• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین وایي روسیه د «امنیتي حایل سیمې» د پراخولو هڅې روانې ساتي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، روسیه به په اوکراین کې خپلې موخې خامخا ترلاسه کوي او همدارنګه به هلته د «امنیتي حایل سیمې» د پراخولو هڅې روانې وساتي. پوتین ټینګار وکړ چې مسکو له اروپا سره جګړه نه غواړي، خو که اروپا جګړه غوره کړي، روسیه ورته چمتو ده.

پوتین د چارشنبې په ورځ وویل چې «لومړی، د ځانګړو پوځي عملیاتو موخې به بې له شکه ترلاسه شي. موږ غوره ګڼو دا کار د دیپلوماسۍ له لارې وکړو او د شخړې اصلي لاملونه حل کړو».

هغه زیاته کړه چې که مقابل لوری او د هغوی بهرني ملاتړي له جدي خبرو اترو ډډه وکړي، روسیه به له پوځي لارو د خپلو «تاریخي سیمو ازادي» ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، چې د امنیتي حایل سیمې د جوړولو او پراخولو دنده به هم په پرله‌پسې ډول پر مخ یووړل شي.

له هغو اوکرایني سیمو څخه چې روسیه یې د خپلې خاورې په توګه ادعا کوي، دا مهال مسکو کریمیا، د دونباس شاوخوا ۹۰ سلنه او د خرسون او زاپوریژیا شاوخوا ۷۵ سلنه کنټرولوي.

سربېره پر دې، روسیه د اوکراین په نږدې سیمو لکه خارکیف، سومي، دنیپروپتروفسک او میکولایف کې هم ځینې سیمې تر خپل واک لاندې لري.

د پوتین څرګندونو دا نښه ورکوله چې مسکو غواړي په دغو جبهاتو کې نور پرمختګونه هم وکړي.

په داسې حال کې چې جګړه یوې حساسې مرحلې ته رسېدلې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چټکې سولې تړون لپاره سخت فشار راوړي، پوتین وویل چې روسي ځواکونه په ټولو جبهاتو کې پر مخ روان دي.

د هغه دفاع وزیر اندري بېلوسوف ومنله چې اوکرایني ځواکونه هڅه کوي شمال ختیځ ښار کوپیانسک بېرته ونیسي، خو ویې ویل چې دا هڅې تر اوسه بریالۍ نه دي.

اوکراین د چارشنبې په ورځ وویل چې د دغه ښار ۹۰ سلنه برخه یې نیولې ده، په داسې حال کې چې روسیې ویلي وو دا ښار یې په نومبر کې نیولی دی.

پوتین ادعا وکړه، چې په اروپا کې خلک له روسیې سره د جګړې له وېرې «روزل کېږي او اروپايي مشران یې د وېرې او احساساتو» په پارولو تورن کړل.

هغه وویل: « ما څو ځله ویلي چې دا دروغ دي، بې‌اساسه خبرې دي، د اروپايي هېوادونو پر وړاندې خیالي روسی ګواښ بې‌معنا خبره ده. خو دا کار په قصدي ډول کېږي».

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

روان کال؛ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اذربایجان ۵۱زره پاکستاني سوالګر شړلي دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې روان کال له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اذربایجان نه ۵۱زره پاکستاني سوالګر شړل شوي دي. د راپور له مخې؛ دغه پاکستانیان د سوال کولو له امله له دغه هېوادونو اېستل شوي دي.

د شمېر له مخې؛ له دې ډلې ۲۴زره کسان له سعودي عربستان، ۶زره له متحده عربي اماراتو او ۲۵۰۰ پاکستانیان له اذربایجان نه د سوال کولو له کبله شړل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ځینو کسانو د عمرې په نوم اروپا ته د تګ هڅه کوله.

راپور کاږي، روان کال شاوخوا ۲۴زره کسان کمبوډیا ته تللي چې له دې ډلې ۱۲زره یې لاتر اوسه بېرته نه‌دي راستانه شوي او ۴زره کسان برما ته په سیاحتي ویزو تللي؛ خو ۲۵۰۰ کسان بېرته نه‌دي راستانه شوي.

