• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د موساد مشر: موږ به پر یهودانو د بریدونو عاملین او د هغوی ایراني ملاتړي پيدا کړو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۱ GMT+۰

د موساد مشر ډېوېډ بارنیا د اسټرالیا د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ پر مهال د ایران د هڅو او د «ترهګرو» سازمانونو له‌خوا د یهودانو د نښه کولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، اسراییل به د دغو بریدونو عاملین، د هغوی «ایراني ملاتړي» او جهادي عناصر وپېژني او ورسره به جدي چلند وکړي.

هغه وویل: «د بې‌ګناه کسانو د ترور او زیان رسولو جرمي مفکوره په تېر کې هم او اوس هم د ایران د اوسني حکومت د امنیتي تګلارې بنسټ جوړوي.»

د موساد مشر زیاته کړه، چې د داعش په ګډون جهادي عناصرو او نورو ډلو هم پرېکړه کړې، چې د نړۍ په هر ګوټ کې هر یهودي ته زیان ورسوي.

نوموړي ټينګار وکړ: «زموږ زړونه د اسټرالیا د قربانیانو له کورنیو سره دي.»

د هغه په وینا، د دغو «ترهګریزو» بریدونو موخه د یهودي او اسرايیلي ټولنې د مورال ماتول دي؛ خو دا موخه به پوره نه‌شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د جرمني حکومت ۱۶۰ افغانان له پاکستان څخه په چارټر الوتکه کې ولېږدول

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۰

د جرمني حکومت د سې‌شنبې په ورځ ۱۶۰ افغان کډوال په یوه چارټر الوتکه کې له اسلام‌اباد څخه برلین ته ولېږدول. د جرمني چارواکو په وینا، تمه کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې د افغان کډوالو د لېږد لپاره نورې الوتنې هم ترسره شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغو کسانو د کابل له سقوط وروسته د جرمني حکومت له‌خوا د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د دغه کډوالو د اېستلو له خبرداري وروسته د جرمني حکومت د هغوی د لېږد بهیر ګړندی کړی دی. اسلام‌اباد اعلان کړی، چې که د روان میلادي کال تر پای پورې د منلو بهیر بشپړ نه‌شي، نو کېدای شي دا کسان بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولو هغو افغان کډوالو چې د پخواني سوسیال ډېموکراتیک حکومت د ژمنو له‌مخې په پاکستان کې پناه اخیستې وه، جرمني ته نه لېږدول کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر دوبریندټ وویل، چې شاوخوا ۶۰۰ یې له قانوني پلوه د منلو ژمنې نه‌لري.

دوبریندټ له «اشترن» مجلې او ار‌ټي‌اېل شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې د پاتې شویو افغانانو اکثریت چې د دوی د منلو رسمي ژمنه لري، جرمني ته به ولېږدول شي. د هغه په ​​وینا، «د دې خلکو یوه لویه برخه قانوني ژمنې لري او د جرمني حکومت به دا مکلفیتونه پوره کړي.»

وروسته له هغې چې د «افغانانو د فدرالي منلو پروګرام» یو شمېر غوښتونکو د قانوني شکایت له لارې د ویزې د صادرېدو حکم ترلاسه کړ، د جرمني حکومت یو ځل بیا د دغو کسانو د انتقال بهیر پیل کړ.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال ۷۶ پخواني محلي کارکوونکي او ۴۶۵ نور افغانان د جرمني د ویزې ترلاسه کولو په تمه دي. د دغو کسانو امنیتي څېړنې لا هم روانې دي.

تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول اعلان کړی و، چې، تمه لري د روان میلادي کال تر پایه به له پاکستان څخه جرمني ته د افغان کډوالو د انتقال الوتنې پای ته ورسېږي.

هغه په پاکستان کې د انتظار کوونکو افغانانو سختو شرایطو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې د دوسیو ارزونه او د هغوی انتقال د جرمني د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

اروپايي هېوادونه د اوکراین د زیانونو د جبران لپاره یو بنسټ جوړوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د شاوخوا ۳۵ هېوادونو مشران او استازي به د یوې ناستې پر مهال د «اوکراین لپاره د نړۍوالې دعوې کمېسیون» د جوړېدو پرېکړه په رسمي ډول تایید کړي، خو لا هم د دې بنسټ د مالي سرچینو په اړه پوښتنې شته.

