• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ابراهیم صدر د پنجشېر طالب چارواکو ته: منفورې څېرې له صف څخه وباسئ چې د فتنې سبب ګرځي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ابراهیم صدر په پنجشېر کې طالب چارواکو ته په خطاب کې وویل، د صف تصفیې ته په جدي توګه پام وکړئ او هغه «منفورې څېرې او اشخاص» چې نظام ته ګټه نه‌رسوي باید له لیکو واېستل شي، ځکه د فتنې او فساد سبب ګرځي.

ابراهیم صدر د همغږۍ په نوم د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۴مه) پنجشېر ته لاړ او هلته یې له ځايي طالب چاراکو سره په کتنو کې وویل: «مسوولین دې د خپل پرسونل د صف تصفیې ته جدي پاملرنه وکړي او هغه منفورې څېرې او اشخاص چې ولس او نظام ته ګټه نه‌رسوي، له لیکو دې لرې کړي، ځکه چې دا ډول کسان د فتنې او فساد سبب ګرځي.»

صدر زیاته کړه، د دوی «نظام» او «امیر» په نړۍ کې ساری نه‌لري او باید شکر یې ادا کړي.

هغه وویل: «داسې نظام چې په بشپړ ډول د شریعت مطابق وي، په ټوله نړۍ کې نشته. داسې متشرع امیر لکه د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او داسې متقي او متشرع ولس لکه د افغانستان ولس په نړۍ کې بې‌ساری دی.»

نوموړي د فرمانونو عملي کول او د عالمانو د اعتماد ترلاسه کول د طالبانو د «بریا» لاملونه یاد کړل او زیاته یې کړه، اوس طالبان هم باید ولس ته په رښتیني توګه خدمت وکړي.

نوموړي د پنجشېر لپاره د طالبانو له ټولو مسوولینو وغوښتل، هرې ولسوالۍ ته ورشي او د خلکو ستونزې له اورېدو وروسته حل کړي او همداراز یې نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په ولسوالیو کې د خپل پرسونل ستونزې هوارې کړي او زیاته یې کړه: «که ستونزې د تاسو له صلاحیت څخه پورته وي، نو تر وزارت او [مشرتابه] پورې یې شریک کړﺉ.»

ابراهیم صدر د ملکي او نظامي بنسټونو تر منځ همغږي وستایله او زیاته یې کړه: «ستاسو اساسي مسوولیت خلکو ته د امن راوستل دي، ځکه چې د امن په موجودیت کې نورې ټولې چارې په ښه ډول پر مخ وړل کېږي.»

صدر د یونیفورم پر اغوستلو له ټينګار سربېره په ډاګه وویل، لومړی باید مسوولین خپل سیرت او صورت په سنت طریقه برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد د زونونو او ولایتونو په کچه د ښې حکومتولۍ او همداراز د همغږۍ په نوم غونډې ډېرې شوي او په ځینو دغه ډول غونډو کې له کابل څخه هم ځينې طالب چارواکي ګډون کوي، خو لا تر اوسه په کره توګه روښانه نه‌ده چې دغه ډول غونډې یوازې د همغږۍ لپاره دي، که هبت‌الله اخوندزاده غواړي په دې سره د خپل واک ریښې وغځوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له څو میاشتو بند وروسته دوه خبریالان ازاد کړل

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې دوه افغان خبریالان له ۹ میاشتو بند وروسته د بګرام له زندان څخه خوشې شوي، خو د رسا په نوم ټلویزیون چې دوی پکې کار کاوه، لا هم تړلی دی او د بیا فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

د یاد مرکز په وینا، د رسا ټلویزیون مدیر مسوول غلام‌محی‌الدین صاحب‌زاده او د دی ټلوېزیون خبریال جهادمل حبیبي د لیندۍ په ۲۴مه د مازیګر شاوخوا څلور بجې له زندان څخه ازاد شول.

