• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وینزویلا د دفاع وزیر: د ټرمپ له ګواښونو نه وېرېږو

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۰

د وینزویلا پوځ اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو ګواښونو «نه دي وېرېدلي»، چې د بندیز لاندې تېل‌وړونکو بېړیو د محاصرې امر یې ورکړی؛ هغه بېړۍ چې یا وینزویلا ته روانې دي او یا ترې وځي.

د وینزویلا د دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو لوپېز د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) په هغه مراسمو کې چې د پوځي لوړپوړو قومندانانو په حضور کې ترسره شول او هغوی پکې د هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو ته یو ځل بیا د وفادارۍ لوړه وکړه، وویل: «موږ د امریکا حکومت او د هغه ولسمشر ته وایو چې د هغوی له خامو او متکبرانه ګواښونو نه وېرېږو.»
د فرانسې خبري اژانس د وینزویلا د دفاع وزیر له قوله راپور ورکړی، چې نوموړي ټینګار کړی: «د دې ملت د عزت پر سر هېڅ ډول معامله نشته او موږ د هېچا پر وړاندې تسلیمېدو ته چمتو نه یو.»
سربېره پر دې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي اعلان وکړ چې هېواد یې د وینزویلا د ملي حاکمیت د ساتنې له هڅو ملاتړ کوي او د هر ډول یو‌ اړخیز فشار مخالفت کوي.
د روسیې د «تاس» خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د وانګ‌يي له قوله د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر اېوان هېل پینټو سره په هغه ټلیفوني خبرو کې چې د وینزویلا له لوري پیل شوې وې، ویلي: «چین او وینزویلا ستراتیژیک شریکان دي او د دوی اړیکې پر متقابل باور او ملاتړ ولاړې دي. چین د هر ډول یو‌ اړخیز فشار مخالف دی او د ټولو هېوادونو د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د خپل ملي حاکمیت او عزت ساتنه کوي.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، وینزویلا بشپړ حق لري چې په خپلواک ډول له نورو هېوادونو سره ګټورې دوه‌اړخیزې همکارۍ پراخې کړي. هغه ډاډ څرګند کړ، چې نړۍواله ټولنه به د کاراکاس دریځ د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتنې په برخه کې درک او ملاتړ یې وکړي.
له بلې خوا، د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر اېوان هېل پینټو خپل چینایي سیال د خپل هېواد له اوسني وضعیت څخه خبر کړ او ټینګار یې وکړ، چې د وینزویلا حکومت او ولس «په قاطعیت د هېواد له حاکمیت او خپلواکۍ دفاع کوي، د خپلو مشروع حقونو ساتنه به کوي او د زور د سیاست له هر ډول ګواښونو به هېڅکله ونه وېرېږي او نه به یې ومني.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

ازبکستاني پولیس وايي په بخارا کې یې له افغانستان نه قاچاق شوي اپین نیولي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰
100%

د ازبکستان په بخارا ولایت کې له افغانستان څخه د قاچاق شویو نشه‌یي توکو یوه کڅوړه نیول شوې ده. پولیس وايي، د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلور کیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني کړنلارې له مخې ضبط او دوه شکمن کسان ونیول شول.

د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتومطبوعاتي دفتر ویلي، چې د جوندور ولسوالۍ په سیمه کې یو موټر، چې د «بخارا -قره قل» پر لاره روان و، ودرول شو او تلاشي ترې واخیستل شوه. په موټر کې د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکی او یو بهرنی وګړی سپاره وو.

د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلورکیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني طرزالعمل له مخې ضبط شول.

ویل کېږي دغه اپین له افغانستان څخه قاچاق شوي وو او په بخارا کې په یو پټ ځای کې ساتل شوي وو.

دا مهال د یادو کسانو پر ضد د ازبکستان د جزا قانون د ۲۸مادې او د ۲۴۶مې مادې د ۲مې فقرې (قاچاق) او همدارنګه د ۲۵مادې او د ۲۷۳ مادې د ۵ فقرې(د نشه‌یي توکو پلور او لېږد) له مخې جنايي دوسیه پرانیستل شوې او د «حبس» احتیاطي تدبیر پرې تطبیق شوی دی.

