• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې په شخصي جامو کې د پولیسو په نوم د افغانانو د لوټلو دوام اندېېښنې راپارولي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۰

په پاکستان په ځانګړې توګه په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې په دې وروستیو میاشتو کې د ځايي پولیسو له لوري د افغانانو د نیونې بهیر زور اخیستی دی. یو شمېر افغانان وايي، اوس په شخصي جامو او موټرو کې د پولیس په نوم افغانان له ځورول کېدو سربېره لوټل کېږي او دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي دي.

په دغو ښارونو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال په دې وروستیو کې د پولیسو په نوم په شخصي جامو او شخصي موټرو کې د افغانانو د لوټلو دوام سخت اندېښمن کړي دي. د دوی په وینا، دغه کسان د افغانانو د کورونو او اپارتمانونو تر شا ورځي او که ځای پر ځای پر پیسو معامله ونه‌شي، نو بیا یې د پولیسو مرکز ته یې لېږدوي.

د دوی په وینا، پولیس چې ډېری یې په شخصي جامو او موټرو کې افغانانو پسې ګرځي، له رسمياتو وروسته ان په نیمه شپه هم د ویزې د کتلو لپاره د افغان کډوالو کورونو ته ورځي او دا چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی، نو ډېر کم افغانان ویزې لري.

100%

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د شپې شاوخوا ۱۲ بجې هم په شخصي جامو او موټرو کې د افغان کډوالو کورونو ته ورغلي او افغانان له خوبه راپاڅوي او د ویزو غوښتنه ترې کوي او د نه‌لرو په صورت کې یې په هماغه نیمه شپه د پولیسو مرکز ته لېږدوي.

100%

د دغو افغان کډوالو په وینا، که په هماغه شپه کې سمدستي د پیسو معامله وشي، نو خوشې کېږي او ګنې بیا په سبا سهار وختي د افغان کډوالو د لېږودنې مرکز چې حاجي کمپ یې بولي لېږدوي او بیا یې په څه کم ۲۴ ساعتونو کې یې له ډیورند کرښې اړوي.

همدا پرون شپه (یکشنبه د لیندۍ ۲۳مه) یوه نیول شوې کورنۍ وايي: «شاوخوا ۱۱نیمې بجې زموږ کور ته په شخصي جامو او سپین شخصي کرولا موټر کې ۲ کسان راغلل او د ویزو پوښتنه یې وکړه، کله چې یې ولیدل زموږ ویزې ختمې شوي، نو د کورنۍ د ټولو غړو پاسپورټونه او ویزې راڅخه واخیستې او موټر ته یې پورته کړم.»

دغه کس د نوم د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته زیاتوي: «د پولیسو په تاڼه کې یو منځګړی پيدا شو او د پاسپورټ پر سر د ۱۰ زره کلدارو غوښتنه وکړه او دا چې کورنۍ مې بې‌سرپرسته پاتې کېدله، نو مجبور وم چې د پیسو ورکړې خبره ومنم او پاسپورټونه بېرته ترې واخلم. نو همداسې مو وکړل.»

له دې سره سم، یوه ښځه چې امریکا ته د تګ لپاره په تمه ده وايي، د پولیسو دغه ډول وضعیت ورته رواني ستونزې جوړې کړي او د هر ناڅاپه غږ او ان د دروازو په زوره پورې کول یې هم وېروي.

ځايي پولیسو لا تراوسه د افغان کډوالو د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

دغه وضعیت چې په نیمه شپه او شخصي جامو او موټرو کې په یوه ډول افغانان لوټل کېږي، نو په دغه هېواد کې یې ټول افغان کډوال سخت اندېښمن کړي او په دې برخه کې د طالبانو او همداراز د پاکستان حکومت د همکاریو غوښتنه لري.

دوی وايي، پاکستان حکومت د قانوني اوسېدو لپاره باید د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي، څو له ورته جنجالونو په امان کې پاتې شي، خو پاکستان لا تر اوسه د ویزو د تمدیولو بهیر د درېدو د لامل او همداراز دا چې دغه بهیر بیا پیلوي هېڅ هم نه‌دي ویلي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت افغانان له هغو هېوادونو چې ورسره یې کېسونه دي، غواړي چې د اسنادو د ارزونې او لېږدونې بهیر چټک کړي، څو له دغه ناوړه وضعیت څخه وژغورل شي.