د طالبانو استخباراتو دغه دوه افغان خبریالان د تېر کال د سلواغې میاشتې په ۳۰مه په کابل کې د «نظام پر ضد تبلیغاتو» په تور نیولي وو. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د نیونې پر مهال د رسا ټلوېزیون کمپیوټرونه ضبط شول او د دې رسنۍ دفتر وتړل شو.

د راپورونو له مخې، د طالبانو محکمې دغه دوه خبریالان د روان کال د وري میاشتې په ۴مه نېټه په ۱۰ میاشتو بند محکوم کړي وو. د خبریالانو مرکز زیاتوي، چې د دوی محاکمه د مدافع وکیل په نشتون کې ترسره شوې وه او ناعادلانه وه.

رسا خصوصي ټلوېزیون په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په کابل کې فعالیت پیل کړ او ټولنیز او ورځني راپورونه یې تولیدول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې یاد تلوېزیون ته د بیا فعالیت اجازه ورکړي.

دغه بنسټ همداراز وايي، چې دا مهال لږ تر لږه پنځه خبریالان او رسنیز فعالان په افغانستان کې په بند کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي په دې وروستیو کې له بنګله‌دېشي ورځپاڼې «پروتوم الو» سره په مرکه کې ادعا کړې، چې دا مهال په افغانستان کې هېڅ خبریال په بند کې نشته.

په بامیان او کندهار کې د څه باندې ۱۹ زره ټُنه سُرب او جست داوطلبي ترسره شوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۰

په بامیان او کندهار کې د ۱۹ زره او ۷۱ ټُنه سُرب او جست د داوطلبیو مراسم د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۴مه) ترسره شول. په دې داوطلبیو کې د بامیان سُرب او جست یو ټُن یې په ۳۱۳ ډالره او د کندهار د سُرب او جست یو ټُن په ۱۲ زره او ۷۵۰ افغانۍ وپلورل شول.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له‌مخې، د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د «ګنده کوتل» سیمې څه باندې ۱۴ زره او ۷۱ ټُنه سُرب او جست د یوې داوطلبۍ له لارې یو ټُن یې پر ۳۱۳ ډالرو وپلورل شول. د دغه وزارت لپاره د طالبانو د کادستر او د منرالونو تنظیم د ریيس عبدالرحمان رحماني په وینا، د خیرالله عبدالکریم شرکت د یوې رڼې پروسې له لارې د دغې داوطلبۍ ګټونکی شوی دی.

له دې سره سم، د کندهار د خاکریز ولسوالۍ د «بي‌بي ګوهر» ساحې ۵ زره ټُنه سُرب او جست د ورته داوطلبۍ له لارې یو ټُن پر ۱۲ زره او ۷۵۰ افغانیو پر ګټونکي احمدالله عاشوري شرکت وپلورل شول.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د سُرب او جست کانونو د کېندنې د څرنګوالي او دا چې څومره عواید د دولت خزانې ته رسېږي، څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کان کېندنې بهیر پراخ شوی او د طالب چارواکو په وینا، له دې اړخه ټول عواید مخامخ د دولت خزانې ته ځي.

طالبان: په افغانستان کې هېڅ خبریال بندي نه‌دی او د رسنیو ازادي تامین ده

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې، چې دا مهال په افغانستان کې هېڅ خبریال په بند کې نه‌دی، خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وايي چې اوسمهال لږ تر لږه ۷ خبریالان بنديان دي او افغانستان د سانسور او ځپنې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي د رسنیو پر سانسور او محدودیتونو د راپورونو په ځواب کې دغه ادعاوې «د لوېدیځو رسنیو تبلیغات» وبللې او ویې ویل، چې په افغانستان کې رسنۍ د «اسلامي ارزښتونو، ملي ارزښتونو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا» د رعایت په شرط د فعالیت اجازه لري.