د قانون له مخې، د داسې جرمونو مرتکبینو ته له ۱۰څخه تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

پوتین وایي روسیه د «امنیتي حایل سیمې» د پراخولو هڅې روانې ساتي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۰
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، روسیه به په اوکراین کې خپلې موخې خامخا ترلاسه کوي او همدارنګه به هلته د «امنیتي حایل سیمې» د پراخولو هڅې روانې وساتي. پوتین ټینګار وکړ چې مسکو له اروپا سره جګړه نه غواړي، خو که اروپا جګړه غوره کړي، روسیه ورته چمتو ده.

پوتین د چارشنبې په ورځ وویل چې «لومړی، د ځانګړو پوځي عملیاتو موخې به بې له شکه ترلاسه شي. موږ غوره ګڼو دا کار د دیپلوماسۍ له لارې وکړو او د شخړې اصلي لاملونه حل کړو».

هغه زیاته کړه چې که مقابل لوری او د هغوی بهرني ملاتړي له جدي خبرو اترو ډډه وکړي، روسیه به له پوځي لارو د خپلو «تاریخي سیمو ازادي» ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، چې د امنیتي حایل سیمې د جوړولو او پراخولو دنده به هم په پرله‌پسې ډول پر مخ یووړل شي.

له هغو اوکرایني سیمو څخه چې روسیه یې د خپلې خاورې په توګه ادعا کوي، دا مهال مسکو کریمیا، د دونباس شاوخوا ۹۰ سلنه او د خرسون او زاپوریژیا شاوخوا ۷۵ سلنه کنټرولوي.

سربېره پر دې، روسیه د اوکراین په نږدې سیمو لکه خارکیف، سومي، دنیپروپتروفسک او میکولایف کې هم ځینې سیمې تر خپل واک لاندې لري.

د پوتین څرګندونو دا نښه ورکوله چې مسکو غواړي په دغو جبهاتو کې نور پرمختګونه هم وکړي.

په داسې حال کې چې جګړه یوې حساسې مرحلې ته رسېدلې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چټکې سولې تړون لپاره سخت فشار راوړي، پوتین وویل چې روسي ځواکونه په ټولو جبهاتو کې پر مخ روان دي.

د هغه دفاع وزیر اندري بېلوسوف ومنله چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي شمال ختیځ ښار کوپیانسک بېرته ونیسي، خو ویې ویل چې دا هڅې تر اوسه بریالۍ نه دي.

اوکراین د چارشنبې په ورځ وویل چې د دغه ښار ۹۰ سلنه برخه یې نیولې ده، په داسې حال کې چې روسیې ویلي وو دا ښار یې په نومبر کې نیولی دی.

پوتین ادعا وکړه، چې په اروپا کې خلک له روسیې سره د جګړې له وېرې «روزل کېږي او اروپايي مشران یې د وېرې او احساساتو» په پارولو تورن کړل.

هغه وویل: « ما څو ځله ویلي چې دا دروغ دي، بې‌اساسه خبرې دي، د اروپايي هېوادونو پر وړاندې خیالي روسی ګواښ بې‌معنا خبره ده. خو دا کار په قصدي ډول کېږي».

روان کال؛ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اذربایجان ۵۱زره پاکستاني سوالګر شړلي دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۰
100%

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې روان کال له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اذربایجان نه ۵۱زره پاکستاني سوالګر شړل شوي دي. د راپور له مخې؛ دغه پاکستانیان د سوال کولو له امله له دغه هېوادونو اېستل شوي دي.

د شمېر له مخې؛ له دې ډلې ۲۴زره کسان له سعودي عربستان، ۶زره له متحده عربي اماراتو او ۲۵۰۰ پاکستانیان له اذربایجان نه د سوال کولو له کبله شړل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ځینو کسانو د عمرې په نوم اروپا ته د تګ هڅه کوله.

راپور کاږي، روان کال شاوخوا ۲۴زره کسان کمبوډیا ته تللي چې له دې ډلې ۱۲زره یې لاتر اوسه بېرته نه‌دي راستانه شوي او ۴زره کسان برما ته په سیاحتي ویزو تللي؛ خو ۲۵۰۰ کسان بېرته نه‌دي راستانه شوي.

راپور زیاتوي، تېر کال ۸زره کسان په ناقانونه توګه اروپا ته تللي وو؛ په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېره ۴زرو ته رسېدلې وه.