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې له ۳۵ څخه زیاتو هېوادونو د دې کمېسیون د جوړېدو ملاتړ اعلان کړی او تمه ده، چې د نن سې‌شنبې د لیندۍ ۲۵مه د هالنډ په لاهه کې په دې اړه یو کنوانسیون لاسلیک شي.

د اروپا شورا چې د اروپا د وچې د تر ټولو مهمو بشري حقونو بنسټ بلل کېږي، د «نړۍوالو دعوو د کمېسیون» د جوړېدو بهیر اسانه کړی دی. دا بنسټ اوکراینیانو ته دا زمینه برابروي، چې د روسیې فدراسیون د کړنو له امله چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې د اوکراین جګړه پیل شوې، د رامنځته شویو «زیانونو، تاوانونو او یا صدمو» لپاره د غرامت غوښتنه وکړي.

یاد کمېسیون به هغه دعوې وڅېړي، چې د «زیانونو د ثبت دفتر» کې درج شوې دي؛ دا دفتر مخکې له دې خپل فعالیت پیل کړی او په ۲۰۲۳ کال کې د ایسلنډ په کوربتوب د اروپا د شورا د غونډې پر مهال جوړ شوی و.

ولادیمیر زېلېنسکي له کییف ښار څخه په یوه ویډیویي پیغام کې د غونډې ګډونوالو ته ویلي وو: «له عدالت پرته، دوامداره سوله نشته.»

تر اوسه شاوخوا ۸۰ زره د غرامت غوښتنې په دغه دفتر کې ثبت شوې دي؛ د دې بنسټ مرکزي دفتر د هالنډ په لاهه ښار کې دی.

ایران د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څوکۍ لپاره د رافایل ګروسي له نوماندۍ سره مخالفت څرګند کړ

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۰

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ویلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څوکۍ لپاره د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د عمومي رییس رافایل ګروسي له نوماندۍ سره مخالفت لري او وايي، د ايران پروړاندې د امريکا او اسراییل د بريدونو په اړه د هغه چوپتيا ښيي، چې نوموړی نړۍوالو قوانينو ته ژمن نه‌دی.

اميرسعيد ايرواني د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) امنيت شورا ته په خپله وينا کې پرته له دې چې د ګروسي نوم په ښکاره ياد کړي، په غېرمستقيم ډول پر هغه نيوکه وکړه او ويې ويل: «د ملګرو ملتونو سرمنشي بايد د خپلواکۍ، اخلاقي سلامتيا او زړورتيا سمبول وي او د منشور د موخو او اصولو پر وړاندې نه‌ځنډېدونکې ژمنتيا وښيي.»

په وروستيو مياشتو کې د ايران د حکومت د چارواکو او د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د ریيس ترمنځ ترينګلتيا تر دې حده زياته شوې، چې د حکومت پورې تړلو يو شمېر څېرو ان د هغه د «اعدام» غوښتنه هم کړې وه.

ايرواني خپلو ویناوو کې ګروسي داسې «نوماند» وباله، چې «په قصدي ډول يې د ملګرو ملتونو د منشور د ساتنې په برخه کې پر خپله ژمنه عمل نه‌دی کړی او يا يې د سوله‌ييزو او تر ساتنې لاندې اټومي تاسيساتو پر وړاندې د ناقانونه پوځي بريدونو له غندنې ډډه کړې ده.»

طالبانو له ایراني چارواکو سره د خوړو او درملو د وارداتو بهیر د اسانه‌کولو په اړه خبرې وکړې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د مرستیال حمدالله زاهد په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی او له ایراني چارواکو سره یې د خوړو او درملو د وارداتو د بهیر د اسانه‌کولو په تړاو خبرې کړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) ویلي، چې د دوی د خوړو او درملو د مرستیال وزیر حمدالله زاهد په مشرۍ يوه پلاوي په ایران کې د روغتیا وزارت له چارواکو سره لیدلي دي.