د بې‌سرحده خبریالانو سازمان (ار‌اېس‌اېف) په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ژورنالېزم د سخت سانسور له امله چوپ کړل شوی دی. د دې سازمان په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر ۱۶۵ ډېر د رسنیو فعالان نیول شوي دي.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲۵خبریالان نیول شوي دي.

له هېواده بهر د نی په نوم د خبریالانو د ملاتړ سازمان د بې‌سرحده خبریالانو د راپور په حواله ویلي، چې هېڅ هېواد د افغانستان په اندازه د خبریالانو لپاره خطرناک نه دی. د دې بنسټ په وینا، افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ پر یوه لوی زندان بدل شوی دی.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې طالبان د هېواد دننه رسنۍ په خپل تبلیغاتي وسیله بدلوي.

بندي خبریالان

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو راپورونو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د مرستیال ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د دوشنبې تر ماښامه (د لیندۍ ۲۴مه) اووه افغان خبریالان د طالبانو په زندانونو کې وو. د دې مرکز مشر احمد قریشي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې طالبانو د دوشنبې په ورځ دوه خبریالان له زندانه خوشې کړل، خو لا هم پنځه نور خبریالان د طالبانو په زندانونو کې بندي دي.

قریشي ویلي، چې د رسا خصوصي ټلوېزیون مسوول مدیر غلام محی‌الدین صاحب‌زاده او د همدې ټلوېزیون خبریال جهادمل حبیبي تر لسو میاشتو بند وروسته د بګرام له بند څخه خوشې شول، خو تر اوسه «رسا» ټلوېزیون ته د بیا فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

همداراز دوه افغان خبریالان مهدي انصاري او حمید فرهادي له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په بندخونو کې ساتل کېږي. مهدي انصاري د تېر کال د تلې له ۱۴مې او حمید فرهادي د تېر کال د وږي له ۱۳مې راهیسې په بند کې دي. د یاد بنسټ په وینا، طالبان دا دواړه خبریالان د افغانستان له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور بنديان کړي دي.

فراهي: په امریکا کې هم مطلقه د بیان ازادي نشته

د طالبانو د کلتور وزارت مرستیال د رسنیو د سانسور د دفاع په ترڅ کې ویلي: «ټول هېوادونه د رسنیو د فعالیت لپاره شرایط ټاکي. په امریکا کې هم تاسو نه‌شئ کولی هر څه ووایاست.»

فراهی زیاته کړه: «موږ د رسنیو لپاره درې اصول ټاکلي دي، چې باید مراعت شي.»

د بې‌سرحده خبریالانو سازمان د لیندۍ په ۱۸مه خپل کلنی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ویل شوي، چې په نړۍ کې د جګړو او د ژورنالیستانو پر وړاندې د ځپونکو سیاستونو له امله د رسنیو ډېری فعالان تبعید ته اړ شوي دي. د دې سازمان په وینا، افغانستان، روسیه او بېلاروس لا هم خپله خاوره کې د خپلواکو رسنیو د له‌منځه وړلو هڅه کوي، په داسې حال کې چې ځینې نور هېوادونه لکه السلوادور په تېرو ۱۲ میاشتو کې ځانګړې سخت دریځۍ غوره کړې ده.

دې سازمان په ۲۰۲۵ کال کې د خبریالانو نیونې «ځپنه» بللې، د «جبري اعترافونو اخیستل او د ویدیوګانو خپرول» یې د وېرولو وسیلې ګڼلې او د بندي خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال په راپور کې هم راغلي، چې په افغانستان کې د نیول شویو کسانو په منځ کې خبریالان هم شامل دي او دا نیونې ډېری وخت پرته د محکمې حکم، د وکیل او کورنۍ سره د اړیکې له حقه د محرومیت او د اوږدې مودې لپاره په بې‌خبرۍ کې د ساتلو سره مل وي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه یو ځل بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړ. له هغه راهیسې ګڼ شمېر خبریالان له هېواده وتلي دي. د بې‌سرحده خبریالانو سازمان ټینګار کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د بېړنیو مرستو لپاره د دې سازمان غوښتونکي ۵۱ سلنه خبریالان هغه کسان وو چې تبعید ته اړ شوي وو.

