• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي اتحادیه د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د ۵ میلیونه یورو پروګرام پیلوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۰

اروپايي ټولنې د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ پروګرام د پلي کولو لپاره له نړیوال مالي شرکت «ای اېف سي» سره د ۵ میلیونه یورو په ارزښت یو نوی تړون لاسلیک کړ، چې د نړیوال بانک ګروپ غړی دی او په ټوله نړۍ کې د خصوصي سکتور پراختیا هڅوي.

د اروپايي اتحادیې د اعلامیې له مخې، د افغانستان د خصوصي سکتور د ملاتړ پروګرام به په کوچنیو او منځنیو تصدیو کې پانګونې ته اسانتیاوې برابرې کړي او د متشبثینو ملاتړ به وکړي.

دوی زیاتوي چې ددغه پروګرام له لارې به مالي خدماتو ته لاسرسی ښه کړي.

د یادې اتحادیې په وینا، دا پروګرام به د ښځو، ځوانانو او راستنیدونکو په اقتصادي ګډون تمرکز وکړي او د کارموندنې او سوداګرۍ په موخه به د چاپیریال ښه کولو لپاره له خصوصي سکتور سره په نږدې همکارۍ کار وکړي.

دا پروګرام له اروپایي اتحادیې سره په همغږۍ ډیزاین شوی، په ځانګړي توګه د کلیوالي پراختیا او کوچنيو پورونو په ورکړه او د نړیوال بانک د راتلونکو نوښتونو په برخو به ورڅخه کار واخیستل شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر ویرونیکا بوسکوویچ پوهر وویل:«دا نوښت د اروپايي ټولنې د هر اړخیز ملاتړ یوه برخه ده چې د افغانستان د خلکو لپاره ده».

د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام به په راتلونکې میاشت کې د ۴۲ میاشتو لپاره پیل شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په هانګ کانګ کې افغان مسافر د لرغونو تاریخي اثارو د انتقال په تور نیول شوی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د هانګ کانګ د ګمرک چارواکو ویلي، یو افغان مسافر په لویدیز کاولون تمځای کې هغه مهال ودرول شو، چې غوښتل یې له میلاد مخکې دویمې پېړۍ پورې اړوند لرغوني تاریخي اثار په ناقانونه ډول له هېواده وباسي.

د هانګ کانګ د ګمرکونو د عمومي ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاد مسافر د ګمرک له ساحې د تېرېدو پر مهال نه و ویلي، چې دا ډول توکي لیږدوي.

د هغه د لاسي بکس د ایکس‌رې معاينې پر مهال شکمن توکي وموندل شول، چې وروسته د فزیکي پلټنې پر مهال ترې ۱۱ د ډبرو او فلزاتو لرغوني اثار را ووتل.

د هانک کانګ سټنډرډ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ګوانګ‌ دونګ ایالت د تاریخي اثارو اړوند ادارې له ارزونې وروسته څرګنده شوې، چې دغه توکي له میلاد نه مخکې دویمې پېړۍ څخه تر پنځمې میلادي پېړۍ پورې تړاو لري او ټول د صادراتو لپاره منع شوي اثار دي.

په نیول شویو توکو کې د سپینو زرو سکې، ډبرینې لوحې، سينګارتوکي، د سپینو زرو بنګړي، د سرو زرو کړۍ، د سرو زرو پاڼې، یوه وړه د سرو زرو پوښ لرونکې سټوپه، د برونزو وړې مجسمې، ولاړه بودا مجسمه او نور شامل دي.

ګمرکي چارواکو خلکو ته یادونه کړې، چې د چین د ولسي جمهوریت د تاریخي اثارو د ساتنې د قانون له مخې، ټول تاریخي اثار باید د اړوندو دولتي ادارو له لوري وڅېړل شي او یوازې هغه توکي چې د صادراتو رسمي جواز ولري، له ټاکل شویو بندرونو ایستل کېدای شي.

د یاد افغان هویت نه دی په ډاګه شوی او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه لرغوني اثار له افغانستان نه قاچاق شوي او که له هانګ کانګ نه وړل کېدل.

له طالبانو پرته ګڼو اسلامي هېوادونو په استرالیا کې پر یهودانو برید غندلی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰

ډېری اسلامي هېوادونو په استرالیا کې پر یهودانو خونړی برید غندلی. سعودي عربستان د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ایران هم دغه برید غندلی دی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. اسټرالیا په وروستیو کې د طالبانو پر ۱۴۰ مشرانو د بندیزونو کړنلاره چمتو کړې.

اې ‌بي‌سي رپوټ ورکړی چې امنیتي ادارې د دې پېښې د څېړلو په حال کې دي چې ایا په دې کې خو به بهرنی لاس نه وي.

د اسراییل د ۱۲مې شبکې ویلي، چې استرالیا دا څېړي چې ایا د سیدني برید د ایران له خوا د پراخ پلان یوه برخه وه که نه.

د رپوټ له مخې، موساد شاوخوا یوه میاشت مخکې د استرالیا استخباراتي ادارو ته د ترهګریزو پېښو په اړه خبرداری ورکړی و.

موساد وړاندې ویلي و چې له سپاه قدس سره یوه تړلې شبکه د استرالیا په ګډون په لویدیزو هېوادونو کې پر یهودانو بریدونه ترسره کوي.