راپور زیاتوي، تېر کال ۸زره کسان په ناقانونه توګه اروپا ته تللي وو؛ په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېره ۴زرو ته رسېدلې وه.

سوریه او څلور نور هېوادونه د ټرمپ د سفر بندیز کې شامل شول

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی چې له‌مخې یې امریکا ته د پنځو نورو هېوادونو د وګړو ننوتل په بشپړ ډول منع شوي دي. په نویو بندیزونو کې سوریه، بورکینا فاسو، مالي، نایجریا او سوېلي سوډان شامل دي.

سپنې ماڼۍ د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سفر په دې بندیز کې هغه فلسطینیان هم شامل دي، چې د فلسطین د خپلواکې ادارې پاسپورټونه لري.

د امریکا حکومت ویلي، چې دا اقدام د «امنیت د ساتنې، د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي» لپاره مهم دی.

ټرمپ د غبرګولي په میاشت کې امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو ننوتل په بشپړ ډول منع کړي وو، چې پکې افغانستان، ایران، استوایي ګینه، میانمار، چاډ، د کانګو جمهوریت، اریتریا، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل و.

همدارنګه، هغه په خپل فرمان کې د برونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا لپاره د ویزې د ورکړې محدودیتونه هم زیات کړي وو.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په تازه اقدام کې اعلان وکړ، چې امریکا ته د سفر او کډوالۍ محدودیتونه یې پر ۲۰ نورو هېوادونو غځولي دي.

د انګولا، انتیګوا او باربودا، بنین، دومینیکا، ګابون، ګامبیا، د عاج ساحل، ملاوي، موریتانیا، سینیګال، تانزانیا، ټونګو، زامبیا او زیمبابوې هېوادونو وګړي هم د امریکا د ویزې ترلاسه کولو پر مهال له نویو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د ټرمپ نوی فرمان به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نافذ شي.

دا نوی د سفر بندیز فرمان امریکا ته د کډوالۍ د محدودولو د سیاست دوام بلل کېږي. ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم ورته حکم صادر کړی و، چې له‌مخې یې د اوو هغو هېوادونو وګړي چې اکثریت نفوس یې مسلمانان وو، امریکا ته له داخلېدو منع شوي وو.

ټرمپ همدارنګه د جنورۍ په میاشت کې د کډوالو د منلو له مهمو پروګرامونو څخه یو ځنډولی و، چې په عملي ډول یې د هغو افغانانو ملاتړ ودرولو چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه او لسګونه زره کسان یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ پرېښودل.

د امریکا نوې پرېکړه: ټرمپ پر ۲۰ نورو هېوادونو امریکا ته د سفر محدودیتونه پراخوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۳ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان وکړ، چې امریکا ته د سفر او کډوالۍ محدودیتونه یې پر ۲۰ نورو هېوادونو او همداراز د فلسطیني ادارې پر اسناد لرونکو کسانو هم غځولي دي.

د دغو نویو پرېکړو له مخې، پنځه نور هېوادونه او هغه کسان چې د فلسطیني ادارې له‌خوا صادر شویو سفري اسنادو باندې سفر کوي، د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوي چې امریکا ته د بشپړ سفر بندیز ورباندې لګېدلی دی. سربېره پر دې، پر ۱۵ نورو هېوادونو نوي محدودیتونه هم وضع شوي دي.

د ټرمپ اداره وایي، دا اقدام امریکا ته د ننوتلو د معیارونو د لا سختولو لپاره د روانو هڅو برخه ده، خو منتقدین بیا دا تګلاره ناعادلانه بولي او وایي چې د ګڼو هېوادونو د خلکو د سفر او کډوالۍ مخه نیسي.

د امریکا حکومت زیاته کړې، چې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ډزو په تړاو د یوه افغان وګړي تر نیول کېدو وروسته، د سفر محدودیتونو د پراخولو پرېکړه شوې ده.

د یادونې ده، هغه کسان چې لا دمخه د امریکا ویزې لري، دایمي قانوني اوسېدونکي دي یا ځانګړې ویزې لري، لکه ډېپلوماټان او ورزشکاران او همداراز هغه کسان چې امریکا ته یې ننوتل د دغه هېواد په ګټه بلل کېږي، له دې محدودیتونو مستثنا دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې دا نوي بندیزونه به څه وخت عملي شي.