د دې سازمان په وینا، دغه غوښتنې له ۴۴ بېلابېلو هېوادونو څخه ثبت شوې دي او افغانستان، روسیه او سوډان د هغو هېوادونو له ډلې دي چې تر ټولو ډېرې غوښتنې یې لرلې دي.

په پاکستان کې په شخصي جامو کې د پولیسو په نوم د افغانانو د لوټلو دوام اندېېښنې راپارولي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۰

په پاکستان په ځانګړې توګه په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې په دې وروستیو میاشتو کې د ځايي پولیسو له لوري د افغانانو د نیونې بهیر زور اخیستی دی. یو شمېر افغانان وايي، اوس په شخصي جامو او موټرو کې د پولیس په نوم افغانان له ځورول کېدو سربېره لوټل کېږي او دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي دي.

په دغو ښارونو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال په دې وروستیو کې د پولیسو په نوم په شخصي جامو او شخصي موټرو کې د افغانانو د لوټلو دوام سخت اندېښمن کړي دي. د دوی په وینا، دغه کسان د افغانانو د کورونو او اپارتمانونو تر شا ورځي او که ځای پر ځای پر پیسو معامله ونه‌شي، نو بیا یې د پولیسو مرکز ته یې لېږدوي.

د دوی په وینا، پولیس چې ډېری یې په شخصي جامو او موټرو کې افغانانو پسې ګرځي، له رسمياتو وروسته ان په نیمه شپه هم د ویزې د کتلو لپاره د افغان کډوالو کورونو ته ورځي او دا چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی، نو ډېر کم افغانان ویزې لري.

100%

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د شپې شاوخوا ۱۲ بجې هم په شخصي جامو او موټرو کې د افغان کډوالو کورونو ته ورغلي او افغانان له خوبه راپاڅوي او د ویزو غوښتنه ترې کوي او د نه‌لرو په صورت کې یې په هماغه نیمه شپه د پولیسو مرکز ته لېږدوي.

100%

د دغو افغان کډوالو په وینا، که په هماغه شپه کې سمدستي د پیسو معامله وشي، نو خوشې کېږي او ګنې بیا په سبا سهار وختي د افغان کډوالو د لېږودنې مرکز چې حاجي کمپ یې بولي لېږدوي او بیا یې په څه کم ۲۴ ساعتونو کې یې له ډیورند کرښې اړوي.

همدا پرون شپه (یکشنبه د لیندۍ ۲۳مه) یوه نیول شوې کورنۍ وايي: «شاوخوا ۱۱نیمې بجې زموږ کور ته په شخصي جامو او سپین شخصي کرولا موټر کې ۲ کسان راغلل او د ویزو پوښتنه یې وکړه، کله چې یې ولیدل زموږ ویزې ختمې شوي، نو د کورنۍ د ټولو غړو پاسپورټونه او ویزې راڅخه واخیستې او موټر ته یې پورته کړم.»

دغه کس د نوم د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته زیاتوي: «د پولیسو په تاڼه کې یو منځګړی پيدا شو او د پاسپورټ پر سر د ۱۰ زره کلدارو غوښتنه وکړه او دا چې کورنۍ مې بې‌سرپرسته پاتې کېدله، نو مجبور وم چې د پیسو ورکړې خبره ومنم او پاسپورټونه بېرته ترې واخلم. نو همداسې مو وکړل.»

له دې سره سم، یوه ښځه چې امریکا ته د تګ لپاره په تمه ده وايي، د پولیسو دغه ډول وضعیت ورته رواني ستونزې جوړې کړي او د هر ناڅاپه غږ او ان د دروازو په زوره پورې کول یې هم وېروي.