له دې سره سم، پرون (یکشنبه د لیندۍ ۲۳مه) د جرمني بهرنیو چارو وزیر هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په دغه هېواد کې د افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت ډېر خراب دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: په پاکستان کې د افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت ډېر خراب دی | افغانستان انټرنشنل پښتو

یوهان واډفول وايي، ټاکل شوې د روان کال تر پایه له پاکستان څخه جرمني ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږدونې بهیر پایته ورسېږي، ځکه په وینا یې جرمني ته پّ تمه د ناستو افغانانو لېږدونه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

واډفول تر دې مخکې ویلي و، له پاکستاني لوري سره په خبرو کې پر دې بریالی شوی، چې په پاکستان کې د جرمني له لوري د منل شویو افغان ‌پناه غوښتونکو حضور تر شپږو نورو میاشتو وغځوي، خو داسې ښکاري چې هغه موده هم مخ په ختمېدو ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، له څه باندې څلورو کلونو راهیسې څه باندې ۷ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ میلیونه او ۲۸۳ زرو تنو ته رسیږي او له ۲ میلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

عبدالمطلب حقاني زیاتوي، چې د راستنو شویو کډوالو له ډلې یې ۲۶۹۷۴۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۳۲۷۴۳۷ کورنۍ له ایران نه او ۶۷۳ کورنۍ له ترکیې نه افغانستان ته راستنې شوې دي.

همدارنګه حقاني ویلي، چې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو څخه ۲ میلیونه او ۹۶۱۶۷۵ مجردان هم راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د طالبانو له واکمېندو راهیسې له یادو درېیو هېوادونو څخه په مجموعي ډول ۷ میلیونه او ۲۳۵۴۶۶ افغانان راستانه کړل شوي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

بریټانیا خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر نه کولو سپارښتنه کړې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰

بریټانیا د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو پوځي نښتو ته په اشارې، خپلو اتباعو ته ویلي چې افغانستان ته سفر ونه کړي. د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې ونیول شي، د حمایې توان یې محدود او په افغانستان کې اړینې مرستې ورکول هم ممکن نه دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه سپارښتنه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان امنیتي وضعیت ثابت نه دی او له پاکستان سره پر کرښه نښتې شوې دي.

په دې سپارښتنه کې چې د دوشنبې په ورځ د لیندي پر ۲۴مه خپره شوې، ویل شوي چې د بریتانیا اتباعو د نیولو خطر په افغانستان کې زیات شوی.

لندن همدارنګه افغانستان ته د ځینو لارو د تړل کېدو یادونه هم کړې ده.

په سپارښتنه کې راغلي، « که تاسې د بریټانیا اتباع یاست او په افغانستان کې ونیول شئ، ممکن د میاشتو یا حتا کلونو زندان سره مخ شئ».

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې که د دې هیواد اتباع په افغانستان کې ونیول شي، د هغوی د حمایې توان ډېر محدوداو په افغانستان کې اړینې مرستې ورکول هم شونې نه دي.

طالبان په اسلام کلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو او لابراتوارونو ارزونه کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن په مشرۍ د کابینې یوولسمه غونډه کې د هرات اسلام کلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې او نوي کابل د ابادۍ په اړه بحث شوی. په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د بندرونو د لابراتوارونو ارزونې پایلې به ریاست الوزرا ته وړاندې شي.

د طالبانو د چارو ادارې نن یکشنبه، د لیندۍ ۲۴مه په اېکس کې لیکلي، چې د ارزونې د پایلو له شریکولو وروسته به عملي ګامونه واخیستل شي.

همداراز په دې ناسته کې د نوي کابل په اړه بحث شوی، چې له پلان سره سم یې د ابادۍ چارې پرمخ یووړل شي او نورې ادارې د طالبانو له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې نه دي ویل، چې په بندرونو کې د بېلابېلو سوداګریزو توکو د لابراتوارونو ارزونه د کومو دلایلو له مخې کیږي.


اروپايي اتحادیه د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د ۵ میلیونه یورو پروګرام پیلوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۰

اروپايي ټولنې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ پروګرام د پلي کولو لپاره له نړیوال مالي شرکت «ای اېف سي» سره د ۵ میلیونه یورو په ارزښت یو نوی تړون لاسلیک کړ، چې د نړیوال بانک ګروپ غړی دی او په ټوله نړۍ کې د خصوصي سکتور پراختیا هڅوي.

د اروپايي اتحادیې د اعلامیې له مخې، د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ پروګرام به په کوچنیو او منځنیو تصدیو کې پانګونې ته اسانتیاوې برابرې کړي او د متشبثینو ملاتړ به وکړي.

دوی زیاتوي چې ددغه پروګرام له لارې به مالي خدماتو ته لاسرسی ښه کړي.

د یادې اتحادیې په وینا، دا پروګرام به د ښځو، ځوانانو او راستنیدونکو په اقتصادي ګډون تمرکز وکړي او د کارموندنې او سوداګرۍ په موخه به د چاپیریال ښه کولو لپاره له خصوصي سکتور سره په نږدې همکارۍ کار وکړي.

دا پروګرام له اروپایي اتحادیې سره په همغږۍ ډیزاین شوی، په ځانګړي توګه د کلیوالي پراختیا او کوچنيو پورونو په ورکړه او د نړیوال بانک د راتلونکو نوښتونو په برخو به ورڅخه کار واخیستل شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر ویرونیکا بوسکوویچ پوهر وویل:«دا نوښت د اروپايي ټولنې د هر اړخیز ملاتړ یوه برخه ده چې د افغانستان د خلکو لپاره ده».

د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام به په راتلونکې میاشت کې د ۴۲ میاشتو لپاره پیل شي.

