نرګس محمدي د جمعې په ورځ وروسته له هغې ونیول شوه، چې په مشهد ښار کې یې د وکیل خسرو عليکردي د یاد غونډې پر مهال د هغه «شکمنه مړینه» وغندله.
د هغې ورور حمید محمدي د سېشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دوی د نرګس د روغتیا او د ساتلو د څرنګوالي په اړه ډېر لږ معلومات لري او دا اندېښنه شته چې له هغې سره ناوړه چلند شوی وي.
هغه وویل، چې بل ورور یې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه شي اخیستل کېدای، د دوشنبې په شپه په لنډ ډول له نرګس محمدي سره خبرې کړې دي.
د مشهد څارنوال حسن همتي فر ویلي، چې نرګس محمدي او د خسرو عليکردي ورور د یادغونډې پر مهال «پاروونکې څرګندونې» کړې، «د نورمونو خلاف شعارونه» یې هڅولي او «عامه نظم یې ګډوډ کړی» دی.
حمید محمدي وویل، خور یې تایید کړې چې د امنیتي ځواکونو له لوري وهل شوې او تمه لري چې د « اسلامي جمهوریت پر ضد د توطیې» په تور پرې قضیه جوړه شي.
د هغه په وینا، نرګس محمدي د سر، مخ او غاړې په برخه کې وهل شوې او د یادې غونډې پر مهال لږ تر لږه له ۳۹ نورو کسانو سره یوځای نیول شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې مشر ورور یې د خپلواکې طبي معاینې غوښتنه کړې وه، خو چارواکو رد کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سملاسي په دې اړه تبصره نه ده کړې.
نرګس محمدي په ۲۰۲۳ کال کې، په داسې حال کې چې په بند کې وه، د ښځو د حقونو او په ایران کې د اعدام د سزا پر ضد د درې لسیزو مبارزې له امله د سولې نوبل جایزه وګټله. هغې تر دې وړاندې هم د « اسلامي جمهوریت پر ضد د تبلیغاتو» په ګډون په بېلابېلو تورونو څو ځله بند تېر کړی دی.
نوموړې د تېر کال په وروستیو کې د درملنې لپاره د بند د موقتي ځنډ له امله د تهران د اوین له زندان نه خوشې شوې وه.
د هغې فرانسوۍ وکیلې شیرین اردکاني ویلي چې چارواکي ښايي بېرته ځنډول شوې سزاوې فعالې کړي او ډېر ژر یې محکمې ته وړاندې کړي.