ځايي پولیسو لا تراوسه د افغان کډوالو د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

دغه وضعیت چې په نیمه شپه او شخصي جامو او موټرو کې په یوه ډول افغانان لوټل کېږي، نو په دغه هېواد کې یې ټول افغان کډوال سخت اندېښمن کړي او په دې برخه کې د طالبانو او همداراز د پاکستان حکومت د همکاریو غوښتنه لري.

دوی وايي، پاکستان حکومت د قانوني اوسېدو لپاره باید د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، څو له ورته جنجالونو په امان کې پاتې شي، خو پاکستان لا تر اوسه د ویزو د تمدیولو بهیر د درېدو د لامل او همداراز دا چې دغه بهیر بیا پیلوي هېڅ هم نه‌دي ویلي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت افغانان له هغو هېوادونو چې ورسره یې کېسونه دي، غواړي چې د اسنادو د ارزونې او لېږدونې بهیر چټک کړي، څو له دغه ناوړه وضعیت څخه وژغورل شي.

له دې سره سم، پرون (یکشنبه د لیندۍ ۲۳مه) د جرمني بهرنیو چارو وزیر هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په دغه هېواد کې د افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت ډېر خراب دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: په پاکستان کې د افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت ډېر خراب دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

یوهان واډفول وايي، ټاکل شوې د روان کال تر پایه له پاکستان څخه جرمني ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږدونې بهیر پایته ورسېږي، ځکه په وینا یې جرمني ته پّ تمه د ناستو افغانانو لېږدونه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

واډفول تر دې مخکې ویلي و، له پاکستاني لوري سره په خبرو کې پر دې بریالی شوی، چې په پاکستان کې د جرمني له لوري د منل شویو افغان ‌پناه غوښتونکو حضور تر شپږو نورو میاشتو وغځوي، خو داسې ښکاري چې هغه موده هم مخ په ختمېدو ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له څه باندې څلورو کلونو راهیسې څه باندې ۷ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ میلیونه او ۲۸۳ زرو تنو ته رسیږي او له ۲ میلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

عبدالمطلب حقاني زیاتوي، چې د راستنو شویو کډوالو له ډلې یې ۲۶۹۷۴۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۳۲۷۴۳۷ کورنۍ له ایران نه او ۶۷۳ کورنۍ له ترکیې نه افغانستان ته راستنې شوې دي.

همدارنګه حقاني ویلي، چې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو څخه ۲ میلیونه او ۹۶۱۶۷۵ مجردان هم راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د طالبانو له واکمېندو راهیسې له یادو درېیو هېوادونو څخه په مجموعي ډول ۷ میلیونه او ۲۳۵۴۶۶ افغانان راستانه کړل شوي دي.

بریټانیا خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰

بریټانیا د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو پوځي نښتو ته په اشارې، خپلو اتباعو ته ویلي چې افغانستان ته سفر ونه کړي. د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې ونیول شي، د حمایې توان یې محدود او په افغانستان کې اړینې مرستې ورکول هم ممکن نه دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه سپارښتنه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان امنیتي وضعیت ثابت نه دی او له پاکستان سره پر کرښه نښتې شوې دي.

په دې سپارښتنه کې چې د دوشنبې په ورځ د لیندي پر ۲۴مه خپره شوې، ویل شوي چې د بریتانیا اتباعو د نیولو خطر په افغانستان کې زیات شوی.

لندن همدارنګه افغانستان ته د ځینو لارو د تړل کېدو یادونه هم کړې ده.

په سپارښتنه کې راغلي، « که تاسې د بریټانیا اتباع یاست او په افغانستان کې ونیول شئ، ممکن د میاشتو یا حتا کلونو زندان سره مخ شئ».

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې که د دې هیواد اتباع په افغانستان کې ونیول شي، د هغوی د حمایې توان ډېر محدوداو په افغانستان کې اړینې مرستې ورکول هم شونې نه دي.