په رپوټ کې د اسراییلي استخباراتو له خولې ویل شوي چې سردار عمار د سپاه قدس یو لوړپوړی قوماندان د دې شبکې مشر دی.

ډېرو اسلامي هېوادونو د بونډای ساحل برید په تړاو غبرګون ښودلی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، « موږ په سیدني کې ترهګریز برید، چې څو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي، غندو».

د متحده عربي اماراتو، ترکیې، قطر، اردن او ایران حکومتونو هم په سیدني کې د ډزې پېښه غندلې ده.

ای‌بي‌سي نیوز استرالیا رپوټ ورکړی چې د استرالیا امنیتي استخباراتو په ۲۰۱۹ کې یو بریدګر نوید اکرم د داعش له یوې ډلې سره د نږدې اړیکو له امله څارلی و.

په رپوټ کې کې ویل شوي چې د بونډای ساحل په ډزو کې د بریدګر په موټر کې د داعش بیرغ هم موندل شوی و.

د نیو ساوت ویلز د پولیسو کمېشنر مال لانیون ویلي چې د امریکا د استخباراتي رپوټونو او د نوید اکرم د موټرچلونې د اسنادو له مخې، هغه د پاکستان تبعه او د سیدني اوسېدونکی دی.

نوید اکرم ۲۴ کلن دی او د ټپي کېدو له امله په روغتون کې بستر دی.

چارواکي وایي چې د هغه وضعیت جدي خو باثباته دی. د هغه پلار ساجد اکرم د ډزو په پېښه کې وژل شوی دی.

چین د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي ته د بېجنګ د سفر بلنه ورکړې ده

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۰

په کابل کې د چین سفیر د بیجنګ له اړوندو دولتي ادارو سره له نږدې د مس عینک د تاریخي اثارو د ساتنې او خوندي کان کېندنې په تړاو د خبرو اترو لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوه پلاوي د استولو وړاندیز کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ د دغه وزارت د هنر او فرهنګ له معین عتیق‌الله عزیزی سره په کتنه کې د مس عینک د تاریخي اثارو د ساتنې او اړوندو موضوعاتو په تړاو بیجینګ ته د طالبانو پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، عتیق‌الله عزیزی په دې کتنه کې ویلي، چې د تاریخي اثارو د اغېزناکې ساتنې، ژغورنې او مستندسازۍ لپاره تخنیکي او مسلکي روزنو، معیاري وسایلو او عصري امکاناتو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د چین همکاري کولای شي د افغانستان د تاریخي میراث د خوندي کولو، د مسلکي ظرفیت د لوړولو او د نړیوالو معیارونو د پلي کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

طالبانو د چین د سفیر له قوله ویلي، چې ژاو شینګ د افغانستان تاریخي میراثونه ارزښتناک وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د چین له نظره د افغانستان تاریخي او فرهنګي اثار د اقتصادي پروژو په څېر ارزښت لري.

هغه د چین د ولسمشر خبرې هم تکرار کړې، چې بیجینګ د افغانستان فرهنګي میراثونو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

تر اوسه د طالبانو له لوري بیجینګ ته د یاد پلاوي د سفر د وخت او د غړو د ترکیب په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د ماليې وزارت چارواکي له هندي پانګوالو سره د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتين سعيد په کابل کې له یو شمېر هندي پانګوالو سره کتلي دي. سعيد په دې لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو او هند ترمنځ مناسباتو ته په کتو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال مفتي عبدالمتين سعيد، د لیندۍ پر ۲۴ له یو شمېر هندي پانګوالو سره کتلي دي.

سعيد په دې لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو ادارې صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي او د نورو اسانتیاوو د ایجاد هڅه هم روانه ده.

هغه د افغانستان او هند پر سوداګریزو او د پانګونې اړیکو ټینګار کړی او ددغو اړیکو د لاپراختیا غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د مالیې وزارت په وینا، سعيد یادونه کړې، چې د طالبانو د ادارې د بیا ځل حاکمیت له پیل راهیسې په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی، د پانګوالو شتمني او اموال خوندي دي، او د پانګونې لپاره اړین فرصتونه برابر شوي دي.

یاد وزارت ویلي، هندي پانګوالو ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د انساني، زراعتي او حيواني درملو د تولید، کرنې، او د معدني منابعو د استخراج په برخو کې د عصري ټکنالوژۍ د کارونې او د افغان کادرونو د ظرفیت لوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

هغوی دغه راز ویلي، چې په کابل کې یې د سترګو د درملنې عصري روغتون په برخه کې پانګونه کړې، چې د بشپړېدو په وروستۍ مرحله کې دی او ډېر ژر به د افغانانو لپاره معياري خدمات وړاندې کړي.

تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې څه باندې ۱۶۳ زره مټریک ټنه سوداګریز توکي انتقال شوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره او ۴۳۷ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي. د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره ۲۱۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۳ زره ۳۰۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸ زره ۸۳۸ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴۰۸۲ ټنه انتقالات شوي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن دوشنبه، د لیندۍ ۲۴مه، وویل، چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي.

په تیره اونۍ کې ۲۰۲ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې د انار جوس دي.

یاد وزارت زیاتوي، هر څومره چې د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په همغه کچه کاري فرصتونه برابریږي او عواید لاسته راځي.

د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان له لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.

ایران د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.