• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: که روسیه د سولې هڅې رد کړي، له امریکا د لرې واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کوو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۹ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، که مسکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې رد کړي، نو اوکراین به له امریکا وغواړي چې پر روسیې نور فشارونه او بندیزونه ولګوي او د اضافي وسلو په ګډون لرې واټن ویشتونکي وسلې کییف ته ورکړي.

زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ د وټس‌اپ له لارې خبریالانو ته وویل، چې کییف د اوربند په ځانګړي توګه د کرسمس په دوره کې د انرژۍ د بنسټیزو تاسیساتو پر ضد د بریدونو د درولو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، چې اوسمهال «د بشپړې سولې طرحه» شتون نه‌لري او اوسنۍ مسوده تر ارزونې لاندې ده.
د اوکراین ولسمشر وویل، چې امریکا غواړي د سولې بهیر په چټکۍ سره پرمخ یوسي، خو کییف باید ډاډ ترلاسه کړي چې د سولې کیفیت خوندي پاتې شي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

طالبان په اسلام کلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو او لابراتوارونو ارزونه کوي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن په مشرۍ د کابینې یوولسمه غونډه کې د هرات اسلام کلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې او نوي کابل د ابادۍ په اړه بحث شوی. په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د بندرونو د لابراتوارونو ارزونې پایلې به ریاست الوزرا ته وړاندې شي.

د طالبانو د چارو ادارې نن یکشنبه، د لیندۍ ۲۴مه په اېکس کې لیکلي، چې د ارزونې د پایلو له شریکولو وروسته به عملي ګامونه واخیستل شي.

همداراز په دې ناسته کې د نوي کابل په اړه بحث شوی، چې له پلان سره سم یې د ابادۍ چارې پرمخ یووړل شي او نورې ادارې د طالبانو له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې نه دي ویل، چې په بندرونو کې د بېلابېلو سوداګریزو توکو د لابراتوارونو ارزونه د کومو دلایلو له مخې کیږي.


ایران: د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره ستراتېژیکه اړتیا ده

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۰
100%

ایران وایي، افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره یو ستراتېژیکه او حتمي اړتیا ده. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو» په غونډه کې وویل، د افغانستان امنیت «په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلی دی».

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون کړی، خو طالبان په دې ناسته کې حاضر نه شول.

عباس عراقچي په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منظم او دوامدارو خبرو اترو د میکانېزمونو رامنځته کول یو ستراتېژیک ضرورت دی. هغه وویل: «دا ډول ناستې نه یوازې د سوء تفاهمونو مخه نیسي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشري سیاستونو او پروګرامونو د همغږۍ زمینه برابروي، د متقابل درک کچه لوړه وي، د سیمې د هېوادونو لیدلوري سره نږدې کوي او د ترینګلتیاوو د کمولو او رغنده همکاریو د پیاوړتیا لپاره مناسب چوکاټ رامنځته کوي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز څرګنده کړه، چې د سیمې ستونزې د سیمې له دننه حل ته اړتیا لري.

هغه وویل: «هیڅ فرامنطقوي نسخه نه شي کولای د سیمې ستونزې او بحرانونه حل کړي او وارداتي طرحې او له سیمې بهر پرېکړې په هېڅ هېواد کې ثبات نه شي رامنځته کولای».

عراقچي د افغانستان سره د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان د وضعیت ښه کېدل کولی شي دا هېواد د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ، او همداراز د لوېدیځې اسیا او اسیا ـ پاسفیک ترمنځ د نښلونکې کړۍ په توګه بدل کړي او د انرژۍ د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره مناسب بستر برابر کړي.

تر دې غونډې وړاندې، ایران د طالبانو مخالف افغان سیاسي جریانونه د یوې ګډې اعلامیې تر چتر لاندې سره راټول کړي وو، چې «د افغانستان د سیاسي ګوندونو او جریانونو همغږي» نومېږي.

په دې اعلامیه کې افغان سیاسي جریانونو، د ایران په هڅونه، د افغانستان د بحران د حل لپاره پر سیاسي خبرو اترو ټینګار کړی دی.

په همدې تړاو، د افغانستان د پخواني بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د تهران د سیمه‌ییزې غونډې هرکلی کړی او دا یې د سیاسي بهیر د پرمخ بېولو لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

هغه د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل ملاتړ وکړي او «له افغان اړخونو وغواړي، چې د ملګرو ملتونو له سازمان سره په همکارۍ دا مذاکرات هر څومره ژر چې ممکن وي، پیل کړي».

یونسېف وایي، په افغانستان کې پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو پانګونه حیاتي ارزښت لري

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۰
100%

د سویلي اسیا لپاره د یونسېف سیمه‌ییز مشر سانجي ویجسکرا وایي، کابل ته د سفر پر مهال یې له هغه مرکز څخه لیدنه کړې چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته مرستې برابروي. هغه تر دې لیدنې وروسته ویلي چې افغانستان کې پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو پانګونه حیاتي ده او باید جدي پاملرنه ورته وشي.

