي له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په بندخونو کې ساتل کېږي. مهدي انصاري د تېر کال د تلې له ۱۴مې او حمید فرهادي د تېر کال د وږي له ۱۳مې راهیسې په بند کې دي. د یاد بنسټ په وینا، طالبان دا دواړه خبریالان د افغانستان له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور بنديان کړي دي.
فراهي: په امریکا کې هم مطلقه د بیان ازادي نشته
د طالبانو د کلتور وزارت مرستیال د رسنیو د سانسور د دفاع په ترڅ کې ویلي: «ټول هېوادونه د رسنیو د فعالیت لپاره شرایط ټاکي. په امریکا کې هم تاسو نهشئ کولی هر څه ووایاست.»
فراهی زیاته کړه: «موږ د رسنیو لپاره درې اصول ټاکلي دي، چې باید مراعت شي.»
د بېسرحده خبریالانو سازمان د لیندۍ په ۱۸مه خپل کلنی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ویل شوي، چې په نړۍ کې د جګړو او د ژورنالیستانو پر وړاندې د ځپونکو سیاستونو له امله د رسنیو ډېری فعالان تبعید ته اړ شوي دي. د دې سازمان په وینا، افغانستان، روسیه او بېلاروس لا هم خپله خاوره کې د خپلواکو رسنیو د لهمنځه وړلو هڅه کوي، په داسې حال کې چې ځینې نور هېوادونه لکه السلوادور په تېرو ۱۲ میاشتو کې ځانګړې سخت دریځۍ غوره کړې ده.
دې سازمان په ۲۰۲۵ کال کې د خبریالانو نیونې «ځپنه» بللې، د «جبري اعترافونو اخیستل او د ویدیوګانو خپرول» یې د وېرولو وسیلې ګڼلې او د بندي خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال په راپور کې هم راغلي، چې په افغانستان کې د نیول شویو کسانو په منځ کې خبریالان هم شامل دي او دا نیونې ډېری وخت پرته د محکمې حکم، د وکیل او کورنۍ سره د اړیکې له حقه د محرومیت او د اوږدې مودې لپاره په بېخبرۍ کې د ساتلو سره مل وي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه یو ځل بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړ. له هغه راهیسې ګڼ شمېر خبریالان له هېواده وتلي دي. د بېسرحده خبریالانو سازمان ټینګار کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د بېړنیو مرستو لپاره د دې سازمان غوښتونکي ۵۱ سلنه خبریالان هغه کسان وو چې تبعید ته اړ شوي وو.
د دې سازمان په وینا، دغه غوښتنې له ۴۴ بېلابېلو هېوادونو څخه ثبت شوې دي او افغانستان، روسیه او سوډان د هغو هېوادونو له ډلې دي چې تر ټولو ډېرې غوښتنې یې لرلې دي.