په هانګ کانګ کې افغان مسافر د لرغونو تاریخي اثارو د انتقال په تور نیول شوی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د هانګ کانګ د ګمرک چارواکو ویلي، یو افغان مسافر په لویدیز کاولون تمځای کې هغه مهال ودرول شو، چې غوښتل یې له میلاد مخکې دویمې پېړۍ پورې اړوند لرغوني تاریخي اثار په ناقانونه ډول له هېواده وباسي.

د هانګ کانګ د ګمرکونو د عمومي ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاد مسافر د ګمرک له ساحې د تېرېدو پر مهال نه و ویلي، چې دا ډول توکي لیږدوي.

د هغه د لاسي بکس د ایکس‌رې معاينې پر مهال شکمن توکي وموندل شول، چې وروسته د فزیکي پلټنې پر مهال ترې ۱۱ د ډبرو او فلزاتو لرغوني اثار را ووتل.

د هانک کانګ سټنډرډ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ګوانګ‌ دونګ ایالت د تاریخي اثارو اړوند ادارې له ارزونې وروسته څرګنده شوې، چې دغه توکي له میلاد نه مخکې دویمې پېړۍ څخه تر پنځمې میلادي پېړۍ پورې تړاو لري او ټول د صادراتو لپاره منع شوي اثار دي.

په نیول شویو توکو کې د سپینو زرو سکې، ډبرینې لوحې، سينګارتوکي، د سپینو زرو بنګړي، د سرو زرو کړۍ، د سرو زرو پاڼې، یوه وړه د سرو زرو پوښ لرونکې سټوپه، د برونزو وړې مجسمې، ولاړه بودا مجسمه او نور شامل دي.

ګمرکي چارواکو خلکو ته یادونه کړې، چې د چین د ولسي جمهوریت د تاریخي اثارو د ساتنې د قانون له مخې، ټول تاریخي اثار باید د اړوندو دولتي ادارو له لوري وڅېړل شي او یوازې هغه توکي چې د صادراتو رسمي جواز ولري، له ټاکل شویو بندرونو ایستل کېدای شي.

د یاد افغان هویت نه دی په ډاګه شوی او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه لرغوني اثار له افغانستان نه قاچاق شوي او که له هانګ کانګ نه وړل کېدل.

له طالبانو پرته ګڼو اسلامي هېوادونو په استرالیا کې پر یهودانو برید غندلی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

ډېری اسلامي هېوادونو په استرالیا کې پر یهودانو خونړی برید غندلی. سعودي عربستان د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ایران هم دغه برید غندلی دی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. اسټرالیا په وروستیو کې د طالبانو پر ۱۴۰ مشرانو د بندیزونو کړنلاره چمتو کړې.

اې ‌بي‌سي رپوټ ورکړی چې امنیتي ادارې د دې پېښې د څېړلو په حال کې دي چې ایا په دې کې خو به بهرنی لاس نه وي.

د اسراییل د ۱۲مې شبکې ویلي، چې استرالیا دا څېړي چې ایا د سیدني برید د ایران له خوا د پراخ پلان یوه برخه وه که نه.

د رپوټ له مخې، موساد شاوخوا یوه میاشت مخکې د استرالیا استخباراتي ادارو ته د ترهګریزو پېښو په اړه خبرداری ورکړی و.

موساد وړاندې ویلي و چې له سپاه قدس سره یوه تړلې شبکه د استرالیا په ګډون په لویدیزو هېوادونو کې پر یهودانو بریدونه ترسره کوي.

په رپوټ کې د اسراییلي استخباراتو له خولې ویل شوي چې سردار عمار د سپاه قدس یو لوړپوړی قوماندان د دې شبکې مشر دی.

ډېرو اسلامي هېوادونو د بونډای ساحل برید په تړاو غبرګون ښودلی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، « موږ په سیدني کې ترهګریز برید، چې څو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي، غندو».

د متحده عربي اماراتو، ترکیې، قطر، اردن او ایران حکومتونو هم په سیدني کې د ډزې پېښه غندلې ده.

ای‌بي‌سي نیوز استرالیا رپوټ ورکړی چې د استرالیا امنیتي استخباراتو په ۲۰۱۹ کې یو بریدګر نوید اکرم د داعش له یوې ډلې سره د نږدې اړیکو له امله څارلی و.

په رپوټ کې کې ویل شوي چې د بونډای ساحل په ډزو کې د بریدګر په موټر کې د داعش بیرغ هم موندل شوی و.

د نیو ساوت ویلز د پولیسو کمېشنر مال لانیون ویلي چې د امریکا د استخباراتي رپوټونو او د نوید اکرم د موټرچلونې د اسنادو له مخې، هغه د پاکستان تبعه او د سیدني اوسېدونکی دی.

نوید اکرم ۲۴ کلن دی او د ټپي کېدو له امله په روغتون کې بستر دی.

چارواکي وایي چې د هغه وضعیت جدي خو باثباته دی. د هغه پلار ساجد اکرم د ډزو په پېښه کې وژل شوی دی.