سوریه او څلور نور هېوادونه د ټرمپ د سفر بندیز کې شامل شول

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰
100%

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی چې له‌مخې یې امریکا ته د پنځو نورو هېوادونو د وګړو ننوتل په بشپړ ډول منع شوي دي. په نویو بندیزونو کې سوریه، بورکینا فاسو، مالي، نایجریا او سوېلي سوډان شامل دي.

سپنې ماڼۍ د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سفر په دې بندیز کې هغه فلسطینیان هم شامل دي، چې د فلسطین د خپلواکې ادارې پاسپورټونه لري.

د امریکا حکومت ویلي، چې دا اقدام د «امنیت د ساتنې، د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي» لپاره مهم دی.

ټرمپ د غبرګولي په میاشت کې امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو ننوتل په بشپړ ډول منع کړي وو، چې پکې افغانستان، ایران، استوایي ګینه، میانمار، چاډ، د کانګو جمهوریت، اریتریا، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل و.

همدارنګه، هغه په خپل فرمان کې د برونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا لپاره د ویزې د ورکړې محدودیتونه هم زیات کړي وو.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په تازه اقدام کې اعلان وکړ، چې امریکا ته د سفر او کډوالۍ محدودیتونه یې پر ۲۰ نورو هېوادونو غځولي دي.

د انګولا، انتیګوا او باربودا، بنین، دومینیکا، ګابون، ګامبیا، د عاج ساحل، ملاوي، موریتانیا، سینیګال، تانزانیا، ټونګو، زامبیا او زیمبابوې هېوادونو وګړي هم د امریکا د ویزې ترلاسه کولو پر مهال له نویو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د ټرمپ نوی فرمان به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نافذ شي.

دا نوی د سفر بندیز فرمان امریکا ته د کډوالۍ د محدودولو د سیاست دوام بلل کېږي. ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم ورته حکم صادر کړی و، چې له‌مخې یې د اوو هغو هېوادونو وګړي چې اکثریت نفوس یې مسلمانان وو، امریکا ته له داخلېدو منع شوي وو.

ټرمپ همدارنګه د جنورۍ په میاشت کې د کډوالو د منلو له مهمو پروګرامونو څخه یو ځنډولی و، چې په عملي ډول یې د هغو افغانانو ملاتړ ودرولو چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه او لسګونه زره کسان یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ پرېښودل.

د امریکا نوې پرېکړه: ټرمپ پر ۲۰ نورو هېوادونو امریکا ته د سفر محدودیتونه پراخوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۳ GMT+۰
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان وکړ، چې امریکا ته د سفر او کډوالۍ محدودیتونه یې پر ۲۰ نورو هېوادونو او همداراز د فلسطیني ادارې پر اسناد لرونکو کسانو هم غځولي دي.

د دغو نویو پرېکړو له مخې، پنځه نور هېوادونه او هغه کسان چې د فلسطیني ادارې له‌خوا صادر شویو سفري اسنادو باندې سفر کوي، د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوي چې امریکا ته د بشپړ سفر بندیز ورباندې لګېدلی دی. سربېره پر دې، پر ۱۵ نورو هېوادونو نوي محدودیتونه هم وضع شوي دي.

د ټرمپ اداره وایي، دا اقدام امریکا ته د ننوتلو د معیارونو د لا سختولو لپاره د روانو هڅو برخه ده، خو منتقدین بیا دا تګلاره ناعادلانه بولي او وایي چې د ګڼو هېوادونو د خلکو د سفر او کډوالۍ مخه نیسي.

د امریکا حکومت زیاته کړې، چې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ډزو په تړاو د یوه افغان وګړي تر نیول کېدو وروسته، د سفر محدودیتونو د پراخولو پرېکړه شوې ده.

د یادونې ده، هغه کسان چې لا دمخه د امریکا ویزې لري، دایمي قانوني اوسېدونکي دي یا ځانګړې ویزې لري، لکه ډېپلوماټان او ورزشکاران او همداراز هغه کسان چې امریکا ته یې ننوتل د دغه هېواد په ګټه بلل کېږي، له دې محدودیتونو مستثنا دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې دا نوي بندیزونه به څه وخت عملي شي.