طالبانو زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د تجربو د شریکولو، د لاسلیک شویو هوکړه‌لیک د عملي کولو او د درملو د وارداتو بهیر پر اسانتیاوو خبرې کړې دي.

دا مهال ډېری هېوادوال د خوړو او درملو د ټیټ کیفیت په اړه شکایت کوي او وايي، چې د بې‌کیفیته درملو له کبله یې ډېری ناروغان تر مرګ پورې رسېدلي دي.

خو د طالبانو مرسیتال ویاند حمدالله فطرت نن د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د باکیفیته درملو د واردولو په برخه کې جدي دي او په ټولو پولو کې به لابراتوارونه فعاله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو تر بندیز وروسته د درملو واردوونکو ته سپارښتنه شوې، چې د درملو د واردولو لپاره بدیلې لارې ولټوي. په همدې حال کې د طالبانو اړوندې ادارې هم هڅه کوي، چې په افغانستان کې د درملو د کمښت ستونزې ته رسېدګي وکړي او د قاچاقي او بې‌کیفیته درملو مخنیوی وکړي.

یادې ډلې څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې په کابل کې د یوه خصوصي شرکت مسوولانو ویلي چې د یوه معتبر هندي شرکت د څانګې په پرانېستل کېدو سره له هند څخه افغانستان ته د درملو واردات په رسمي ډول پیل شوي دي. د یاد شرکت په وینا، په لومړي پړاو کې د ۲۵ قلمه درملو واردات پیل شوي.

د نرګس محمدي کورنۍ د هغې د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو د فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي ورور او وکیل ویلي، چې د هغې له نیول کېدو څلور ورځې وروسته هم د نوموړې د ځای او روغتیا په اړه هېڅ معلومات نه لري او سخت اندېښمن دي.

نرګس محمدي د جمعې په ورځ وروسته له هغې ونیول شوه، چې په مشهد ښار کې یې د وکیل خسرو علي‌کردي د یاد غونډې پر مهال د هغه «شکمنه مړینه» وغندله.

د هغې ورور حمید محمدي د سې‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دوی د نرګس د روغتیا او د ساتلو د څرنګوالي په اړه ډېر لږ معلومات لري او دا اندېښنه شته چې له هغې سره ناوړه چلند شوی وي.

هغه وویل، چې بل ورور یې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه شي اخیستل کېدای، د دوشنبې په شپه په لنډ ډول له نرګس محمدي سره خبرې کړې دي.

د مشهد څارنوال حسن همتي فر ویلي، چې نرګس محمدي او د خسرو علي‌کردي ورور د یادغونډې پر مهال «پاروونکې څرګندونې» کړې، «د نورمونو خلاف شعارونه» یې هڅولي او «عامه نظم یې ګډوډ کړی» دی.

حمید محمدي وویل، خور یې تایید کړې چې د امنیتي ځواکونو له لوري وهل شوې او تمه لري چې د « اسلامي جمهوریت پر ضد د توطیې» په تور پرې قضیه جوړه شي.

د هغه په وینا، نرګس محمدي د سر، مخ او غاړې په برخه کې وهل شوې او د یادې غونډې پر مهال لږ تر لږه له ۳۹ نورو کسانو سره یوځای نیول شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې مشر ورور یې د خپلواکې طبي معاینې غوښتنه کړې وه، خو چارواکو رد کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې.

نرګس محمدي په ۲۰۲۳ کال کې، په داسې حال کې چې په بند کې وه، د ښځو د حقونو او په ایران کې د اعدام د سزا پر ضد د درې لسیزو مبارزې له امله د سولې نوبل جایزه وګټله. هغې تر دې وړاندې هم د « اسلامي جمهوریت پر ضد د تبلیغاتو» په ګډون په بېلابېلو تورونو څو ځله بند تېر کړی دی.

نوموړې د تېر کال په وروستیو کې د درملنې لپاره د بند د موقتي ځنډ له امله د تهران د اوین له زندان نه خوشې شوې وه.

د هغې فرانسوۍ وکیلې شیرین اردکاني ویلي چې چارواکي ښايي بېرته ځنډول شوې سزاوې فعالې کړي او ډېر ژر یې محکمې ته وړاندې کړي.