د موساد مشر: موږ به پر یهودانو د بریدونو عاملین او د هغوی ایراني ملاتړي پيدا کړو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۱ GMT+۰

د موساد مشر ډېوېډ بارنیا د اسټرالیا د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ پر مهال د ایران د هڅو او د «ترهګرو» سازمانونو له‌خوا د یهودانو د نښه کولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، اسراییل به د دغو بریدونو عاملین، د هغوی «ایراني ملاتړي» او جهادي عناصر وپېژني او ورسره به جدي چلند وکړي.

هغه وویل: «د بې‌ګناه کسانو د ترور او زیان رسولو جرمي مفکوره په تېر کې هم او اوس هم د ایران د اوسني حکومت د امنیتي تګلارې بنسټ جوړوي.»

د موساد مشر زیاته کړه، چې د داعش په ګډون جهادي عناصرو او نورو ډلو هم پرېکړه کړې، چې د نړۍ په هر ګوټ کې هر یهودي ته زیان ورسوي.

نوموړي ټينګار وکړ: «زموږ زړونه د اسټرالیا د قربانیانو له کورنیو سره دي.»

د هغه په وینا، د دغو «ترهګریزو» بریدونو موخه د یهودي او اسرايیلي ټولنې د مورال ماتول دي؛ خو دا موخه به پوره نه‌شي.

د جرمني حکومت ۱۶۰ افغانان له پاکستان څخه په چارټر الوتکه کې ولېږدول

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۰

د جرمني حکومت د سې‌شنبې په ورځ ۱۶۰ افغان کډوال په یوه چارټر الوتکه کې له اسلام‌اباد څخه برلین ته ولېږدول. د جرمني چارواکو په وینا، تمه کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې د افغان کډوالو د لېږد لپاره نورې الوتنې هم ترسره شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغو کسانو د کابل له سقوط وروسته د جرمني حکومت له‌خوا د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د دغه کډوالو د اېستلو له خبرداري وروسته د جرمني حکومت د هغوی د لېږد بهیر ګړندی کړی دی. اسلام‌اباد اعلان کړی، چې که د روان میلادي کال تر پای پورې د منلو بهیر بشپړ نه‌شي، نو کېدای شي دا کسان بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولو هغو افغان کډوالو چې د پخواني سوسیال ډېموکراتیک حکومت د ژمنو له‌مخې په پاکستان کې پناه اخیستې وه، جرمني ته نه لېږدول کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر دوبریندټ وویل، چې شاوخوا ۶۰۰ یې له قانوني پلوه د منلو ژمنې نه‌لري.

دوبریندټ له «اشترن» مجلې او ار‌ټي‌اېل شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې د پاتې شویو افغانانو اکثریت چې د دوی د منلو رسمي ژمنه لري، جرمني ته به ولېږدول شي. د هغه په ​​وینا، «د دې خلکو یوه لویه برخه قانوني ژمنې لري او د جرمني حکومت به دا مکلفیتونه پوره کړي.»

وروسته له هغې چې د «افغانانو د فدرالي منلو پروګرام» یو شمېر غوښتونکو د قانوني شکایت له لارې د ویزې د صادرېدو حکم ترلاسه کړ، د جرمني حکومت یو ځل بیا د دغو کسانو د انتقال بهیر پیل کړ.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال ۷۶ پخواني محلي کارکوونکي او ۴۶۵ نور افغانان د جرمني د ویزې ترلاسه کولو په تمه دي. د دغو کسانو امنیتي څېړنې لا هم روانې دي.

تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول اعلان کړی و، چې، تمه لري د روان میلادي کال تر پایه به له پاکستان څخه جرمني ته د افغان کډوالو د انتقال الوتنې پای ته ورسېږي.

هغه په پاکستان کې د انتظار کوونکو افغانانو سختو شرایطو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې د دوسیو ارزونه او د هغوی انتقال د جرمني د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.