سانجي ویجسکرا د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۳مه) پر اېکس ولیکل، په دغه مرکز کې چې د یونسېف تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي، یوه ښځینه نرسه په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. هغه وویل: «د دې مېرمنې کار دا را په ګوته کوي چې ولې پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو پانګونه حیاتي ارزښت لري».

تر دې وړاندې تاج‌الدین اوېلا چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونسېف) استازی دی، ویلي وو چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو تغذیوي کړکېچونو سره مخ دی. د هغه په وینا، شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ مېلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ستونزې کړېږي. نوموړي زیاته کړې چې نږدې یو مېلیون ماشومان په ډېرې سختې خوارځواکۍ اخته دي او د ژوند له جدي ګواښ سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د روان کال د زمري په میاشت کې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له تر ټولو سختې څپې سره مخ دی.

خو سره له دې، ملګرو ملتونو د لیندۍ میاشتې په ۱۶مه، اعلان کړی و چې په تېرو درېیو میاشتو کې طالبانو د دې سازمان ښځینه کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې خپلو دفترونو ته لاړې شي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې هر څومره دا بندیزونه دوام وکړي، هماغومره د ژوند ژغورونکو بشري خدمتونو د درېدلو او له خطر سره د مخ کېدو امکان زیاتېږي.

طالبانو په ۱۲ ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د کاروبار په تور ۲۳ کسان نیولي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه‌یي توکو پر ضد ځواکونو یې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې، په ۱۲ ولایتونو کې ۲۳ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د نشه‌یي توکو سره د مبارزې ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې د کاپیسا، تخار، بامیانو، بلخ، پنجشېر، بدخشان، خوست، هلمند، فراه، جوزجان، فاریاب او کندز ولایتونو کې ۲۳ تنه نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو له‌خوا د نشه‌یي توکو بېلابېل ډولونه ترلاسه شوي چې په‌کې چرس، تریاک، شیشه او له زرو دانو زیاتې نشه‌یي ګولۍ شاملې دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه به په جدي ډول روانه وساتل شي او له قاچاق او پلور سره تړلي کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

اتمر: د تهران سیمه‌ییزه ناسته د افغانستان د سیاسي حل او تلپاتې سولې لپاره مهم فرصت دی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۰
100%

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تهران کې د سیمه‌ییزې ناستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ناسته د افغانستان د سیاسي ناورینونو د حل، د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره حیاتي فرصت ګڼل کېږي.

حنیف اتمر پر اېکس پاڼه لیکلي چې د تهران په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو هڅه باید د افغانستان د سیاسي ناورینونو د حل لپاره یوه ګډه او همغږه تګلاره رامنځته کړي.

حنیف اتمر زیاتوي: «د تهران په ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې هېوادونه د سیاسي بهیر د پرمختګ او د ملي، سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ لپاره مهم فرصت لري، څو د افغانستان د بحرانونو پایدار حل لارې وموندل شي».

نوموړي ویلي، دوی هیله لري چې دا ناسته د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل اړتیا ته پام وکړي، څو د کورنیو بحرانونو اړخونه وڅېړل شي او د افغانستان د دولت مسولیتونه او نړیوالې ژمنې پوره شي.

د بهرنیو چارو د دې پخواني وزیر په خبره: «هیله لرو چې ناسته پر دې ټینګار وکړي چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات ژر پیل شي، د ملګرو ملتونو په مرسته ترسره شي او افغان اړخونه په دې برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي».

اتمر د افغانستان د سیاسي جریانونو د سه‌شنبې د ورځې ګډې اعلامیې اهمیت هم روښانه کړی او ویلي یې دي چې دا اعلامیه باید سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې سیاسي جریانونه د بحرانونو د سیاسي حل لپاره یو غږ او چمتو دي.

نوموړي لیکلي: «د سیاسي جریانونو ګډه اعلامیه باید ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو ته ډاډ ورکړي چې افغان سیاسي جریانونه د بحرانونو د سیاسي حل لپاره یو غږ او چمتو دي.»

د هغه په وینا، اوس وخت دی چې سیمه‌ییز هېوادونه او نړیواله ټولنه د سیاسي همغږۍ او د پایدارې حل لارې د موندنې لپاره خپل فعال رول ولوبوي. حنیف اتمر د کوربه هېواد ایران او د ناستې ګډونوالو هېوادونو هڅې وستایلي دي.

دې پخواني افغان چارواکي خپل اېکس پوسټ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې منشن کړي. نوموړي زیاته کړې، اوس وخت دی چې سیمه‌ییز هېوادونه او نړیواله ټولنه د همغږۍ او د سیاسي حل لارې موندنې لپاره خپل رول ترسره کړي.

اتمر ټینګار کړی چې د سیمه‌ییزې ناستې بریا نه یوازې د طالبانو په ګډون پورې اړه لري، بلکې د ټولې سیمې د همغږۍ، مسولیت او هدف د روڼتیا په لرلو پورې تړلې ده. د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو ملاتړ د مذاکراتو او سیمه‌ییزو هڅو په بریالیتوب کې مهم رول لري.